جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهد کابل صرافانو او سوداګرو ته د اختطافونو له امله د ساتونکو...

د کابل صرافانو او سوداګرو ته د اختطافونو له امله د ساتونکو د زیاتولو خبر ورکړل شوی

تاند: (جمعه، د دلوې ۲۸ مه) ‏د کابل لپاره د طالبانو د د امنيې قوماندانۍ تامیناتي مرستيال مولوي ابراهيم د دغه ولايت له سوداګرو او صرافانو غوښتي، چې د خپلو ساتونکو شمېر زيات کړي.

په ټولنیزو رسنیو کې نوموړي ته په یوه منسوب غږیز پیغام کې، چې صرافان او سوداګر پکې مخاطب دي، ويل شوي چې صرافان او سوداګر دې د خپلو ساتونکو شمېر تر پینځو تنو پورې ورسوي.

نوموړي زياته کړې، چې صرافان او سوداګر دې دغه تدابير د انسان تښتونې او غلاوو له پېښو د ځان ساتنې لپاره زيات کړي.

په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو د دغه مقام څرګندونې نقد شوي او ويل شوي، چې طالبان آخر د خپلې يوازينۍ لوېې دعوې په اړه هم دروغجن کیږي، چې په هېواد کې د بشپړ او سراسري امنيت تامينول دي.

طالبانو په دې اړه د خلکو نیوکو ته غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب