جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+مکاره ګیدړه او چرګ| متقاعدجنرال دولت وزیري

مکاره ګیدړه او چرګ| متقاعدجنرال دولت وزیري

وایې!یوه مکاره ګیدړه او یو چرګ سره ګاونډیان وو. ګيدړې به ټول وخت د چرګ سره د ښه ګاونډي توب ژمنې کولې. چرګ به هم باور کاوه.

یوه ورځ مکاره ګیدړه ډیره وږې شوه، د خوړو لپاره يې هيڅ ونه موندل.

له خان سره يې وويل: چې په څه پلمه به خپل ګاونډی چرګ له ستوني تیر کړي.

چرګ چې د مکارې ګيدړې په ښه ګاونډي توب باور درلود، په ډاډه زړه د ګيدړې څنګ ته د تیر په څیر ورغی.
ګيدړې چې د چرګ د خوړلو پلمه لټوله، چرګ ته يې وویل: ستا پلار پاچا و که نیکه چې ښکلي تاج دې پر سر ايښي دي؟

چرګ ورته وویل: نه زه او نه مې پلار پاچایان یو خو د خدای ج ورکړه ده چې تاج يې را پر سر کړی دی.

ګيدړې ورته وویل: ښه چې داسې ده نو پلار دې ملا و که نیکه چې په دې بې وخته اذانونو مې هر سهار خوب ګډوډ کوی؟ چرګ ورته وویل: نه زه او نه مې پلار ملایان یو، خو دغه اذان هم د خدای ج ورکړه ده او بل دا زما عادي خبرې دي.

ګیدړې چې نورې پلمې نه شوې موندلای، نو چرګ ته يې وویل؟ خیر د دې چرګې سره چې پردۍ نا محرمه ده، له نکاح پرته ولې ګرځی؟ بې له دې چې د چرګ څخه د ځواب به تمه شي وویل: نو ستا سر د وهلو دي او په یوه ټوپ يې چرګ تر ستوني ورساوه.

خو بې خبر له دې چې د چرګ صاحب به موقع را وریسده او ګیدړه يې هغې دنیا ته ولیږله.

او بیا یې خپل تپي چرګ ته وویل: ګرانه! پر هغه ګاونډي باور کاوه چې کلونه کلونه ستا سره د ښه ګاونډیتوب تاريخ ولري. حرامي نه وي. د بل چا کور یې د بل په زور غصب کړی نه وي او له لوږي يې چيغي تر اسمانه نه وي رسيدلي!

چې دا کیسه په څه پورې راياده شوه؟

خدای ج مو دې د مکارې ګيدړې د مکارۍ او له بد ګاونډي وساتي.

2 COMMENTS

  1. دا طنز ډیره فراخه تطبیقی ساحه لری مثلاََ؛ د حکومتونو ګیدړ خیل هغه داسی چي ادعا کیدله زموږ د قوم جنرالان یا والیان یا رئیسان یا وزیران کم دی نو سر قوماندان اعلی به لدی نه علاوه یو مارشال هم د قومی زمبیل په سر ورکیناوه خو دا بیسواد جلالتمآبان به ټول د بیت المال او د ملت د حقوقو د غصب لنډه غر وختل ؛ حتی هغو چي اووه سوه جنرالان او لسګونه وزیران درلودل ، یوه نمونه قطعه ، یو روغ وزارت ،یو روغ ولایت او حتی یو کار آمد روغ ریاست د معارف ،ملت و نه لید .
    همداسی جهادی ګیدړ خیل چي اصل مقصد پدری یی غلا او فساد وو .
    همداسی اوسنی انحصار ،جاهلی تعصبات او کار اهل ته یی نه سپارل ؛ داخلی او خارجی ګیدړ خیلو ته زمینه سازی ده نو الله رب العزت دی زموږ ملی طلایی چرګان له ټول شر او آفت نه وساتی او خپل بهترین بندګان دِ د دی ملت خادم ساتونکی او حکام وګرځوی.

  2. ماته خو دا مکاره ګیدړه پاکستان ښکارېږي؛ خو یو توپیر یې په دې کې دی، چې دلته مکارې ګیدړې بهانې لټولې او دا هغه بلې دنیا ته ولېږل شوه؛ خو مکار پنجاب بغیر له بهانې وارونه کوي آو موږ درګرده بلې دینا ته لېږي. هېڅوک یې پر وړاندې نه شي پورته کېدلای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب