تاند: (جمعه، د دلوې ۲۸ مه) اکانو ميسټ خپرونې په یوه تازه راپور کې ويلي، چې د طالبانو د ادارې له لوري د قوشتيپې کانال افغان کروندګرو ته د ګټې ترڅنګ ازبکستان سره د طالبانو د ناندريو سبب ګرځي.
يادې مجلې لیکلي چې ازبکستان د پنبې د کروندو د خړوبولو لپاره په آمو سیند تکیه کوي، خو د قوش تپې کانال کيندل کولای شي د دغه سیند د اوبو اندازه کمه کړي.
د دې مجلې په اساس، د پنبې کښت په ازبکستان کې د کارموندنې او وارداتو اصلي سرچینه ده او د سیند د اوبو کمښت د دې هیواد پر ياد شوي صنعت منفي اغیزه کوي.
طالبان د اشرف غني د حکومت په څېر د خپل حکومت د اقتصادي او تخنیکي وړتیاوو د ښودلو لپاره د لویو رغنیزو پروژو لکه د بندونو په جوړولو او پرانیستلو ټینګار کوي. دوی باور لري، چې له دغو پروژو سره کولی شي د خلکو په منځ کې محبوبیت ترلاسه کړي.
خو ایکانومیسټ لیکي، له ازبکستان سره د طالبانو ستونزه له ازبکستان څخه وارداتي برېښنا ته د افغانستان اړتیا ده. له همدې امله طالبان نه شي کولای تاشکند غوسه کړي.
په تېره یوه میاشت کې د قوش تپې کانال د کیندلو کار څه باندې سل کیلومتره پرمختګ کړی، خو ځینې کارپوهان وايي، طالبان د کار په کیفیت باور نه لري.
په جرمني کې یو افغان انجینر نجیب الله صید وايي چې د خپرو شویو عکسونو له مخې د قوشتپې کانال هیڅ ډول محافظت نه لري او نه هم په ځمکه کې د اوبو د جذب د مخنیوي لپاره کوم تدابیر نیول شوي دي.
هغه وايي دا کمښت د اوبو د ضایع کیدو لامل ګرځي.
هغه زياته کړه، چې د کانال کيندل تر ټولو اسانه کار دى او هغه شک لري، چې طالبان به له کیندلو وروسته د کانال نورې برخې تر سره کړای شي.
پوهان وايي د دې پروژې تمویل هم اسانه نه دی. اوس مهال بهرني مرستندویان په افغانستان کې د زیربناوو په جوړولو پیسې نه لګوي او دا طالبان دي چې د وارداتو له لارې د دغه کانال جوړول تمویلوي.
د ۱۰۰ کیلومترو په برمه کولو ۹۱ میلیونه ډالره لګښت راغلی، چې د ۲۰۲۲ کال په لومړیو اتو میاشتو کې د افغانستان د کورنیو عوایدو ۸ سلنه برابرېږي. که څه هم طالبان د حکومت د عوایدو د زیاتوالي ادعا کوي، خو افغانستان د دغو پروژو لپاره بهرنیو مرستو او پورونو ته اړتیا لري.
د مجلې په باور، په هرصورت، طالبان به د دې پروژې سره تړلو سیاسي مسلو ته ډیر اهمیت ورکړي. دوی غواړي وښيي چې دوی په افغانستان کې د ملي ساختماني پروژو د تنظیم او پیلولو وړتیا لري.
د افغانستان د ملي پرمختيا شرکت مشر عبدالرحمن عطش وويل: «ډېر خلک شک لري چې ايا موږ د دې پروژې د پلي کولو وړتيا لرو او که نه. زه به ثابته کړم چې افغانستان کولای شي خپل اقتصاد ته وده ورکړي او په خپله ملي پروژې پلي کړي.»
د طالبانو چارواکو د ياد شوي کانال له امله ازبکستان سره د رامنځته کيدونکو احتمالي ناندريو د مهارولو په اړه څه نه دي ويلي.
څه موده مخکې ازبکستان ظاهرا د تخنيکي ستونزو له پلمه کولو سره افغانستان ته د بریښنا صادرات ځنډولي وو.
ځینې شنونکي باور لري، چې ياد شوی عمل د قوشتيپې کانال پر وړاندې د طالبانو غبرګون و.
د آمو سیند یواځې په ازبکستان پورې اړه نه لري ، بلکې دا یو سرحدي سیند دی چې د افغانستان ، تاجکستان ، ازبکستان او ترکمنستان تر منځ ګډه پوله جوړوي . د سیند اوبه تر ټولو زیات تاوان افغانستان ته اړوي ، بنا افغانستان هم حق لري ، د دغه لوی سیند له اوبو ګټه واخلي .