Home+ټلیفونونه مو ځولۍ ته واچوئ! | شاه زلمی

ټلیفونونه مو ځولۍ ته واچوئ! | شاه زلمی

په اوسنۍ ډیجیټلي دوره کې د اړیکو وسایل بې حده ډېر شوي او  د مخامخ خبرو، صمیمیت او خپلمنځي نږدېوالي خوند په تدریجي ډول کم شوی دی. نن سبا د یوې کورنۍ غړي ښايي پر یوه دسترخوان سره ناست وي، لیکن هر یو یې په خپل ټلیفون کې دومره ډوب وي چې د څنګ  کس له حاله نه خبرېږي. په یوه کور کې ژوند کوي، په ګډه ډوډۍ خوري. خو ذهنونه یې په بېلابېلو مجازي سیارو  کې ګرځي.
تر دې هم د اندېښنې وړ دا ده چې کله ناکله د یوه کور غړي، چې یوازې د یوه دېوال یا څو ګامونو په فاصله کې وي، د دې پر ځای چې یو بل ته نږدې شي او مخامخ خبرې او روغبړ سره وکړي، ټلیفون ورته کوي یا پیغام ورلېږي. دا یوازې د اړیکو د بڼې بدلون نه دی، بلکې د هغه صمیمیت د کمزورۍ نښه هم ده چې کورنۍ یې د مینې، باور او یووالي پر بنسټ ټینګه ساتي.
د کورنۍ ګډ مجلس یوازې ناسته نه ده؛ دا د مینې، تفاهم او سالمې روزنې یو ژوندی ښوونځی دی. په همدې ناستو او مجلسونو کې مور او پلار د خپلو اولادونو له فکرونو، اندېښنو او هیلو خبرېږي؛ ماشومان د مشرانو له تجربو زده کړه کوي او ځوانان د دې احساس کوي چې په کورنۍ کې یې غږ اورېدل کېږي او شتون یې ارزښت لري. کله چې دا مجلسونه د ټلیفونونو قرباني شي، یوازې خبرې نه کمېږي، بلکې د مینې د څرګندولو، د ستونزو د شریکولو او د خپلمنځي باور د پیاوړتیا فرصتونه هم له لاسه وځي.
که دا بهیر همداسې دوام ومومي، د کورنۍ غړي به په یوه کور کې سره اوسېږي، خو د یو بل له احساساتو، ستونزو او ورځني ژوند څخه به ناخبره وي. ماشومان به د مور او پلار د خبرو پر ځای د پردې له رنګینو انځورونو سره وخت تېروي، ځوانان به خپل دردونه له پردیو سره شریکوي او د کورنۍ د غړو ترمنځ به هغه عاطفي واټن زیاتېږي چې بېرته لنډول به یې اسانه نه وي.
البته، ټکنالوژي پخپله بده نه ده؛ بدي  هغه مهال پیلېږي چې وسیله پر انسان واکمنه شي او مجازي اړیکې د مخامخ اړیکو ځای ونیسي. ټلیفون باید موږ له لرې خلکو سره ونښلوي، نه دا چې له نږدې خلکو مو لرې کړي.
د دې ستونزې حل له یوه ساده عادت څخه پیلېدای شي: کله چې د کورنۍ او ملګرو د ګډ مجلس وخت وي، ټلیفونونه مو په یوه ځولۍ کې واچوئ! د ماښام ډوډۍ، د ورځې د پای ناسته او د رخصتیو شېبې د کورنۍ لپاره ځانګړې کړئ. د اولادونو خبرو ته غوږ ونیسئ، د مشرانو تجربې واورئ، خپلې خاطرې شریکې کړئ او د یو بل په خبرو کې هغه خوښي ومومئ چې هېڅ پرده او پیغام یې ځای نه شي نیولی.
کېدای شي د کورنۍ د یوه ماشوم یوه ساده کیسه، د مور یوه مهربانه خبره، د پلار یوه لارښوونه یا د وروڼو او خویندو یوه خندا د یوه انسان پر ژوند داسې اغېز وکړي چې هېڅ مجازي پیغام یې ځای ونه نیسي. د دغو ارزښتناکو شېبو د رامنځته کېدو لپاره باید یو بل ته وخت ورکړو؛ ځکه مینه صرف په یوه کور کې په اوسېدو نه پیاوړې کېږي، بلکې په پاملرنه، خبرو او ګډو خاطرو وده کوي.
راځئ، د کورنۍ ګډ مجلسونه بېرته ژوندي کړو. د ټلیفونونو لپاره هر وخت شته، خو د اولادونو د ماشومتوب، د مور او پلار د ژوند او د کورنۍ د ګډو خاطرو شېبې بېرته نه راګرځي. مه پرېږدئ چې یوه ښیښه ئي پرده مو ترمنځ دېوال شي او د اړیکو وسیله مو د بېلتون لامل وګرځي.
ټلیفونونه مو ځولۍ ته واچوئ؛ د کورنۍ زړونه سره نږدې کړئ! ځکه چې ټکنالوژي مو له نړۍ سره نښلوي او  د کورنۍ مینه په ګډ وخت، صمیمیت او رښتینو خبرو کې ژوندۍ پاتې کېږي.
لیکوال: شاه زلمی
نېټه: ٢٠٢٦ کال د اکتوبر ٢٧ مه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لیلا خان: تر اوسه مې د هنر ډګر نه دی پرې ایښی

خبریال: داوود جبارخېل (دوشنبه، د لړم/ قوس ۴ مه) پښتنې سندرغاړې لیلا خان په یوه تازه خپره کړې ویډیو کې ویلي چې تر اوسه...