د لوی احمدشاه باباپه کلام کي(۱)
د لوی احمدشاه بابا په کلام کي دغه راز ژباړل سوي کلمې بېخي ډېري دي. چا راته وویل چي دا خو ښه کار سوی دئ، ما په جواب کي ورغبرگه کړه چي په ښه و بدکي ئې زه څه نه وایم خو دونه خبره ده چي د کوم شاعر په کلام کي دا راز لاسوهنی وسي، دا کلام نو بیا د شاعر خپل کلام نه دئ او په لاسوهونکي پوري تړلی کېږي.
آفتاب:
لمر:
احمدشاه بابا وایي:
د سهار آفتاب راوخوت
پرې چمن کــوي زېبونه
(۱۲۷مخ)
د لوی احمدشاه بابا دېوان په لومړي چاپ (۱۳۱۹ش، پښتوټولنه) کي اول نیم بیتی “د سهار لمر چي راوخت” سره اوښتی دئ او دا اړونه بیا په هغه چاپ کي هم اخیستل سوې ده چي د مومن موحد په زیار په (۱۳۷۸ش = ۱۹۹۹ع کي د کندهار او پېښور چاپونو له گډولو څخه برابر سوی دئ. تر دې وروسته به زه لومړی چاپ په (ل) او د مومن موحدچاپ په (م) سره ښیم.
آهوچشمه:
هوسۍ سترگې:
احمدشاه باباویلي دي:
هـم په حسن ښایسته ده
آهوچشمه خوش رفتاره
(۹۶مخ)
په (ل) کي دوهمه مصرع “هوسۍسترگې زړه آزاره” ده او په (م) کي بیا “آهوسترگې زړه آزاره” ځني جوړه سوې ده.
د همدې مخ په یوه بله غزل کي بیا له “آهوچشمه گل اندامه” څخه په (ل) کي “هوسۍ سترگه گل اندامه” جوړه سوې ده او په (م) کې بیا څه گوتي په وهلي دي او “هوسۍسترگي گل اندامه” کړې ئې ده.
بل ځای:
آهــــــــــــــوچشمه گل بدنه
تل په زړونو تاخت کوینه
(۱۳۶مخ)
په (ل) او (م) کي “هوسۍ سترگې گل بدنه” دئ.
اشنا:
مین:
احمدشاه بابا وایي:
د اشنا لـــــوری دي کوم دئ
چي دا هسې تېز رفتار ځې
(۱۴۱مخ)
په (ل) او (م) کي “د مین لوری دي کوم دی” ثبت دئ.
د همدې غزل په څلرم بیت کي بیا (یار) لغت په پېښور چاپ کي په (اشنا) سره اړول سوی دئ.
بسته:
تاړه
احمدشاه بابا وایي:
د خـــــزان باد دي بسته سي
چي بلبل به سي پرې خوار
(۳۸مخ)
په (ل) او (م) کي د اولي مصرع پر ځای “د خزان باد دي تاړه سي” راغلی دئ. د کاتب دې ته نه دئ پام سوی چي (تړل) فعل د (باد) له پاره نه کارېږي، بلکي د باد له پاره (بندول) فعل سم ایسي.
بلندۍ:
هسکواله
لوی احمدشاه بابا ویلي دي:
معشوقه په بلندۍ لکه اسمان سوه
و اســــــــــــمان و ته لاس نه رسي د چا
(۲۵مخ)
د لوی احمدشاه بابا دېوان په لومړي چاپ (ل) کي “بلندۍ” په “هسکواله” باندي اړول سوې ده او دا اړونه بیا (م) هم اخیستې ده.
بهار:
پسرلی
احمدشاه بابا وایي:
د بـــــــهار وریځ ورېږي
مین بلبل په هوسېږي
(۱۶۶مخ)
په (ل) او (م) کي “د پسرلي وریځ وریږي” دئ.
دغه راز د همدې غزل شپږم بیت:
دیدن گل د نوبهار دئ
د بلبل زړه پــــر نازیږي
په (ل) او (م) کي (د نوبهار) په (د پسرلي) سره اوښتی دئ.
په پېښور چاپ کي (پر) هر ځای په (په) اوښتی دئ.
لوی احمدشاه بابا وایي:
گوره پر مخ شنه خالونه
زېب که شنه گلان زمـــا
(۳۱مخ)
په پېښور چاپ کي ” گوره په مخ شنه خالونه” سوی دئ او (م) هم اخیستی دئ.
بل ځای:
پر یوه سکونت نه که
د هر گل دئ یار اغیار
(۳۹مخ)
په پېښور چاپ کي “په یوه سکونت نه که” سوی دئ.
بل ځای:
عاشقي ده لکه غرونه پر ما باندي
د دې غـــــرونو څه طاقت دئ د بشر
(۴۰مخ)
په پېښور چاپ کي “عاشقي ده لکه غرونه په ما باندي” سوې ده.
بل ځای:
احمدشاه بابا وایي:
پر سینه پرتې قراري
د عاشق د زړه خونخواري، ریحان زلفي سنبل
(۵۲ مخ)
په پېښور چاپ کي “په سینه پرتې قراري” ځني جوړ سوی دئ او (م) هم اخیستی دئ.
بل ځای:
احمدشاه بابا ویلي دي:
چي عاشق په روڼا درومي
پر غافــــــــــــــل تیاره بلا ده
(۸۸مخ)
په پېښور چاپ کي “په غافل تیاره بلا ده” ثبت دئ یعني (پر) ئې په (په) اړولی دئ.
بل ځای:
احمدشاه بابا ویلي دي:
د اشنای دیدن باران دئ
لکه زمـــــــــکه په اوبېږه
(۱۰۰مخ)
په پېښور چاپ کي دوهمه مصرع “لکه زمکه پرې اوبېږه” سوې ده.
د همدې غزل په مقطع کي لوی احمدشاه بابا ویلي دي:
“احمد” نفس سره دعوه ده
ربه تــــــــــــــه پــــــــــر ودرېږه
(درېدل) دلته د (پلوي، ملگریت) په معنا راغلی دئ. د پېښور چاپ ترتیبوونکي ته دا لغت نااشنا ښکاره سوی دئ یا به د هغي نسخې کاتب ته نااشنا ښکاره سوی وو، چي د پېښور چاپ ترتیبوونکي استفاده ځني کړې ده، ځکه ئې د مقطع دوهم نیم بیتی ټول اړولی او”ربه ته پرې ورحمېږه” کړی ئې دئ.
بل ځای:
ولي زړه پـــــــــــــــه خبر نه دئ له رفتنه
چي دا هسي ژر تېریږي درېغه درېغه
(۱۰۴مخ)
په پېښور چاپ کي “ولې زړه پرې خبر نه دی له رفتنه” ثبت دئ.
بل ځای:
برابر مین پــــــــــــه ولي
سړی وباسي له ژواکه
(۱۰۶مخ)
په پېښور چاپ کي له”… په ولي” څخه ” پر ولي” جوړ سوی دئ.
بل ځای:
پر باړخو مي سپیني ویني د هجران له اوره ولاړې
چي د دې نیازمنو کډي پــــه ارمان له کوره ولاړې
(۱۴۶مخ)
په (م) کي “په باړخو مي سپیني ویني د هجران له اوره ولاړې” ثبت دئ.
پریرویه:
پري مخه:
احمدشاه بابا ویلي دي:
پري رویه مـــــاه پیکره
د آفتاب په څیر علیا ده
(۸۸مخ)
په (ل) کي اول نیم بیتی “پري مخه سپوږمۍ ډوله” سوی دئ او (م) هم کټ مټ اخیستی دئ.
بل ځای:
نرگس چــــشمه پریرویه
عاشقان باسې له ژونده
(۹۰مخ)
په (ل) کي اوله مصرع داسي ده: “نرگس سترگي پري مخي”. (م) هم کټ مټ اخیستې ده.
بل ځای:
خوش آهنگه پریرویه
گــوره زړه اخلي مینه
(۱۳۶مخ)
په (ل) او (م) کي اول نیم بیتی “خوش اهنگه پري مخه” دئ.
ëëë
پري چهره:
پري مخه:
احمدشاه باباویلي دي:
نازنینه پري چــــهره
ده راغلې له گلزاره
(۹۵مخ)
په (ل) او (م) کي اول نیم بیتی “نازنینه پري مخه” سوی دئ؟
ëëë
)۱( یادونه: په دغه بحث کي هر بیت ته د مخو شمېر د (لوی احمدشاه بابا دېوان مشهور په دېوان هرا) دئ.
د استاد هوتک د لیکنو دا لړۍ لومړی پلا په ۲۰۱۱ م کال په تاند کې خپرې شوې وې.