چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبلنډه کیسهد باروتو بوی(لنډه کیسه) لیکوال: ضربت ساد رستم خیل

د باروتو بوی(لنډه کیسه) لیکوال: ضربت ساد رستم خیل

رخصتي مې پای ته رسیدلې وه. له کوره مې پاسپورت رواخيست. نن مې تکټ ته زړه و چې بوک یې کړم. د مارکټ له دفتره راووتم. په وزیراکبرخان کې مې اریانا ټکټ پلورنځې ته د تګ اراده وه . هلته يې  هند ته د تلونکو محصلينو له پاره د ټکټ په بيه کې ٢٥ فيصده تخفيف ټاکلی و. بل دا چې دولتي شرکت و، غوښتل مې چې دا یو څو افغانۍ مې د دولت بودېجې ته لاړې شي. د کوڅې په سرکې يوه کبابي کباب پخاوه.د کباب خوندور بوی ټوله کوڅه په سر اخېستې وه. له ځان سره مې وویل چې د بېرته راتګ په وخت به دا کباب خورم. له کوڅې سړک ته (پشتونستان واټ) ووتم، خلکو يوې بلې خوا ته وارخطا کتل. یو پولیس مې وليد چې په تګ  کې چانټه اغوندې او بل يې ورپسې شاته پړی تړي. هم داسې دې فاوریاو چارهي(هغه ځای چې اوبه پورته باده وي) خواته په منده دي. زه هم دې فاوریاو خواته رهې شوم. له هغه ځای نه د وزیراکبر خان موټر ځي. د افغانستان بانک خواته دې تکسي تم ځای کې ودرېدم. یوه زړه مادل سراچه ولاړه وه. ډریور یې ډاله خلاصه کړې  او نارې وهي سرای شمالي. سرای شمالي، سرای شمالي… زه ور وړاندې شوم. د خپل د تګ ځای په اړه مې ورته وویل. خو ځواب یې منفئ وه. خلک هک پک وو،  یوازې پوليس وو  چې دیخوا او اخوا يې منډې وهلې، نور يې څوک په سور نه پوهېدل چې خبره څه ده. یوه رینجره راغله، په لډ سپیکار کې يې نارې وهلې چې هر څومره زر کیږي دا ځای خوشي کړۍ. څوک روان شول او څوک لا زما غوندې ولاړ و. فکر مې وکړ چې کوم لوړپوړی چارواکی به تیریږي. په دې وخت کې دوې نورې رینجرې هم راغلې. يوه پوليس لاوډ سپيکر په لاس پوليس ته په غوږ کې څه وویل، هغه سمدلاسه لاوډسپېکر خولې ته ور نږدې کړ او په قهرجنه لهجه يې  وویل چې فدایان دې، تښتی!!!! د موټرو غر هاری شو. د سترګو په رپ کې دا ځای خالي شو. پر سړک يواځې څو عام خلک تر سترګو کېدل،  نور ټول پولیس وو. له ما هم لاره ورکه شوه. د پښتونستان واټ(جادی نادر پشتون) خواته مې منده کړه چې مارکیټ ته ځان ورسوم د سړک منځ ته وارسېدم. یو دم ډزې شوې. ما ځان په سړک پړمخې ختا کړ. چې د يوه  پولیس غږ مې تر غوږه شو، هغه بد رد راته وويل او را ياده يې کړه چې له دې ځايه ورک شه! چا ده توپک خوله د پشتونستان واټ خواته نیولې وه او چا د  فروشګاه خواته چې د عدليې وزارت دروازه ده.  يو پوليس را مخته شو، ما او څو نورو کسانوته يې وويل چې د دېوال خواته منډې کړی. په سترګو مې تياره وه، دېوال ته نا رسېده يوه وياله په مخه راغله، ترې ټوپ مې کړل او ځان مې په يوه ساه دېوال ته ورساوه.  هڅه مې کوله چې په مارکيټ ننوځم، د دیوال هغه کونج ته په خاپوړو لاړم ، چې د پشتونستان واټ خواته و . دا مارکيټ ته د رسېدو نږدې  لاره وه. يو ځای مې شاته وکتل، څلور کسه را راون وو، څوک چې په مخه ورتلل، ويشتل يې. يو وارخطا سړی له موټره راکښته شو، ډزې شوې، ځای پر ځای ولوېد. له دې سره به د الله اکبر ناره پورته شوه.

د پوليس ناره مې واورېده:

سړک ته منډه کړه!

 زما هم ویره په زړه راننوته.بیرته د دیوال تر  نیمایي پورې  په خاپوړو راغلم. د دیوال له هغه بل خوا یوه هلک په ژړغونې غږ ویل چې ازی طرف هم میایه( له دې خوا هم رارون دې) نور نو دې ګوليو باران شو.ما هم ځان په دېوال پورې سرېښ کړ. نور پولیسان هم راغلي وو. یو پولیس مونږ ته نږدې د ټرافیک د غورفې شاته پت و. له هم دې ځایه به يې يو يو ډز کاوه او مونږ ته به يې د لاس په اشاره ډاډېینه را کوله.  يو درب شو توره لوخړه هوا ته پورته شوه.ما په پښه کې درد احساس کړ. چې لږ رڼایي شوه نه د ترافيک غورفه پر ځای پاتې وه او  نه هم پوليس. د ترافیک غورفه یې په راکټ ویشتې وه. خپلې پښې ته مې وکتل د غرفې یوه وړه دړه (تخته) په کې ننوتې وه او وینې ترې راونې وې. ډزو نور هم زور واخيست. نور پولیس هم راغلي وو. د ټوپکونو له خولو يې اورونه بادېدل. هیڅ لاره نه وه مرګ مې به سترګو لید. هره خوا په وينو لړلي پوليس پراته وو.نور پوليس لا جنګېدل. یو دم مې اخخخ له خولې را ووت. درد مې احساس کړ، له ډیره درده  مې سترګې پتې پتې کیدې،  د اوبو شړ شو،  په مخ مې ولګېدې او په حال راغلم. سترګې مې رڼې کړې، زما په بدن کې د لرګې ننوتې ټوټه د يوې نجلۍ په لاس کې وه، نجلۍ له رنګه هزاره وو ته ورته وه، خو هغې پښتو ويله. د ښوونځي کالي يې په غاړه ول او د کتابونو بکسه یې د زنګنو پر سر ایښې وه. په  مهربانه غږ یې وویل چې ستا له پښي ډیرې وینې روانې وې او دا کار مې ناڅاپې ځکه وکړ چې  لرګی ډېر ژور ننوتی و ، که وېښ وای، نو د لرګي ايستل دې نه شوای ذغملای، نجلۍ بخښنه وغوښته، ما هم د سر په خوځولو پوه کړه چې مهمه خبره نه ده. خو زړه مې سستي راکوله او له پښې مې وينې روانې وې، نجلۍ خپلې بکسې ته لاس کړ، دې غوښتل چې د ټپ د تړلو له پاره څه پيدا کړي ، خو په بکس کې له کتابونو پرته بل څه نه و. وروسته يې له خپل ټکري يوه نرۍ تراډه وايسته او زما د پښې زخم يې پرې وتاړه. خو له  اخیري غوټې سره مې اخ کړل او دېوال ته مې تکیه ووهله.زړه مې سستي راکوله، د پوليسو خواته مې وکتل، ډزې لا روانې وې. نجلۍ مې په اوږه لاس کېښود، ور ومې کتل، د اوبو بوتل يې راته نيولی و.  د سترګو په اشاره يې راته ویل چې اوبه څښې. ما هم  د سره په خوځولو د هو ځواب ورکړ، .بوتل مې په سر واړا وه. زما په سترګو هم رڼا شوه. چې بیرته مې بوتل ورکړ نو په بوتل کې لږ اوبه پاتې وې، نجلۍ څه ونه ويل، يواځې موسکۍ شوه، پوليس د وزارت د دروازې خواته ور نږدې کېدل. دوی وزارت ته ننوتل، خو د پښتونستان د څلور لارې خوانه لا ځينو پوليسو مورچې نيولې وې او مخامخ يې ډزې کولې. ما چې خپلې پښې ته وکتل سپین پرتوګ مې په وینو سور و. د يوه پوليس را پام شو، يو بوتل يې راوغورځاوه، بوتل د نجلۍ پښو ته نږدې ولوېد. نجلۍ بوتل ماته ونيو، ژېړ رنګه اوبه پکې وې،  پر سر مې واړاوه، په بدن کې مې د پياوړتيا احساس وکړ، بوتل مې بېرته نجلۍ ته ونيو، هغې زموږ تر څنګ يوه وارخطا ماشوم ته ورکړ، ماشوم دوه درې غوړپه اوبه تر ستوني تيرې کړې، بيا يې هغه بل فارسي ژبي ځوان ته ونيو.  ناڅاپه يو ځل بيا ډزو زور واخيست، پوليس بيرته شاته شول، يو  څو يې تر رينجري پټ شول، له هماغه ځايه يې ډزې کولې. تمه مو ختلې وه، ځان مې په ژوندو کې نه حساباوه، يواځې دعاوې راپاتې وې. ځانونه مو نور هم دېوال ته ورنږدې کړل، ځای ښه و، مرمۍ نه راتلې.

درز شوړ رينجره ولګېده، پوليسو چيغې کړې، دوی د کلاشينکوفونو خولې د وزارت د بام خواته ور واړولې، اوتومات ډزې اورېدل کېدې. کومه مرمۍ چې به دې بام په څنده لګېده، خاورې او د پلستر ټوټې زموږ پر سرونو را توېدې.  وخت ووت، د بام پر خوا ډزې غلې شوې، بېرته مو دېوال ته ډډې ووهلې. ژوند ته مو تمه پيدا شوه، نجلۍ ته مې وويل:

دا څنګه خلک دي چې په ځانونو پورې بم تړي،  هم ځان وژنې او  هم نور بيګناه انسانان.

نجلۍ غلې وه.

ومې ويل:

 تر دې دمه مې يواځې په فيلمونو کې ليدلي و چې يو څوک څنګه پر يوه ځای حمله کوي او په ځان پورې تړلي بمونه الوزوي. خو اوس مې په سترګو وليدل.

په دې وخت کې يوه پوليس را غږ کړل:

جګړه لا نه ده ختمه ، دېخواته راشی.

 مونږ چې ځانونه منډې ته تیار کړل چې یو دم درب  شو چې د ورزات دننه کوم فدای ځان ولوځاوه. ورسره  د الله اکبر نارې شوې. بیا ډزو زور واخیست. موږ بېرته دېوال ته غلي کېناستو. شيبه وروسته ډزې کمې شوې، په خاپوړو مو ځانونه تر ويالې پورې ورسول، پوليس چيغه کړه چې زما اشارې ته ماتله شی، ناڅاپه  يې د منډې راته وويل، خو زما پښې درد کاوه، نجلۍ تر مټ ونيولم، موږ لا څو ګامه نه و تللی چې هغه دري ژبی هلک ړنګ شو،  ور ومې کتل، له ګېډې يې سرې وينې روانې وې، نجلۍ مې تر لاس را کش کړه، هغه ولوېده او سر يې د ويالې پر سيمټ ولګېد.  هغی ته مې وکتل، سترګي يې سپينې راختلی وی، نجلۍ بېهوښه وه. هلک ته مې وکتل، کولمې يې راوتلې وې، په سترګو مې تياره راغله، ويالې ته ور ړنګ شوم او په  تورو بويناکه خټو کې ولوېدم. نجلۍ مې تر وليو ونيوله، هغه مې هم ويالې ته راکش کړه، دواړه په خټو کې نه ښکارېدو. د الله اکبر چيغې او ډزې ورور ورو رانږدې کېدې.. دوو پرله پسې زورو چاودنو د لښتي خټې وخوځولې، په پزه او خوله مې د باروتو بوی ننوت، شيبه وروسته يو چا تر لښتي ټوپ کړل، ما يې اوږده لمن او په لاس کې نيولی کلاشينکوف وليد. په غوږو کې مې بنګهاری و، زړه مې بد بد کېده، يو زورور درب مې واورېد، نور په ځان نه پوهېدم، غوږونه مې ډب وو، ګډوډ وارخطا غږونه مې اورېدل، په سترګو مې زور راووست، نه کېده، نور مې هيڅ هم نه اوردېل، يو وخت چې مې سترګې پرانيستې ، تر پښې مې سپينې ټوټې تاو وې، زه په روغتون کې وم، ډاکټران يوه، بله خوا ګرځېدل.  د ژړا غږ مې واورېد، څنګ ته مې وکتل، مور مې وه، ورو ورو يې ژړل. ورو مې وويل:

مورې، ښه يم.

يو دم يې راوکتل، را باندې را پرېوته او په غېږ کې يې ټينګ ونيولم. دواړو تر ډيرو وژړل. پلار مې هم راغی، اوس نو د د دوو کسانو پر ځای دريو کسانو ژړل.

موږ تر ډيرو اوښکې تويې کړې، بيا مې مور او پلار له کوټې ووتل. سترګې مې پټې کړې، خو يو وخت مې پر لاس تود لاس کېښودل شو، ور ومې کتل، هماغه نجلۍ وه چې په جنګ کې يې له ما سره مرسته کړې وه.

د نجلۍ پر ټنډه سپينه ټوټه ښکارېدله، موږ تر ډيره کېناستو، نجلۍ  وحيده نوميده او د دولسم ټولګي زده کونکې وه، لويه هيله يې دا وه چې ډاکټره شي.

 وروسته يې د تګ اجازه وغوښته، خو له دروازې بېرته راوګرځېده، راغله او زما تر څنګ ودرېده، ورو يې وويل:

مننه چې زما ژوند دي وژغوره!

په خندا مې وويل:

خو دا ته وې چې زما له پښې نه دي لرګی وايسته او په سخته کې دي مرسته راسره وکړه.

نجلۍ په خندا وويل:

خو که تا تر لاس نه وای کش کړې او  په لښتي کې دي نه وای اچولې، اوس به دلته نه وای.

دا يې وويل او له کوټې ووته.

زه يواځې پاتې شوم، خو دې يواځيتوب ډير دوام ونه کړ، کوچيني ورور مې راغی، لومړی يې ښکل کړم او بيا يې يوه پلاستيکي خلطه راته ونيوله. ورو مې وويل:

څه دي؟

کباب

کباب..؟

ورور مې په خوند وويل:

پوهېدم چې دا کباب خوند درکوي، په دې اړه دې پخوا هم راته ويلي و.

ومې خندل او هغه مې په غيږ کې ونيو.

پای

1 COMMENT

  1. ساد صاحب په ریشتیا هم چي ډیره ښکلي کیسه ده او یو ښه تصویر لری
    او خدای دی وکړي چي زمونږ خوږ او ګران هیواد حاد او اباد شي
    او تاته دی پاک الله تعاله دي نور توفق درکړی چي دادي ټوټي ټوټي هیواد
    ته د خدمت جوګه وګرڅي .
    ساد صاخب دادي کیسه د لوستلو سره هم زما د سترګو نه اوښکي بهیدلي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب