Homeخبرونهد افغان څېړونکي اختراع په نړیواله سیالۍ کې د سرو زرو مډال...

د افغان څېړونکي اختراع په نړیواله سیالۍ کې د سرو زرو مډال وګاټه

تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۲۴ مه) افغان څېړونکي فریدون فرزاد د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د ټپونو د ژر رغېدو او د داغونو د کمولو لپاره د یوې نوې ټکنالوژۍ د جوړولو له امله په امریکا کې د سیلیکان‌وېلي نړیوالو اختراعاتو په سیالۍ کې د سرو زرو مډال ګټلی دی.

فرزاد چې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د دوکتورا څېړونکی دی، د اګست په ۱۵مه د کلیفورنیا په سانتا کلارا ښار کې د خپلې اختراع لپاره دا جایزه ترلاسه کړه.

د هغه پروژه د مصنوعي ځیرکتیا او «ډیجیټل ټوین» ټکنالوژۍ په مرسته د ټپ د رغېدو بهیر په کمپیوټري ډول ښيي، څو ډاکټران او څېړونکي وکولی شي د درملنې غوره لارې وازمويي.

فرزاد او د هغه د څېړنې ډلې د ویزې او نورو محدودیتونو له امله کلیفورنیا ته سفر ونه شو کړی او په انلاین ډول یې په سیالۍ کې ګډون وکړ.

دا د فرزاد د سرو زرو دوهمه نړیواله جایزه ده. نوموړي تر دې مخکې هم په روسیه کې د یوې بلې څېړنیزې پروژې په خاطر د سرو زرو مډال ګټلی و.

فرزاد وايي، غواړي د ده بریا افغان ځوانان وهڅوي چې په ساینس، مصنوعي ځیرکتیا او نوې ټکنالوژۍ کې کار وکړي.

هغه خپله جایزه د افغانستان خلکو ته ډالۍ کړې او ویلي یې دي چې غواړي افغانستان یوازې د جګړې، کډوالۍ او بحرانونو له امله نه، بلکې د ساینس، نوښت، مصنوعي ځیرکتیا او څېړنې له امله هم وپېژندل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د استاد شپون کتابونه او زه | احمدالله مېلمه

ابا مې مازدېګر له ښاره راغی، زه په کلي کې وم. هغه له ځان سره کتابونه راوړي وه، ډېر کتابونه.. په منځ کې یې...