پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهد مرسل نبي زاده یو ساتونکی د هغې د وژلو په تور...

د مرسل نبي زاده یو ساتونکی د هغې د وژلو په تور نیول شوی

تاند: (جمعه، د دلوې ۲۸ مه) ‏د کابل د امنيې قوماندانۍ لپاره د طالبانو د ادارې وياند خالد ځدراڼ وايي چې د ولسي جرګې پخوانۍ غړې مرسل نبي زاده او ساتونکی یې (شعیب) د مقتولې د بل ساتونکي (مالیار) له لوري وژل شوي دي.

ځدراڼ زياته کړې چې نيول شوي کس په خپل جرم اعتراف کړی.

طالبانو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

مرسل نبي زاده او يو ساتونکی یې شاوخوا يوه مياشت مخکې د کابل په احمدشاه بابا مېنه کې، په خپل کور کې ووژل شول.

د دوی د وژنې مسوولیت چا پر غاړه نه و اخیستی، خو د طالبانو منتقدانو د دوی اداره په دغو وژنو پړه ګڼلې وه.

1 COMMENT

  1. پدی هکله وضاحت نشته چی آیا دا دوه ساتونکی د طالبی حکومت لخوا استخدام سوی وه که د خدای بخښلی نبی زاده شخصی ساتونکی وه.
    که د طالبانو لخوا استخدام سوی ساتونکی وی نو احتمالاً چی د اخلاقی فساد ( د ساتونکو یا ساتونکی لخوا د جنسی تجاوز یا د جبری واده د هڅی ) سناریو له پامه نه غورځول کیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب