دوشنبه, مې 6, 2024
Homeټولنیزساهره شريف، په مېرمنو کې سړى

ساهره شريف، په مېرمنو کې سړى

داد محمد ناوک_ پکتيکا

انسان تل هڅه کړې، چې د خپل پايښت لپاره منډه وکړي، دا يوه فطري غريزه ده، کله کله يې يو څوک دا دليل راوړي، چې په ګڼ تياره ځنګل کې د غار په خوله کې ليوه ته ګير ښکاري ، ځکه بيا هم د ځان ژوندي ساتلو هڅه کوي، چې اولادونه به يې پاتې شي؛مګر دا ځکه سم دليل نه دى، چې يو بېخې يوه ځرى څوک هم نه غواړي خپل پايښت په خپله خوښه له لاسه ورکړي. نړۍ ته راتګ له نړۍ سره د زړه تړلو پر مانا دى، د دومره زړه تړلو چې آن جنت درته وګټي.

په انساني ټولنه کې موږ له نورو بېخې بېل يو، زموږ تر منځ بېخې عامه شوې ده،کل چې (نور) وايو، ذهن مو اروپا ته ځي، هغه خلک ګوري، چې په مريخ کې ګرځېدونکې سياره څاري، خو زه زموږ ټولنه له هغوى بېله بولم،چې هلته ښځه پر ښځينه توب سربېره پردې توانېدلې چې هم ښځه وي، هم مور، هم خور، هم فرهنګي، هم داعي او هم مبارزه. زموږ مېرمنې له زينب الغزالي سره ځکه توپير لري، چې دهغوى غوندې سړي يې تر مخ نه دي.

ځکه خو موږ کار د سړي ګېڼه ګڼو او کور د ښځې هميشنى ناستځى. دلته مو که څوک محاکمې ته کش کړي، ممکن خپل پلرنى اصل ورته ووايو:د ښځې يې د سړي په کارو څه؟

دا به ځکه له هماغه ذهن سره مناسبه وي، چې ښځې رښتياهم توره کمه کړې او دغه کمه توره يې هم له سړي په بغاوت کړې، کنه هغه خو دغه فرصت هم نه ورکاوه،نو زموږ په ټولنه کې د ښځې کمزورې د سړي په محاصره کې ده، مګر سړى يې ځکه نه مني، چې: خپل عيب د وليو منځ دى.

ممکن سرليک چاته خوند ورنه کړي؛ مګر زه له کلي غږ درکوم، هغه کارونه چې په کابل کې يې مېرمن شريف کوي، زموږ په کلي کې يې سړي هم نه شي کولاى او دغه پرتله ځکه کوم، چې دلته لاهم هغه ذهنيت حاکم دى، چې:

(ښځه يا د کور ده ، يا د ګور)

ساهره شريف په خپل فرهنګي فعاليت ثابته کړه، چې مورهم يم، د کور هم يم، د بهر هم يم؛مګر د ګور نه يم،ځکه ژوندۍ يم ، ژوند کوم او تاسې يې ګورئ.

د مېرمن شريف، له خوا د مېرمن ادبي بهير فعال ساتل د هېواد په سطحه د ښځينه فرهنګي چوپتيا لړۍ ختمه کړه او د هېواد له ګوټ ګوټه يې داسې استعدادونه وروزل چې که د مېرمن شريف شاباسى ورسره نه واى، ممکن همالته وچ شوي واى.

دا خبره بېخې تکراري شوې، چې ټولنه دوه وزرې لري،نر او ښځه. که هر وزر کومه نيمګړتيا ولري، نو د ټولنې ډانچې ته تاوان رسولاى شي. دغه دوه وزرتوب په هراړخ کې اړين دي، په فرهنګي برخه کې هم که ښځينه قشر کار ونه وکړي، نو فرهنګي ټولنه به مو عيبي وي:

غزلې د ځوانانو به څه و کړي غزونې

کاروانه چې خپاره نشي دنجونو کتابونه

د ژوند په هر ډګر کې ښځه دسړي يوه تکيه او په ضمن کې يوه سياله ده، ځکه خو که دغه تکيه په فرهنګي برخه کې هم راسره ملګرې شي، يا يې هم په فرهنګي برخه کې سياله کړو، نو فرهنګي يون به مو په يو سالم رقابت بدل شوى او بيا خونو موږ پښتانه يو…

ما ته د ساهره شريف په وياړ دغه ناسته ځکه مناسبه ښکاري، چې زه له يوې داسې ټولنې دغه کرښې درلېږم، چې لاهم ښځې له ښځو مخ پټوي، چې هيڅ اسلامي اصل نه دى، نو له دغسې يوې ټولنې نه هاااااااالته لري، په کابل کې يوه ښځه، ښځې راټولوي هغوى ليکنې کوي، کار کوي او زه له دې ځايه ورګورم، زړه مې غواړې د سروزرو مجسمه ېي جوړه کړم.

تاسې يې راسره منئ؟

په درنښت

4 COMMENTS

  1. ډېر افسوس چې یو لوستی هغه هم لیکوال له ښځې څخه نر اوچت بولي. او فکر کوي چې ښځه ښه کار یا مېړانه کولی نه شي او که یې کوي، نو هغه به نرینه وي، دا زموږ د ټولنې جهالت دی چې ښځو ته چانس نه ور کوو. که نه زموږ ډېرې مېرمنې د پرمختللې نړۍ په څېر نوښت کولی شي. هیله ده په راتلونکي کې یوه وړ او لوستې ښځه د ښځې په معیار وتلل شي د هغې لپاره باید معیار نرینه نه وي.
    لیکواله خپه هم نه شې.خدای دې لره!

  2. Salam To Author,
    You title is very degrading. I did not even felt to read what you are saying about this lady. All these damaging GENERIC terms should be eliminated from our common or academic use of language. It is just sad to call woman a man because she did something good… Woman is an individual like man, but she cannot become a man by doing something better. Man is NOT a standard to measure a woman’s quality or character…

    W-sallam,

    Mullah Habib

  3. اسلام علیکم نور بیان ته ډیر ضرورت نشته په ډیرو کی در سره موافق یم خو رښتیا هم په نن زمان او حالاتو کی بلکل ښځینه د نارینوو سره په هر ډګر کی په پوره ډول وڼډه اخیستی خو زما په نظر د تعلیم په برخه کی تر نارینوو ښځینه ډیر رول لوبولی شی ځکه ښځینه د اولاد د ښه روزلو په برخه کی تر نارینوو نه په اول قد م کی رول لری ځکه ښځینه ته د مور لقب ورکړل شوی او د مور غیژ اولینه مدرسه مکتب دی نو که چیری مور ښه تعلیم ولری نو مور خپلی کورنی ته خپلو اولادو او ټولی معاشیری ته هم معلم دی هم ډاکتر دی او داسی نور.ستاسو په ډیره درناوی

  4. له ناوک صیب څخه مننه ښه مقاله یی لیکلی ناوک صیب نه یوازی په لیکنو بلکی په عمل کی هم د طالبي ځناورتوب ضد دی
    ځکه د پښتنو په سیمو کی د جګړه مار طالب له لاسه پښتنی میرمنی په کور کی ساه نه شی ایستی دا طالبي وحشت به د پښتنو په سیمو کې تر څه وخته وي د آی ایس آی ګوډاګیانو طالبانو موږ له سیالانو پاته کړو موږ یی پیړﺉپیړۍ شاته کړو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب