Homeخبرونهاروپايي ټولنه: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د خبرو له لارې...

اروپايي ټولنه: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي

تاند (پنجشنبه د تلې ـ میزان ۲۴مه)  د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر، مولوي عبدالکیبر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي «جېلس برتران» او مل پلاوي سره په کتنه کې د کډوالو اړوند او وروستیو سیمه‌ییزو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

د یاد وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د اروپايي ټولنې شارژدافیرې او د بشري مرستو د برخې مسؤلینو هم برخه لرله او دوی افغان راستنېدونکو ته د مرستو رسولو او ورستیو سیمه‌ییزو مسايلو په هکله بحث کړی دی.

اعلامیې لیکلي چې په دې کتنه کې جېلس برتران ویلي چې اروپايي ټولنې د افغان راستنېدونکو لپاره روان کال نږدې ۵۰ میلیونه یورو ځانګړې کړې دي، چې د ملګرو ملتونو د ادارو او انجېو ګانو لخوا به مصرف شي.

نوموړي په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د کار د دوام یادونه کړې او په وینا یې چې اروپایي هېوادونو د افغانانو اړتیاوو ته په پام سره خپلې مرستې ډېرې کړې دي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي همداراز د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستیو نښتو د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ ویلي چې ورته موضوعګانو بشري حالت اغېزمن کړی او راستنېدونکي یې له ستونزه سره مخ کړي دي.

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په اعلامیه کې یادې ټولنې له کابل او اسلام آباد غوښتي چې خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

بلخوا مولوي عبدالکبیر له افغانانو سره د اروپايي ټولنې له بشري مرستو مننه کړې او ویلي یې دي چې اسلامي امارت له اروپایي ټولنې او اروپايي هېوادونو سره د اړیکو پراختیا ته لېواله دی.

د کډوالو چارو وزیر همداراز په افغانستان کې اقلیمي بدلونونه او د کډوالو راتګ بشري مرستو ته د اړتیا سبب یاد کړی او څرګنده کړې یې ده چې نړۍ دې بشري مرستې نه سیاسي کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...