تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۲۴ مه) د امریکا د حکومت د تفتیش د ادارو په یوه رسمي راپور کې ویل شوي چې له ایران سره جګړې د امریکا د ځینو پرمختللو وسلو په زېرمو کې «ستراتیژیک کموالی» راوستی دی.
د امریکا د حکومت د څار ادارو د «حماسي غضب» عملیاتو په اړه لومړنی رسمي راپور د دوشنبې په ورځ، د وږي په ۲۳مه، د عامو خلکو د معلوماتو لپاره خپور کړ. په راپور کې ویل شوي چې له ایران سره په جګړه کې د وسلو پراخ استعمال «د وسلو په زېرمو کې د ستراتیژیک کمښت سبب شوی او د مهماتو د بیا برابرولو لپاره یې د دفاعي صنعت اساسي خنډونه په ډاګه کړي دي.»
د دې ارزونې له مخې، د امریکا دفاع وزارت هڅه کوي چې د وسلو د پېرلو او تولید بهیر چټک کړي، د وسلو د تولید وخت راکم کړي او د مهمو اومو موادو، پرزو او ځینو مهماتو زېرمې زیاتې کړي، څو د بېړني حالت پر مهال د وسلو تولید په چټکۍ سره لوړ کړای شي.
راپور ښيي چې امریکا د جون تر ۲۹مې، چې د چنګاښ له اتمې سره سمون خوري، پر جګړې شاوخوا ۳۳.۴ میلیارد ډالر لګولي دي. د دې لګښت دوه پر درېیمه برخه له کارول شویو مهماتو سره تړاو لري او ۳.۷ میلیارد ډالر د له منځه تللو تجهیزاتو لپاره ځانګړي شوي دي. ۷.۴ میلیارد ډالر په بېلابېلو نورو شیانو او چارو لګول شوي دي.
د امریکا دفاع وزیر پیټ هېګسېټ د جولای په وروستیو کې ویلي و چې تر هغه وخته د جګړې لګښت ۳۷.۵ میلیارد ډالرو ته رسېدلی و. اینبيسي نیوز هم مخکې د چارواکو او هغو کسانو په حواله چې د حکومت له داخلي اټکلونو خبر وو، راپور ورکړی و چې د پراخو لګښتونو په حسابولو سره ښايي د جګړې اصلي بیه له ۸۰ تر ۱۰۰ میلیارده ډالرو رسېدلې وي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ، د «حماسي غضب» عملیاتو د ارزونې له خپرېدو سره هممهاله، په خپله خواله رسنۍ «ټروت سوشل» کې ولیکل چې امریکا اوس د خپل تاریخ تر بل هر وخت ډېرې پرمختللي وسلې تولیدوي او دغه تجهیزات هره ورځ په منځني ختیځ او نورو سیمو کې امریکايي ځواکونو ته سپارل کېږي.
دغه ارزونه د امریکا د دفاع وزارت، بهرنیو چارو وزارت او د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې د عمومي پلټونکو دفترونو په ګډه چمتو کړې ده. د قانون له مخې، وروسته له هغې د دې ډول راپورونو چمتو کول اجباري شول چې د ایران پر ضد د امریکا پوځي عملیات له ۶۰ ورځو واوښتل.
د امریکا پوځي زیانونه
د راپور له مخې، د جګړې پر مهال د امریکا ۳۰ ایمکېو-۹ ریپر بېپیلوټه الوتکې له منځه تللې دي. د هرې دې لویې کشفي او بریدګرې بېپیلوټه الوتکې ارزښت شاوخوا ۳۰ میلیون ډالر اټکل شوی دی.
راپور وايي، اووه KC-135 هوايي د سونتوکو وړونکو الوتکو هم زیان لیدلی یا له منځه تللې دي. له دې ډلې پنځه الوتکې هغه مهال په سعودي عربستان کې پر ځمکه وې چې د ایران له لوري په توغندو وویشتل شوې.
د هغو الوتکو په ډله کې چې له منځه تللې یا سختې زیانمنې شوې دي، څلور F-15E جنګي الوتکې، یوه F-35A جنګي الوتکه او یوه A-10 بریدګره الوتکه هم شاملې دي.
په یوه بله پېښه کې، په عراق کې د دوو KC-135 د سونتوکو وړونکو الوتکو له یو بل سره د ټکر له امله یوه الوتکه نسکوره شوې ده.
راپور وايي، د امریکا ۱۱ پوځیان په کویت، عراق، اردن او سعودي عربستان کې په پوځي عملیاتو کې وژل شوي دي. له یوه بل امریکايي سرتېري سره یوځای چې په یوه غیرپوځي پېښه کې وژل شوی، په راپور کې د امریکايي پوځیانو د مړو شمېر ۱۲ تنه ښودل شوی دی.
پر امریکايي اډو د ایران بریدونه
د عمومي پلټونکو په ارزونه کې د ایران له خوا په منځني ختیځ کې د امریکايي پوځي اډو د بریدونو د زیانونو په اړه هم نور جزییات ورکړل شوي دي.
د راپور له مخې، د ایران توغندواو بېپیلوټه الوتکو بریدونو په کویت، بحرین، قطر، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، عراق، عمان او اردن کې د امریکا لسګونو پوځي ودانیو او تاسیساتو ته زیان اړولی یا یې ویجاړ کړي دي.
راپور په لومړي ځل په رسمي ډول تاییدوي چې ایران په بحرین کې د امریکا د سمندري ځواکونو پر اصلي لوژستیکي مرکز د بېپیلوټه الوتکو او بالستیک توغندیو برید کړی دی.
د ځینو لوژستیکي مرکزونو پر وړاندې د بریدونو شدت د امریکا مرکزي قوماندانۍ، یا سنتکام، دې ته اړ کړ چې د اکمالاتو او ملاتړ ځینې لارې بدلې کړي. دې قوماندانۍ د ځینو عملیاتو لپاره له لرې پرتو مرکزونو، د هند په سمندر کې د ډیاګو ګارسیا له ټاپو څخه هم استفاده کړې ده.
د امریکا ډیپلوماټیکو تاسیساتو زیان
د راپور له مخې، په عراق، کویت، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو کې د امریکا ډیپلوماټیکو تاسیساتو ته په مجموع کې شاوخوا ۱۸۴ میلیون ډالر زیان اوښتی دی.
تر ټولو ډېر زیان په عراق کې د امریکا تاسیساتو ته اوښتی چې شاوخوا ۱۵۷ میلیون ډالر اټکل شوی دی.
سربېره پر دې، د بېړنیو اقداماتو او د خلکو د ایستلو عملیاتو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته په شاوخوا ۱۱۳ میلیون ډالره تمام شوی دی.
د راپور له مخې، شاوخوا ۹ زره امریکايي وګړي له هغو سیمو څخه ایستل شوي چې د جګړې تر اغېز لاندې وې.
همداراز، د جګړې په لومړیو ورځو او ورپسې اوونیو کې په ټولیزه توګه له ۲۰ زرو ډېر امریکايي پوځي او ډیپلوماټیک کارکوونکي له خپلو ځایونو څخه نورو سیمو ته لېږدول شوي دي.