په کوټه کې د هوار د سترخوان د وروستۍ څنډې خواته کیناسته د پلو پیڅه يي تر خپل مخ راتیره کړه د خواښي له لوري مخ پټ او نورنیمه خوا مخ يي لوڅ کړ. خواښي يي د چایو چایجوش ور وړاندې کړ. او بیا يي دا خبره ورپسي سپرخی کړه. لورې زښته زیاته درشکه خوشاله یمه. الله دې نیکنامه که، د بی بییانو په ټولۍ کې حساب شي.
ـ ابۍ خداي دې تا زوندۍ لري. خدای مو دې له غمه وساتي.
ـ امین کې لورې. نن مې فقیرمحمد زوی په خوب لیده.ښایسته سپین کالي يي اغوستي وي. او راته وايي: ابۍ جاني! خماره دې خدمت کوي که یه؟ زه ورته وخاندم، بیا په خپله خندا راویښه سومه. ډیرې دوعاوې مې ورته وکړي. نو که خدای کول رابه شي، وعده خو يي پوره سوه. فقیر محمد د خماري د ژوند ملګري و. کابو شپږ میاشتي وړاندې يي د واده مراسم په داسې حال کې تیر شوي و. چې فقیر محمد په مسافري کې و. له هغه سره يي کشری ورور هم مسافر وو. دوئ دواړه په دوبۍ کې ول. خو پلار يي شیرمحمد د خپل زوی فقیر محمد، ناوې کورته راوړه.
خماره او خواښي يي په چاي خوړلو بوختي وي. ناڅاپه د سرای دروازه او وروسته هم د کوټي دروازه په زوره خلاصه شوه. شیرمحمد و. چیغه يي کړه. ما نه درته ویل: چې د دې نجلۍ تندی ښه نه ده. او ولویده. نور کلیوال هم را ورسیدل. د فقیر د مور له سترګو اوښکې وتښتیدې. له ځایه را پورته شوه. په غاړه کې يي بل مسافر زوی لاسونه ورتاوو کړه او داخبره يي تر خولې ووته، ابۍ په لاره کې جنګ و. معلومه نشوه چې د فقیر لالا په تندي له کومي خوا مرمۍ ولګیده. او شهید شو.