شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+ولې ادبیات لولو | زهير سپېڅلی

ولې ادبیات لولو | زهير سپېڅلی

لـه وړوکوالي مي له شعر او شاعرۍ په ټوله کي له ادبياتو سره مينه وه.

لـه هـغې  زمانې تـر اوسه پـوري چي څومره وخـت تېر شوی هغومره مي له ادبياتو سره مينه زياته شوې او دې ميني مجبور کړم، چي ادبيات ولولم او پر دې لار مزل وکړم.

د ادبياتو داسي لېونۍ مينه ده؛ که موږ ادبيات پرېږدو، ادبيات موږ نه پرېږدي.
مجبور يو، چي دا مينه د زړه په وينـو وپالـو.

اراواښاد استاد الفت وايي:

«هغه کسان چې د شعر و ادب تر اغېز لاندې نه دي راغلي او دغه حلال سحر پرې تاثير نه کوي بايد پر خپل ځان ووېرېږي او پوه شي چې انساني احساس يې ډېر کمزوری دی او له ذوق څخه لږه برخه لري. د ذوق تربيه او پالنه د عالي ادب او شعر کار دی.»
ولي ادبيات وايو؟
د ادبياتو ګټه؟
ادبيات د څه لپاره؟
يوازي دا نه ده، چي انسان به خوراک او څښاک کوي.
ذهن هم يو څه غواړي.

ذوق  هم تسکين ته اړتيا لري او زړه هم خپلي غوښتني لري.

ټول عمر انساني غوښتني او ارزوګاني په مادياتو نه؛ په معنوياتو هم پوره کېږي.
ادبيات زمـا د ښکلا تـږی ذوق  خړوبولای شي.

زه چي په کوم خوند پسي ګرځم هغه خوند په ادبياتو کي دی.

زما طبيعت چي څه غواړي هغه ادبيات راکولای شي او زه چي په کومه ورکـه پسي ګرځم په ادبياتو کي ئې موندلای شم.

ادبيات د احساساتو او عواطفو هغه چينه ده، چي زموږ ادبي ذوق خړوبوي او ادبي تنده پرې ماتوو.

د تخيل هغه هينداره ده، چي خپل ارمانونه پکي وينو.
هغه هنري ژبه ده، چي زموږ د زړونو ناويلي خبري کوي.

هغه خبري چي موږ ئې په خوله نشو کولای.

ادبيات هغه خيالي دنيا ده، چي موږ له ټولنيزو قيوداتو له قيد و بنده دې دنيا ته راځو او هغه څه ننداره کوو، چي په حقيقي دنيا کي ناشوني دي.
استاد اجمل ښکـلی وايـي:

«ادبـيات لـه مـوږ سره د ژوند په پېژندلو کې مرسته کوي. موږ يـوازې په فزيکي نړۍ کې ژوند نه کوو؛ بلکې تر نيم زيات ژونـد مو د خيـال پـه دنيا کې تـېرېږي. لـيکوال او شـاعر د خپل تـخيل پـه مرسته ځان ته د شعر يا کيسې شيش محل جوړوي، خو دا يوازې د ليکوال يا شاعر نه وي؛ بلکې لوستونکي ته هم اجازه ورکوي چې پکې  و اوسي.»

شاعر او ليکوال چي کومه خيالي دنيا ابادوي هغه يوازي د  ده نه ده، له هر چا سره مشترکه ده.

موږ هـم لـه دې مقيدي او له شوره ډکي دنيا هلته ورځو. د شاعر او ليکوال په اباده کړې خيالي نړۍ کي اوسو.

د استاد غضنفر پـه وينا:
«… هنر او ادب تـه پـناه وروړو، دلتـه د زړه پـه خوښه خبرې کوو، اجتماعي قيدونـه پکې کم وي.»

د بېلګي په توګه:
موږ که د وصال خواږه او د هجران تراخه نه وي ليدلي؛ شاعر راسره خپله تجربه شريکوي.

چي د وصال خونـد څنګه جنتي خوند دی؟ د جدايۍ درد څومره زور لري او څه لېونی درد دی؟

لحظه لحظه دي په ما  کال تېره شي
خو چي په تمـــه د وصال  تېره شــي

ډېر شاعران رقيب غندي.
موږ عملاً د رقيب رول نـه دی ليدلی، چي څوک دی او څه کوي؟
خو شاعر وار له مخه راته وايي: چي په مينه کي رقيب څومره سـرخوږی دی او کردار ئې څـه دی؟

هغو چي په مينه کي د رقيب کردار ليدلی؛ د دروېش دراني لـه دې بيـت سره به زر ځله امين وايي.

رقيبه تا لره له خدايه مرګی نه غواړو  موږ
تا لره سر و کال خواري د زنکدن پکـار  ده

موږ چي د تـللي او بـېغـمه جانـان لـه غمه زورېږو او درد و غـم مو زندګي مقيده کړې ده؛ د اجمل ښکلي دا بيت به څنګـه راته خوږ  نه وي، څنګه به ترې خوند نه اخلو، چي وايي:

د ازادۍ له زندګۍ واخله  مزې اجمله
د هغې غم لکه کوتره کړه هوا تـه خوشي

کـه څه هم شاعر ځان ته وايي، خو په دې خبره کي زموږ او شاعر تر منځ د وېـش کومـه پـوله نشتـه.

پـه دې خبره کي هر څوک هـم متکلم دی او هم مخاطـب.
هغـه درد، چي نه مو څوک  لاس ته راځي، نه مو هېرېږي او نه مو له زړه وزي.
زموږ د زړه خاموش اواز او فرياد به بې له دې بل څه وي چي ممتـاز اورکزي ويلی دی.

خدايـه چي نه خپلېږي نه ئې غواړم
خدايـه چي نـه  هېرېږي څه وکـړمـه؟
د تـللي يـار تـصوير زموږ لويـه تکيـه ده.

کله چي د يار د نشتون زوروونکی احساس او د بېلتانـه لېونی درد له حده واوړي او تـصوير ته په کتو هم سود  نه کېږي، څه به وايو؟

همدا به وايو، همدا فرياد به کوو، چي نسيم ايثار د شعر په ژبه تر ټولو ښه ويلي دي.

شپه ده او مخ ته مي پراتـه ستـا د الـبـم تصويران
نـن له کتلو  کيـسه تللې نن دي خـورم تصـويران

شاعر او ليکوال د خپل تخليق (نثر او نظم) پـه مټ موږ تـه هغـه لار ښيـي چي موږ پرې نه يو  تللي.

هغه منزلونه راته ښيي، چي ګلونـه چېرته دي او اغزي؟
چېرتـه يار او چېرته رقيب مخي ته راځي؟

خپلي هغه تجربې راسره شريکوي، چي پر دوی تېري شوي  او موږ له دې وروستـه کېدای شي ورسره مـخ شو، که ورسره مخ کېږو؛ له وړاندي به ورته چمتو يو.

دا ټول د ادب برکت دی، چي په خيالي نړۍ کي هغه څه وينو، اورو، چي په حقيقي دنيا کي ئې موږ ته اورېدل او ليدل ممکن نـه وي.

تر شعر ها خوا چي نثر ته راشو؛ لنډي کيسې، ناولونه او نور نثري ژانرونه دي، چي دلته خپل ذوق خړوبولای او دمـه کولای شو، دلته هـغـه ادبي خوند موندلای شو، چي زموږ ذهن ئې غواړي.

کـه ادبـيـات نـه وای  زمـوږ ادبي تـنـده بـه چېـرته، څنګـه او پـه بـل څـه ماتېـده؟
د ښکلا تږی ذوق به مو به څه خړوبوه؟

هغه ادبي خوند چي زموږ طبيعت، ذوق او ذهن ئې غواړي بې له ادبيـاتو ئې نور علوم راکولای شي؟

يادونه: دا ليکنه ۲۰۱۹ او ۲۰۲۲ کي هم خپره شوې وه، خو دلته ما له ځينو کمونو او زياتونو سره بيا خپره کړه.

درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب