جمعه, دسمبر 13, 2024
Home+د کیسو، د کیسو د کتابونو او کرکټرونو نومونه/ اجمل پسرلی

د کیسو، د کیسو د کتابونو او کرکټرونو نومونه/ اجمل پسرلی

ما خپلو یوشمیرکیسو ته هغه مهال عنوان ټاکلی دی چې په انټرنټ کې مې خپریدو ته لیږلې دي. په دې وخت کې مې یو ځل کیسه له سترګو تیره کړې ده. کله ناکله له چورته پرته عنوان په لاس راغلی دی،  ښایي علت یې دا وي چې د کیسې تر لیکلو وروسته مې هم عنوان ته فکر کړی او بیا ګومان کوم له حضوري ذهنه پرته په غیابي ذهن کې انسان بوخت وي او چې موضوع ته بیا څه ځنډ وروسته ورستنیږي ذهن ته ناڅاپه څه راشي.

پخوا مې دې ته پام کاوه چې د کیسې سرلیک مې یوه کلمه وي اوس ذهن په خپله دغسې اعیار شوی دی چې کیسې ته یو لفظ عنوان ټاکي. ځینو دوستانو راته لیکلي دي چې ولې مرکب نوم نه غوره کوم؟

 دا پوښتنه په ځای ده ځکه چې تر یوې کلمې په دوو کې د افادې توان زیاتیږي، خو زه په کیسه کې هم غواړم چې د کلماتو په استعمال کې اسراف ونه کړم او په ( المبذرون) کې شمار نه شم.

عجبه دا ده چې کله مې د کیسو کتاب چاپ ته چمتو کړی دی او فهرست مې برابر کړی دی، ورپام شوې مې دي چې د ځینو کیسو نومونه سره یو شانته دي، بیا مې هغه وخت بدل کړې دي چې دا راته ښه نه ښکارې.

ښایي غوره سرلیک دا وی چې له ټولې کیسې اخیستل شوی وي. که د کیسې اصلي موضوع کومیډي وي، تراژيدي وي، هرڅه چې وي ښه به دا وي چې کیسې ته داسې عنوان وټاکو چې له اصلي پیښې سره ډير سر خوري؛ داسې چې هم د معنا له پلوه او هم د اهنګ له اړخه سم وي. که پيښه رومانتیکه وي هغه عنوان ممکن ښه وي چې یو ډول موزون وي، درانه توري پکې نه وي یا لږ وي، ښکاره واولونه پکې زیات وي.

ځیني وخت لیکوال ته د کیسې یوه صحنه چې تر ټولو مهمه وي عنوان ورکوي. مهمه صحنه هغه ده چې پر ټوله کیسه یې جوت اثر شته یوازې یې د دوو صحنو ترمنځ ارتباط  نه دی ټینګ کړی.

د کیسې مهم شی هم د عنوان لپاره انتخابولی شو لکه د اسد الله غضنفر د سپینې پیشو په کیسه کې چې همدې پیشو د کیسې درې اصلي کرکټرونه حاجي عبدالروف، سلطان پهلوان او ډاکټر ویرولي دي. د سپیني پیشو د عنوان په څیر د فرانسوي لیکوال ګي دو مو پاسان( ۱۸۹۳مړ) د غاړګۍ په نوم کیسه کې اصلي کرکټره میرمن لوزیل یوه غاړګۍ دومره سرګردانه کوي چې له پيژندلو وځي، د دې د خاوند د ژوند مسیر هم همدا غاړګۍ ټاکي او د ورکې شوې غاړګۍ د اصلي څښتنې میرمن فورسیته معلومات د همدې غاړګۍ په اړه کیسه بشپړوي.

ځیني عنوانه بیا په کیسه کې له یوې مهمې پیښې په الهامي ډول رااخیستل کیږي، مثلا په کیسه کې له هغې وړې پیښې چې کرکټر پکې بدل شوی، یا له هغې پيښې چې د کیسې سرعت یې د پای په لور زیات کړی دی. دې ټکي ته ښایي د لیکوال هغه وخت ډیر ورپام شي چې د کیسې تر لیکلو وروسته د دوهم ځل لپاره کیسه لولي.

یوشمیر لیکوال د کیسې د یوه مهم کرکټر نوم د عنوان لپاره غوره کوي. که چیرته دا نوم یوه تضاده معنا لري ممکن په زړه پورې وي، لکه د قاتل کرکټر نوم چې رحیم وي، د کنجوس کرکټر نوم سخي وي، خو د دې عیب دا دی که تکرار شي ژر کلیشه کیږي. د دې لپاره چې له دې کلیشې ځان وساتو داسې چم کولی شو لکه ستر لیکوال انتوان چخوف(۱۹۰۴ م مړ) چې خپلې یوې کیسې ته د « خوشالي» نوم ورکړی دی. دا کیسه داسې ده چې د نیمې شپې خواته د دمیتري کولداروف په نوم د کور مشر زوی د پلار و مور اپارتمان ته ورځي یوې کوټې ته سر ورښکاره کوي، بلې ته سر ورننباسي، بیا د ده د خوشالي خبرې د کور ماشومان راویښوي او دی همدا یوه خبره کوي چې په ټوله روسیه کې مې اوس خلک پيژني. په دې کیسه کې اصلي کرکټر کولداروف له جیبه ورځپاڼه راباسي، پلار ته یې نیسي چې د ده په باره کې لیکل شوی مطلب په لوړ غږ ولولي. په دې لیکنه کې چې د شنه قلم کرښه یې ترې چاپيره تاو کړې ده پکې راغلې دي چې کولداروف نشه و، د یوه اس له پښو سره لویدلی، اس تور خوړلی، په بګۍ کې د استپان لوکوف په نوم مشهور سوداګر ناست و، اس دې خوا هاخوا ځغاستلي اخر چوکیدار مهار کړی، کولدارف بې هوشه شوی، هلته یې د پولیسو دفتر ته وړی، ډاکټر  معاینه کړی، سړی په څټ کې لګیدلی خو ډير نه دی ژوبل شوی…

 کولداروف له پلاره ورځپاڼه کشوي، وایي چې پلاني ته به ورشم، پلاني ته به یې هم ورښکاره کړم او په منډه منډه له کوره وځي».

په دې کیسه کې له سره تر پایه د کولداروف خندا ده، د خوښۍ احساس دی او هیجان دی خو  په ورته وخت کې خبره برعکس ده، کرکټر هم خوږ شوی، هم دوسیه ورته جوړه شوې او هم یې د کورنۍ غړي په نیمه شپه کې بې خوبه کړې دي، نو خوشالي له کومه شوه.

په لنډو کیسو کې یوه جالبه جمله هم کیدای شي چې عنوان شي، لکه زموږ یوشمیر شاعران چې د شعرونو له یوه بیته یوه مصراع د کتاب د نوم لپاره غوره کوي، خو په دې برخه کې د شعر مصراع موزونه وي په ذهن کې پاتیږي او د کیسې نوم که لږ موزون نه وي یا لږ رالنډ نه وي له ذهنه وځي.

زما په باور کله ناکله عنوان کیسه بشپړوي، یعني عنوان پر کیسه یوڅه ورزیاتوي او له لوستونکي سره مرسته کوي چې د کیسې په پای کې په کیسه سم پوه شي.

 په سیبمولیکو کیسو کې یو نیم وخت د سیمبولیکې  کلمې د تکرار اړتیا وي چې هغه وخت لیکوال کولی شي چې همدا لفظ د تکرار لپاره عنوان ته انتخاب کړي. ارنست همینګوی« په باران کې پیشو» Cat in The Rain په نوم کیسه کې دا چم کړی دی.

کیسه د دوو امریکایانو ده. سړی جورج نومیږي له خپلې میرمنې سره په ایتالیا کې په هوټل کې دیره دی. یوه ورځ سخت باران وریږي، میرمن د هوټل د خوني له کړکۍ بهر ګوري، هلته پيشو تر میز لاندې له بارانه د پناه اخیستو هڅه کوي. دا غواړي چې ورشي دا پیشو راوړي. جورج په تخت باندې ناست دی، کتاب لولي. ښځه بهر وځي، د هوټل خدمتګاره چترۍ وروړي چې لنده نه شې، کله چې د جورج میرمن له چترۍ سره بهر وځي پيشو تللې وي. ناهیلې د هوټل خونې ته ستنیږي خپل میړه ته وایي چې پیشو غواړي، نورو شیانو ته یې هم زړه کیږي، غواړي چې پسرلی راشي او نوې جامې واخلي. جورج خپل کتاب لولي د دې په خبرو غوږ نه ګیروي.

(په باران کې پیشو) په حقیقت کې یوازې پيشو نه ده دا پيشو سیمبولیکه راغلې ده د  جورج د میرمنې هیلې دي چې په عنوان کې هم سیمبولیک لفظ ځای شوی دی.

د ښه سرلیک لپاره پکار دي چې د همینګوې د کیسې په څیر شاته بله معنا ولري او هغه هم له کیسې پردۍ نه وي. کره کتونکي د ښه عنوان لپاره یو شمیر نور وړاندیزونه هم لري:

چې کلیشه نه وي

لوستونکی ته په زړه پورې وي

په ذهن کې پاتې شي

اسانه ولوستل شي

تکرار نه وي

کله چې د کیسې پیښې په تیرې زمانې کې پیښیږي، د مکان نوم ممکن یوه نستالجیا د لوستونکي په ذهن کې وپنځوي، که زما د کیسې نوم بالاحصار وي، پیښې د امیر عبدالرحمان خان د زمانې وي او بالاحصار په کیسه کې نقش ولري نو ممکن لوستونکی یې ښه درک کړي.

د کیسې د عنوان د انتخابیدو لپاره یوه لار ښایي دا وي چې کیسه لیکوال د یوې کیسې اصلي ستونزه له ځان سره بیله په لنډو ولیکي او له هغې کیسې ته عنوان پيدا کړي. یوشمیر کره کتونکي بیا دا وړاندیز کوي چې کیسه لیکوال دې په سرلیک کې د لوستونکو یوه پوښتنه چې په کیسه کې شته ځواب کړي.

که چیرته پیښې ګړندۍ وي هغه عنوان ممکن ښه وي چې خوځنده وي، لکه فعل او مصدر، ځکه چې اسم یوازې تصویر راکوي او فعل د تصویر ترڅنګ زمان زموږ سترګو ته دروي. مثلا د کتاب کلمه زموږ ذهن ته یو تصویر دروي چې له کاغذونو جوړ شوی، په منظم ډول قطع شوی، پوښ یې غالبا لږ ډبل دی او په سر باندې یې څو لفظونه لیکل شوې دي. ( لوستل) موږ ته همدغه د کتاب د کلمې د ټولو تصویرونو تر څنګ یو کرکټر راښکاروي چې کتاب یې په لاس کې دی، د دې کرکټر سترګو، خولې، د لاسونو حرکتونو او د پښو خوځیدو ته مو هم ښایي پام شي، ممکن داسې هم اټکل وکړو چې چای ورته ایښی دی. نور خیالي تصور بیا ممکن د لوستونکي په ذهن کې هغه مهال وغوړیږي چې کله کیسه لولي.

ښکاره سرلیکونه د کیسې تلوسه وژني. دا هغه عنوانونه دي چې د کیسې تر اخره پرله پسې له تغییر پرته کرکټر راښکاره کوي، لکه « بدعمله»، « بدقسمته». ښکاره لږ اوږده عنوانه بیا موږ د کیسې له پایه د کیسې په پيل کې خبروي، لکه « هغه به راشي»، « هغه یې ایکي یو زوی و»، یا « د اختر د شپې شهید».

هغه کیسه چې پوښتنې پيدا کوي، له پوښتنې ډک عنوان ښایي ورته ښه وي. د معاصر اسراییلی لیکوال ایتګار کیریت د یوې کیسې نوم دی« څوک ملامت دي؟» د دې کیسې په پیل کې ناروغ کرکټر له ځانه پوښتنه کوي:« که انسان مري دغسې حالت به یې وي…» ایتګار کیریت چې ځانګړی سبک لري د صحنو په منځ کې په دې کیسه کې مداخله کوي او د کرکټرونو تر ټکر لاندې لیکي:« دا کیسه د ده نه ده».  وړاندې د بل کیسه شي د هغې لاندې هم همدا جمله لیکل شوې چې دا کیسه د ده نه ده. په دې ډول صحنه په صحنې پسې راځي او د کیسې په پای کې لیکوال څرګندوي چې دا د ده خپله کیسه ده.*

هغه لیکوال چې له څو الفاظو عنوان جوړوي کولی شي چې له کلماتو سره لوبې وکړي، مثلا د انګلیسي ژبې یوه کیسه مې لوستې وه، عنوان یې و« مه وژنه، مه خوره» د یوې بلې عنوان و« بس دوه ځله ژوند کوې». د اسد الله غضنفر د یو تیر اور ایرې په ټولګه کې د « یو بل وخت یو بل ځای» عنوان تل زما په یاد وي، ښایي علت یې دا وي چې په لنډو یې د ټول داستاني ادب دوه اصلي عناصر، زمان او مکان سره په دې سرلیک کې پییلي دي. د همدې ټولګې یوه بله کیسه چې کتاب یې هم په نوم دی « د یو تیر اور ایرې» نومیږي د دې کیسې کمال دا دی  چې کیسه د داسې ایراني کرکټر ده  چې درویشت کاله مخکې یې د ځواني څو کلونه په امریکا کې له انډیوالې سره تیر کړي دي، اوس په ایران کې په یوه اپارتمان کې له خپلې میرمنې سره ژوند کوي، هاغه وخت بیا بیا ورپه زړه کیږي، زړښت او دیني جذبه یې هڅوي چې تیره زمانه هیره کړي خو تللې زمانه کله له خپلې میرمنې سره په ټوکو ټوکو یادوي او دا زړه هم نه کوي چې بشپړ حال ووایي په دې ډول د کیسې تر پایه په عنوان کې یادې شوې ایرې نه سړیږي.*

که څوک هر وخت  یوازې د مشخص مفهوم لپاره کیسو ته عنوان ټاکي ممکن  لوستونکی په دې راز پوه شي چې له سرلیکه د پيښې معنا ترلاسه کړي چې دا عیب دی؛ د همدې لپاره کله د سیمبول لپاره، کله د پيغام په خاطر، کله د کیسې د بشپړتیا لپاره، کله یوازې د لوستونکي د جذبیدو لپاره، کله د یوې مهمې صحنې لپاره، کله د یوه کرکټر لپاره، کله د مکان لپاره، کله د زمان لپاره، کله د ټولې کیسې د محتوا لپاره، کله د انجام لپاره ..سرلیکونه ټاکل کیږي، خو هیڅ سرلیک د کیسې له محتوا پردی نه وي او چې څومره یې لکه مالګه په خوړو کې د دیګي هر کونج ته خوند تللی وي، مزه یې همهغومره زیاتیږي.

که د هر هدف لپاره کیسو ته سرلیک غوره کوو، دقت ورته پکار دی ځکه چې ډير کله دا خبره کیږي چې د کیسې لومړی پارګراف باید لوستونکی جذب کړي چې کیسه تر پایه ولولي، خو تر دې پارګراف مخکې  هغه دروازه چې ټولې کیسې ته پرانستل شوې، هغه عنوان دی.

د اوږدو لنډو کیسو او ناولونو سرلیکونه هم همداسې غوره کولی شو لکه د لږ لنډو کیسو خو په دې کیسو کې له یوې وړې صحنې یا غوټې عنوان نه شو استنتاجولی، ځکه چې د اوږدو کیسو او ناولونو پلاټ پراخ وي. په دې کیسو کې ښایي ښه سرلیک هغه وي چې د کیسې په انجام کې یې لوستونکی درک کړي، یعني یو ډول له ټولې کیسې سره مرتبط وي. بل لور ته که چیرته د ناول یا اوږدې لنډې کیسې د عنوان لپاره د کرکټر نوم انتخابوو پکار دی چې اصلي کرکټر وي چې د کیسې تر اخره په داستان کې نقش لري. لکه د «کارامازوف وروڼه» د فیودور داستایوفسکي(۱۸۸۱ م مړ) ناول. د دې داستان اصلي کرکټرونه څلور وروڼه دي، میتیا، ایوان، الیوشا، اسمردیاکوف. دوی د یوه شتمن بې لارې مذهبي مشر فیودور کارامازوف اولادونه دي. دا څلور وروڼه له دریو مختلفو میندو زیږیدلي دي چې د ناول په ترڅ کې ورور ورور سره پوهیږي چې دوی څوک دی او د دوی ټولو خپل پلار فیودور کارامازوف چې یو عیاش سړی دی بد ایسي. د همدې لپاره د خپل پلار د وژلو پلان لري.

په ناول کې د ټول ناول په پیښو کې حل شوې موضوع  هم ښایي مناسب نوم لیکوال ته ورکړي. د کولمبیایي منلي لیکوال ګابریل خوزه ګارسیا مارکز« ۲۰۱۴ م مړ» د مشهور ناول« سل کاله یوازیتوب» په کرکټرونو کې یوازیتوب له پیله تر پایه محسوس دی نو ده همدا نوم ورته غوره کړی دی. په دې ناول کې د یوې کورنۍ د شپږ نسلونو ژوند دی. د پيل ټکر یې د یوه کرکټر د اعدام صحنه ده، بیا ځیني کسان مري، نور یوازې کیږي، ځیني ورکیږي، نور یوازې کیږي، ځیني کرکټرونه بیا پکې د یوازیتوب احساس نه کوي چې دا هم پکې روښانه شوې ده او دا ځکه چې دا داستان د رښتوني ژوند د علت او معلوم پر بنسټ مخته نه ځي.

د مارکیز د ناول په رنګ چې د ناول نوم یې د کرکټرونو له روحي حالته اخیستی، ځیني لیکوال د کیسې له عمومي صحنې هم نوم اقتباسولی شي. «د پنجشنبې د قتل ناسته» ناول د معاصر بریتانیایي لیکوال ریچرد توماس ازمان دی چې په دوه زره شلم کال کې چاپ شو دا کیسه داسې ده چې څلور متقاعدین چې عمرونه یې تر اویا کلونو زیات دي په یوه کلي کې هره پنجشنبه سره راغونډیږي او د هغې جنایي دوسیې په باره کې خبرې کوي چې تراوسه نه ده حل شوې.

په دوی کې یو کس پخوا نرس و، بل یې له استخباراتو سره کار کاوه، دریم یې ارواپوه دی او یو هم د متقاعدینو د ټولنې مشر دی. دوی اصلا هر سهار غواړي چې یو بانډار وکړي خو د نیمګړې دوسیې پر سر د دوی خبرې په یوه کار بدلې شوې دي. له دغو بوډاګانو سره دوه څارنوالان یوځای کیږي، په اخره کې دا پټه دوسیه معلومیږي او ککړ کسان افشا کیږي.*

د ارواحو له ښاره ناول هم داسې نوم لري چې له ټولې کیسې سره ارتباط لري. د دې ناول لیکوال اکبر کرګر د کتاب تر چاپ وروسته راته وویل چې «په دې ناول کې زمان نه شته، لمر نه شته، سپوږمۍ نه شته، ستوري نه شته بس یوه خړه فضا ده». د ارواحو ښار باید همداسې وي او د ناول کرکټرونه هم ارواحوې دي، نو د کتاب نوم په ټوله کیسه کې لکه مالګه په اوبو کې یا بوره په پياله کې حل شوی دی.

ځیني لیکوال د ناول په نوم کې یو ډول پوښتنه لرې. دا ډول پوښتنه په خپله تلوسه ایجادوي لکه د همینګوی ناول« زنګونه چا ته شرنګیږي» For Whom the Bell Tolls. دا تلوسه د پولیسي نالونو په نومونو کې ډيره وي، مثلا « چا ډز وکړ؟»، «تومانچه د چا وه؟»

د نوبل د جایزې ګټونکی عرب لیکوال نجیب محفوظ د رادوبیس په نوم یو ناول لري که څوک له رادوبیس کلمې سره اشنا نه وي په ذهن کې یې دا پوښتنه راګرځي چې دا څه شی دی؟ د ناول په منځ کې د رادوبیس له کرکټره بیا پوهیږي چې کتاب د دې په نوم دی. په دې ناول کې د فرعون او نورو تر منځ اړیکي راسپړل شوې دي او په کیسه کې د فرعون او رادوبیس غیرشرعي روابطو ته اشارې شوې دي. په عربي کې رادوبیس او په یوناني کې رادوپیسRhodopis د لرغونې یونان د وخت د یوې مریۍ کیسه ده چې د مصر له پاچا سره واده کوی.

د کرکټر نوم چې دومره مهم دی چې کیسه یې هم په نوم کیدای شي نو همدا نوم څرنګه وټاکو؟

د کیسې او کتاب تر نوم ښایي په کیسه کې د کرکټر نوم مهم وي ځکه چې د داستان د لوستو پرمهال بیا بیا او بیا مخې ته راځي، نو د کرکټر لپاره څرنګه نوم انتخاب کړو؟

د اروپایانو په کلچر کې نوم زموږ په پرتله مهم دی. هغه افغانان چې په اروپا او امریکا کې ژوند کوي زما په ګډون د ډیرو یو جنجال دا وي چې د خلکو نومونه مو نه په زړه کیږي. اروپایانو ته نومونه مهم دي چې کله له چا سره معرفي کیږي لومړی کار یې همدا وي چې نوم حافظې ته وسپاري. زه چې کله له دوی سره دوهم ځل مخامخیږم رنګ مې ښه په یاد وي خو نوم مې هیر وي له ځان سره وایم وه خدایه وه خدایه اوس دی یا دا څه نومیده. د دې لپاره چې اروپایان او امریکایان د خبرو پرمهال یو بل په نوم یادوي نو د دوی په داستانونو کې دا برخه باید هرو مرو ځای شي. د چخوف په کیسو کې د کرکټر نوم دومره مهم دی چې د اکثرو کیسو په لومړۍ جمله کې د کرکټر نوم اخلي. لکه د لانجه په نوم کیسې په پيل کې لیکي:« پیغله مشینکا پاولیڅکي چې بهر وتلې وه د کوشکین دوی کور ته ستنیدله. دې لیلیه ښوونځی تازه تازه ختم کړی و…»*

په پښتو کې نومونه درې ډوله ویشلی شو، یو ډول عربي نومونه دي، لکه عبدالرحیم، عبدالرحمان، عبدالله، عبیدالله، عبدالکریم، …ځیني عربي نومونه بیا د معنا له پلوه عربانو ته ناسم ښکارې خو په موږ کې عام دي، لکه برهان الدین، عبدالرسول، محیي الدین، عماد الدین، رکن الدین، حجت الله…

دوهم ډول  پښتو کره نومونه دي لکه بریالی، توریالی، برمل، ناور، باتور، بریښنا، مسکا، مینه، ودان، ځلا، ورینه، لمرینه، واورینه، میوند، ملالۍ، هیلۍ،هیله، غرڅنۍ، هلمند، شیبه، تسل، تسلا، سباون، غرغښت، لمر، نوښت، ویاړ، هیواد، غرڅنۍ، شپنه، شینکۍ، ښکلا…

دریمه ډله کوچیاني نومان دي، د نارینه و نومونه لکه: کټور، تتوګی، ډډی، پیرو، بډک، پړې، ګلان، پاڼک، خړ، جنابت، پړانګ او د نجونو او میرمنو کوچیاني نومونه لکه، درخۍ، بله نسته، مرغۍ، شنه، کوخۍ، اشرپۍ، بسوګله، پستکۍ، بخمله…

که نومونه داسې وویشو لکه اشاره چې ورته وشوه نو کوچیانی نوم به د ښاري کرکټر لپاره نه کارو او د دوه سوه کاله مخکې زمانې لپاره به بریالی او توریالی نه استعمالوو ځکه چې دا نومونه زاړه نه دي.

عادتا په مکالمو کې افغانان د یوه بل نوم نه اخلي. که مشران وي، کاکا، ماما ورته وایي یا د ترور، ترلې او وریندارې خطاب ورته کوي، دې دود د پښتو کیسو د کرکټر د نوم یادیدل په مکالمه کې لږ سخته کړې دي.

په ځینو پښتو کیسو کې دې ته هم یوه نیم پام کړی دی چې د عمل برعکس معنا ته توجه وکړي. یو وخت ما د یوه معلول لپاره د سالم نوم غوره کړی و. دا ډول نومونه لکه د کیسو د هغو عنوانو په څیر چې د مفهوم برعکس وي په کلیشه بدلیږي.

په کیسو کې چې کله د کرکټرونو نومونه ډیر شي دا بیا بله ستونزه ایجادوي که یو بریالی کړو او په بل توریالی نوم کیږدو یو  ډول د احمد او محمود د کلیشه شوي مثال لور ته  ورسره درومو. که یو ودان شي او بل عبیدالرحمان شي نو دلته بیا پکار ده چې ودان د نوي نسل سړی وي او عبیدالرحمان لږ زوړ وي چې دا بله ستونزه ده ځکه چې لاهم یو مخ پښتو نومونه له عربي ترکیبونو نه دې خلاص شوي ډیر پښتانه په خپلو بچیانو نن سبا هم عربي نومونه ږدي.

په دې حساب پکار ده چې کرکټرونو ته زمان وټاکو:

ودان ښایي له ۲۰۰۰ کال وروسته زیږیدلی وي

مینه ښایي له ۱۹۹۰ راوروسته پيدا شوې وي

فولاد الدین ممکن د ظاهره شاه د زمانې وي

او که مو کیسه د کوچیاني کرکټر وي بیا کوچیانی نوم ورته ټاکلی شو، لکه پړې او پستکۍ.

د تیرې  نژدې نیمې پيړۍ سیاسي پیښې که په کیسه کې رااخلو نو د خلق دیموکراتیک ګوند د واکمنۍ د وخت پر کرکټر د زیارګل او علي ګل په څیر نومونه ایښودلی شو او  د شوروي اتحاد د ځواکونو د یرغل زمانې ته که راشو چې واک پکې د پرچم ډلې شو نو د سیاوش، رامین، لیزا او نتاشا او په رنګ نومونه ښایي څوک انتخاب کړي.

د مجاهدینو د وخت د کرکټرونو بیا د حبیب الرحمان او مجاهد په رنګ نومونه له کیسې سره سم راتلی شي.

د همدې لپاره د کرکټر د نوم  انتخاب ته دقت پکار دی چې له زمان سره مناسب نوم پيدا کړو. د اسد الله غضنفر په «درنه ونه» کیسه کې کرکټر سرکاتب غلام محمد خان نومیږي. د سولې په کلونو کې د زیږیدلي سرکاتب نوم باید همداسې څه وي، که د ده نوم سرکاتب مسلمیار وای زړه ته به نه و لویدلی.*

مکان هم د نوم په انتخاب کې لاس لري. که چیرته ودان یو کلیوال وي، ښایي څوک یې ونه مني خو که چیرته د یوه کلیوال کرکټر نوم عبدالرسول وي د منلو کیږي.

یوشمیر نومونه پخوا په افغانانو کې دود نه و لکه جهانزیب، اورنګزیب ځکه چې له تاریخي پلوه دې کسانو ته افغانانو د دوستانو په سترګه نه کتل، خو په پاکستان کې دا نومونه ډير و چې بیا ځینو کډوالو هم  خپلو ماشومانو ته انتخاب کړل، نو که چیرته په پاکستان کې زیږیدلی افغان کرکټر تبلیغي وي او نوم یې جهانیزیب وي، ستونزه به نه وي.

اروپا ته چې کوم افغانان راغلي دي هغوی ته چې زما پام شوې دي هڅه کوي چې خپلو ماشومانو ته لنډ نوم، لکه شیبه، ځلا، میوند، هلمند، اتل، تسل… وټاکي، ځکه چې په اسنادو کې د کرکټر او د هغه د کورنۍ نوم مهم دی او دوی نه غواړي چې نوم یې ډير اوږد شي بل لور ته که د چا نوم الله محمد وي نو ممکن اروپایان نعوذ بالله د الله خطاب ورته وکړي.

په ناول کې چې کوم نومونه سره نژدې دي او ډير دي هغه لوستونکی په عذابوي، مثلا یو کرکټر اکرام الدین، بل کرم الدین، دریم کریم الدین.

په ناول کې به دوو کرکټرونو ته یو نوم هم نه ټاکو چې ووایو یو عبدالاحد د احمد زوی دی بل عبدالاحد د محمود لمسی. هغه نومونه چې په اخره کې یو وروستاړی لري لکه خان او بل کرکټر هم خان لري دا هم لوستونکی ممکن لږ ګډوډ کړي. هغه نوم هم ممکن ستونزه رامنځته کړي چې پیل یې یو ډول تلفظ کیږي لکه سید احمد او سید محمود. په پښتنو کې وروڼه ډير کله سره نژدې نومونه لري، لکه فیض الدین او فیاض الدین که چیرته دا دواړه د داستان اصلي کرکټرونه وي نو بیا ښه نه ده چې دا نومونه وټاکو، خو که چیرته یو پکې  اصلي اوبل فرعي وي او یوازې د ورورولۍ لپاره یاد شوي وي، پروا نه کوي.

د کرکټر هغه نوم چې روان نه تلفظ کیږي هغه هم ښه نه وي. هغه نوم هم ښه نه دی چې د کیسې پر کرکټر یې کیږدو چې اوږد وي. زه چې په دوهم ټولګي کې وم له کلي زموږ صنف ته یو هلک راغلی و، نوم یې و سید سه زبر الله. داسې اوږد نوم د دې لپاره ښه نه دی چې لوستونکی نه غواړي چې اوږد نوم حافظې ته وسپاري.

د اووم دهلیز په نوم د زرین انځور په کیسه کې د کرکټر نومونه سلیم او رحیم دي. دا نومونه دا ښیګڼه لري چې لنډ دي، سره ورته نه دي او تلفظ یې سخته نه دی.*

د شګو کوټنۍ په نوم د شریفې شریف په لنډه کیسه کې پنځه کرکټره دي چې د دوو نومونه لنډ دي. د دې کیسې اصلي کرکټره ګل بخته نومیږي د سردار په کور کې کار کوي. د ګل بختې نوم ډیر کله بیوزلي ږدي چې په دې ماشوم پسې به یې بخت رابیداریږي یا به د دې بخت راویښیږي. د ګل بختې د ورور نوم ( پاچا ګل) دی چې دلته دود ته پام شوی دی چې د افغانانو د یوې کورنۍ نومونه سره نژدې وي دلته په دواړو نومونو کې ( ګل ) شریک دی، د نجلۍ بخت ته اندیښنه شته او د هلک پاچاهي ته هیلې. د ګل بختې کار( مزدوري)، له شرمه په ټیټ غږ خبرې او حرکات:« د څادر په پیڅه خوله پټول» دا هرڅه په دې دلالت کوي چې د یوې بیوزله افغان کرکټرې لپاره مناسب نوم انتخاب شوی دی. سردار بیا د کورڅښتن دی چې دا هم د معنی له پلوه سم انتخاب دی. په کیسه کې دوه همصنفیان جمال او انور نومیږي دا نومونه دوه کماله لري یو خو ښاري دي چې مکتب ته ځي بل لنډ دي اوږده نه دي.*

ښایي تر ټولو ښه دا وي چې د یوه کرکټر نوم سیبمولیک اړخ ولري که سمدستي څوک پرې پوه نه شي د کیسې په پای کې یې ممکن سیمبولیکه معنی درک کړي. ځیني نومونه په ټولنه کې ځانګړی مفهوم لري، لکه مومن ممکن د مومن خان او شرینو د داستان لپاره د یوه عاشق کرکټر نوم شي. رستم د یوه پهلوان نوم شي البته د دې هرې هڅې تکرار کلیشه کیږي.

د کیسو ویش هم مهم دی چې څرنګه کیسه ده. د تاریخي کیسو د کرکټر لپاره به په زاړه نوم پسې ګرځو.

په پیښور کې یو دود دی چې ځینو خلکو چې په خپلو بچیانو پخواني نومونه ایښي دي هغه یې بشپړ رااخیستې دي، مثلا امان اله شاه، احمد شاه دراني…دا ډول نومونه د داستان د کرکټرونو لپاره ښه نه وي ځکه چې ډیر لوستونکي بیا ښایي له دې کرکټرونو یو ډول د اصلي شخصیت د نکل تمه وکړي.

د کابل پوهنتون د فلسفې د استاد اسد اسمایي دې اروا ښاده وي ده به چې کله په مجلس کې خبرې کولې یو بهرنی نوم به یې واخیست او د هغه په وینا به یې استدلال وکړ. په لومړیو وختونو کې نه پوهیدم چې دی څوک یادوي یوه ورځ مې خوله راټوله کړه چې پوښتنه وکړم چې دا څوک دی خو د مجلس خبره په بله خوا ولاړه زما سوال پاتې شو. بیا وروسته پوه شوم چې دی د بهرنیو مشهورو داستانونو د کرکټرونو نومونه اخلي. د عالي داستانونو د کرکټرونو نومونه ښایي همدومره د لوستونکو په ذهن کې حک شي. د همدې لپاره که د کرکټر لپاره مناسب نوم غوره شي هغه له ذهنه نه ځي.

د کیسې د لومړي ځل لیکلو پرمهال ښایي ښه وي چې د کرکټر نوم ته څوک ډیر فکر ونه کړي خو وروسته چې کیسه ولیکل شوه بیا نوم ته فکر کولی شو که مو خوښ نه و بدلولی یې شو.

 د کیسې لیکلو پر مهال نقد ته ډیره توجه ممکن د دې باعث شي چې د لیکوال او اثر ترمنځ نرۍ رښتونې ټینګه شوې صادقانه رابطه وشکیږي، نو لومړی ځل به کیسه لیکو وروسته به نقدي اصول پرې تطبیقوو.

ماخذونه

* ص، ۳۲۰ پسرلی ایمل، د نړیوالو کیسو کیسې-۲۰۲۰ ، سروش کتابپلورنځی کابل

*د یو تیر اور ایرې- اسد الله غضنفر ۱۳۸۵-۲۰۰۷ -سور غر اونیزه د کتاب خپرولو څانګه – کندهار

*Osman Richard, The Thursday murder club- 3 Sep 2020. First Edition 978-0241425442

* ص ۳۱ داستانونه، دوه میاشتنۍ مجله، لومړی کال، لومړۍ ګڼه، ۱۳۷۷، قوس، جدي

* ص ۱، داستانونه، دوه میاشتنۍ مجله، لومړی کال، لومړۍ ګڼه، ۱۳۷۷، قوس، جدي

* ص ۹۰ داستانونه، دوه میاشتنۍ مجله دوهمه دوره، دوهمه ګڼه( غبرګولی-چنګاښ) ۱۳۸۳

* ص ۷۳ – داستانونه دوه میاشتنۍ مجله، دوهمه دوره، دریمه ګڼه( زمری وږی ۱۳۸۳ اګست سپتمبر ۲۰۰۴)

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب