د کیسې د اصولو زده کول او د لویو کیسه لیکوالو د کیسو د نظریاتو مطالعه کول له موږ سره مرسته کوي،چې ښه کیسه ولیکو.
یو شمېر کسان فکر کوي چې له اصولو باید بغاوت وشي، خو زۀ فکر کوم چې لومړی دې اصول زده شي، وروسته که ماتیږي هم خوند پیدا کوي.
د استاد اجمل پسرلي خبره رایاده شوه:
《که یو چا رباب زده وي د غږولو پر وخت یې ناڅاپه بند کړي او بیا یې شروع کړي، اوریدونکی ممکن خوند ترې واخلي خو که چا بیخي زده نۀ وي نو د هغۀ د بغاوت به خوند نۀ وي》
اجمل پسرلی د کیسو پۀ هکله کافي مطالعه لري، د کیسو نقد لیکي،د دۀ خبرې د کیسې پۀ اړه راته تر ډېره نوي او جالبې دي.
د ده کیسې تقریباً له ټولو پښتو کیسه لیکوالو متفاوته ده. خورا کمې کلیمې انتخابوي خو دغه کمې کلیمې ډېرې خبرې لري، دی خپل مفهوم د سمبول، تشبیه، استعارې، تصویر… په مرسته رسوي، دا هر څۀ د کیسې له موضوع سره تړاو لري، که توجه ورته وشي نو پر موضوع پوهیدنه اسانیږي او پیغام ترلاسه کولی شو.
ځینې لیکوال یوه پېښه را اخلي او بیا تر پایه هر څۀ درته وایي، خو استاد اجمل کیسه داسې ځای کې پرېږدي، چې نوره لوستونکی باید دوام ورکړي، خوښه یې چې څنګه اټکل کوي؛ کرکټر مړ کوي، ژوند ورکوي او څۀ ډول؟
اوس به یې د 『څروی』کتاب یوه کیسه ولولو او خبرې به پرې وکړو.
ټپي
ډزې غلي شوې. رڼا ته په تمه و چې ځان وباسي. د ونې بېخ کې یې لاسونه سره راغونډ کړل.یوه پښه یې نه راټولیده.
باد په نرۍ دره کې د اسرافیل د شپیلۍ په څېر تاویده.فکر یې کاوه چې جامې یې له شمال سره له تنه وځي.ونې ته ورنژدې شو.د ونې دواړو خواوو ته پاڼې،خځلې…شمال په مخه کړي وې.وړاندې ځای نه ښکاریده خو ده گومان کاوه چې هلته گړنگ دی.
د ونې له ډډه له خټو سره لږ وښویده.پښه یې کلکه کړه.خو زور یې نه اخیست،شاته یې لاس وغځاوه چې ونه ونیسي.د ونې پوست واوښت، لږ پورته وڅکیده، پر ونه یې غېږ وګرځوله،د ونې ډډ لوی و،لاسونه یې ترې نه گرځیدل.
سترگې یې کلکې پټې ونیولې،تپه تیاره رڼه غوندې ښکاره شوه،خو داسې احساس یې وکړ لکه ازغي چې یې په سترگو کې لک شوي وي،هڅه یې وکړه چې سترگې وغړوي،سترگې یې نه خلاصیدې.
مځکه وخوځیده،وریږدیده،سترگې یې پرانیستې،تیاره نه وه رڼه شوې،شمال نه و غلی شوی،ډزې بیا تېزې شوې.
پای
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کیسه د پېښې له منځه راپیل شوې، دلته داسې نۀ دي شوي چې د جګړې له لاملونو یې راپیل کړي، اوږده بحثونه پرې وکړي،یعنې نۀ دي ویل شوي چې وختونه تیریدل او بیا یې تردې شیبې پورې رارسوي.
د لومړي پراګراف د لوست پر مهال پوهیږو چې کرکټر جنګ کې پښه ماته شوي،له جنګ ستړی شوی، رڼا د کرارۍ و امن سمبول دی او کرکټر هیله مند دی چې جنګ پرېږدي، په جنګ کې داخل کرکټر اوس د جنګ پرېښودو اراده لري، د کرکټر بدلون راپیل شوی.
【ډزې غلي شوې.رڼا ته په تمه و چې ځان وباسي.د ونې بېخ کې یې لاسونه سره راغونډ کړل.یوه پښه یې نه راټولیده.】
جنګ لکه د اسرافیل شپیلۍ هر څۀ په بل مخ اړوي،لکه د تېز شمال خوښۍ، همدردي او ارزښتونه له ټولنې الوزوي او یو ګړنګ ته یې غورځوي.
د جنګ میدان ته دې چې پښه وښوییده، نو بیا دې ممکن پښه زور وانۀ خلي، هره تکیه دې له لاسه وځي، هلته هر څۀ بدلون کوي، خلک سخت زړي وي که هر څو د غېږ ورکولو هڅه وکړې خو څوک درباندې زړۀ نۀ سوزوي.
همدارنګه کیسه کې د سمبولونو ترڅنګ عالي تصویرونه موجود دي،مشهوره خبره ده چې څۀ وایئ مه یې ښکاره کوئ.
دلته هم لیکوال صحنه درباندې ګوري او تۀ به خپله معلوموې چې څنګه موسم دی؟ځای دی؟ کرکټر کوم حالت کې دی؟…
【باد په نرۍ دره کې د اسرافیل د شپیلۍ په څېر تاویده.فکر یې کاوه چې جامې یې له شمال سره له تنه وځي.ونې ته ورنژدې شو.د ونې دواړو خواوو ته پاڼې،خځلې…شمال په مخه کړي وې.وړاندې ځای نه ښکاریده خو ده گومان کاوه چې هلته گړنگ دی.
د ونې له ډډه له خټو سره لږ وښویده.پښه یې کلکه کړه.خو زور یې نه اخیست،شاته یې لاس وغځاوه چې ونه ونیسي.د ونې پوست واوښت، لږ پورته وڅکیده، پر ونه یې غېږ وګرځوله،د ونې ډډ لوی و،لاسونه یې ترې نه گرځیدل.】
د سترګو پټ نیولو څخه د فکر کولو مانا هم اخیستلی شو،کرکټر فکر کوي چې ولې جنګ کوي؟ لږ فکر کولو وروسته هم رڼا ورته ښکاري او که پوره فکر وکړي،خپل کار وارزوي نو پوره رڼا ته وتلای شي.
خو په سترګو د ازغیو لکیدلو مفهوم دادی چې د ړوند اطاعت بندونو کې داسې تړل شوی چې خپل فکر کول ورته سم نۀ ښکاري،هڅه کوي چې ځان پوه کړي خو دا کار نۀ شي کولی، یوازې جنګ کوي.
په جنګونو کې رڼا ته وتل نۀ وي بلکې هره خوا زیان ویني، که خلک له خپل فکر کار واخلي نو پوه به شي چې جنګ یې ارزښتونه ختموي.
【سترگې یې کلکې پټې ونیولې،تپه تیاره رڼه غوندې ښکاره شوه،خو داسې احساس یې وکړ لکه ازغي چې یې په سترگو کې لک شوي وي،هڅه یې وکړه چې سترگې وغړوي،سترگې یې نه خلاصیدې.
مځکه وخوځیده،وریږدیده،سترگې یې پرانیستې،تیاره نه وه رڼه شوې،شمال نه و غلی شوی،ډزې بیا تېزې شوې.】
خوځنده کرکټر دی،جنګ ته راغلی خو وروسته هڅه کوي جګړه پرېږدي، د پښې ماتیدل او فکر کول منطقي دلایل دي چې د کرکټر د بدلون لپاره سم دي.
تر دې وروسته کیسه داسې ځای کې پای مومي چې نۀ دي ویل شوي، کرکټر مړ شو؟په وتلو بریالی شو؟ یا نور څۀ وشول.
لیکوال دلته لوستونکي ته موقع ورکړې چې خپله اټکل وکړي.
ممکن د بریالیو کیسو یوه ځانګړنه دا وبولو، چې لوستونکی ځان کیسه کې داخل وګڼي نو پر وروستۍ پایله ځان قانع کولی شي.
استاد اجمل پسرلی وایي: «کیسه باید یوازې د یوې پیښې نکل نه وي، شاته یې نورې خبرې هم وي، داسې خبرې چې له یوه بل اټکل ورها خوا د څو اټکلونو اټکل پکې وشي».