Home+د کاروان په شعر کې د موسیقۍ د هنر ماتم| اکبر کرګر

د کاروان په شعر کې د موسیقۍ د هنر ماتم| اکبر کرګر

د مشهور شاعر اشرف مفتون کلیات مې راواخیستل، سملاسي مې د هغه د «ستار» په شعر سترګې ولګېدې چې وايي:

مه ځه، راشه، کښېنه، واوره
سوې ساندې له ستاره

مه ځه! راشه، ځان اګاه کړه
د ستار له هره تاره

ده کې درد دی، بې‌درد زړونو کې د مینې درد پیدا کړي
ده کې غم دی، بې‌غم زړونه د خوږ غم په مشغولا کړي
ده کې سوز دی، دلسوزي ده، د سوز ډکه واویلا کړي…

تر اخیره.

شعر مې تر اخیره ولوست، خو زما ذهن یې تېر یاد ته بوتلو. هغه دا چې څو ورځې له مخه مې د پیر کاروان یو شعر لوستی و. په هغه شعر کې د موسیقۍ د آوازونو په بوده تنسته کې د انسان زګېروي، دردونه او غمونه سر راپورته کاوه.

د هغه شعر عنوان دی:

چې دا ژوند د بېرې شات شي

اورېدلې مو ټول عمر
دي ترخې ترخې خبرې
سندرماره، زما یاره!
غږوه خوږې سندرې

دا رباب او ستار څه شول؟
ولې چوپ دي، ولې غلي؟
زمونږ زړونه ورپسې دي
له پردو نه راوتلي
طبلې، ته هم ورسره شه
جادوګرې، درمانګرې…

کاروان خپله پیري کوي. هغه د خپلو مریدانو، یعنې د غمونو د سندربولو، نه له ستار او له منګي نه غوښتنه کوي چې ولې یې خپله ماضي له یاده باسلې ده؟ ولې یې خپلو کوډو او جادوګریو ته نه دي ویلي؟ ولې د وطن د انسان د خوږو غمونو او ترخو شېبو داستان نه وايي؟

شاعر په ترتیب سره د خپل احساس او عاطفې له قلمروه غږ کوي. د سندرو د جوړونکو او د سندرو له بدرګه کوونکو وسایلو پوښتنه کوي چې ولې مو آواز چوپ دی؟ ایا تاسو هم په مړستون کې یاست؟ ایا تاسو هم د سندرو او موسیقۍ غونډو، د اتڼونو او مستیو فاتحو کې ناست یاست او هلته رابلل شوي یاست؟ که داسې نه وي، نو ولې د کاروان د پیرۍ «الاهو» ته غوږ نه نیسئ؟

ګورئ، کاروان وايي او غوښتنه کوي:

هارمونیه، مړې راپاڅه
سارې ګا ما پا دا ني شه
لېونۍ نغمې دې جار شم
طوفاني شه، طوفاني شه
شنه طوطیان د شوق دې غواړي
ستا نغمې شیر و شکرې

زنګ مو وتوږه له زړونو
جار، غمجنې شپېلۍ، راشه
د وطن په سردرو کې
ژوند او مینه او نڅا شه
چې له ژوند سره پخلا شي
جینکۍ دې مرورې

د پیرانو «پیر» کاروان، د شاعرۍ او د هنر «خضر» کاروان غوښتنه کوي چې د وطن د انسان په مړو رګونو کې به تاسې کله د تحجر د ویروسونو پر وړاندې راپاڅېږئ او خپله نعره به غبرګوئ؟

هغه د سرینې له تار تاره غواړي چې بس، د تحجر ویروسونه ووژنه. په شپېلۍ هم نعره کوي. اوس هم له پېړیو راهیسې په دښتو او غرونو کې د تېرو د شپېلیو آوازونه لکه د برېښنا پړک تر غوږو کېږي. یوه ناڅاپه رڼا او روښنايي خپروي، یو راپاڅوونکی آواز کوي. ایا تاسې یې نه اورئ؟

نوره د هنر پر ضد د فرعوني او قاروني آواز خیال مه ساتئ. ټپه ستاسو د درد او غم زګېروي په خپل وجود او رګونو کې ژوندۍ ساتي. ستاسو د هېواد، ستاسو د کلي، دېرو او هوجرو یاد تازه ساتي. له هېواده لرې مساپر یادوي. هغوی چې په سمندرونو کې ډوب شول، د هغوی سانده وايي، او هغوی چې د ژوند له هر څه محروم او بې‌برخې دي، د هغوی یاد ژوندی ساتي.

راشئ او د هغوی یاد ته په خپلو پردو کې ځای ورکړئ.

پر تار تار د سرینې دې
دا لیندۍ هم شي راتېره
چې دا ژوند د بېرې شات شي
چې نه ترهه وي، نه وېره
یو زرغون سرود غږېږي
شي اوبه ورته ډبرې

چې الفت پر کېنه‌بر شي
سره یو به لروبر شي
د بنګړیو په شرنګا به
دا ژوندون شیر و شکر شي
خولې به کولپ شي د مارانو
چې په سېل راشي کوترې

چې د خدای د مستې مینې
سرودونه مو روان شي
لاروۍ تنده به ماته
د ګلونو په کاروان شي
د الهام غېږه به راکړي
ښاپېرۍ مې ده ملګرې

اوس یې وخت دی چې د هېواد د انسان خیال، عاطفه او احساس وتوږل شي، روڼ شي او له هر ډول کینې او کدورت نه پاک شي.

اوس یې وخت دی چې د هېواد انسان د ښکلا او ښایست په فکر شي، نور له مړستونونو راستانه شي، مینه، سپېڅلتیا او پاکي یې د وجود په قلمرو کې په ټوپونو شي. وحشت یې ورک شي، له وحشته بېزاره شي.

دا ټول کارونه د هنر پرښتې کولای شي. رباب ساده وسیله نه ده، هارمونیه چې «سارې ګا ما» وايي، یوازې ساده پېغله نه ده، او نه د دې لپاره ده چې لکه یوه مظلومه نجلۍ د مینې په تور په عام محضر کې په دورو ووهل شي، یا په تبرګو یې هډونه مات شي او بیا ماتوونکي جګ سر ودرېږي او په خپل وحشت او ځناورتوب ویاړي.

شپېلۍ! ته خو د دې غرونو او رغونو یوه پخوانۍ او لرغونې پېغله یې، ته ولې چوپ یې؟ ولې د تېرو د شهامت سندره نه زمزمه کوې، چې وحشي ماران نور په سوړو ننوځي او له یوې مخې د ځمکې له مخه ورک شي؟

همدا ده ستاسو د «پیر» غوښتنه.

پای

د جولای ۲۹، کال ۲۰۲۶

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

بي‌بي‌سي د افغانستان د ۲۰۲۱ کال د پېښو په اړه د «کابل» ډرامه خپروي

تاند (شنبه، د زمري/ اسد ۴ مه) د بریتانیا بي‌بي‌سي (BBC) د «کابل» په نوم یوه اروپایي ډرامه اخیستې چې په ۲۰۲۱ کال کې...