جمعه, اپریل 26, 2024
Home+بې چلوونکي موټر | جان روان ځاځی

بې چلوونکي موټر | جان روان ځاځی

نړۍ د پرمختګ پر لوري چټک ګامونه اخلي او هر هېواد هڅې کوي، چې د خپلو خلکو د هوسا او ارام ژوند لپاره اقتصاد په خوځښت راولي.

اقتصادي پرمختګ د يوه هېواد په سیاسي، کولتوري، ټولنيز، کولتوري او فکري خپلواکۍ کې غوښنه برخه جوړوي او که چېرې د کوم هېواد اقتصاد کمزوری وي، نو نه يوازې يې خلک يې له ستونزو سره لاس او ګرېوان وي، بلکې پر نړيوالې ټولنې هم بوج جوړيږي او مهمه دا چې پر نړيوال سټېج يې غږ تت وي.

اقليمي بدلون نړۍ دې ته اړه کړې، چې د نفتو پر ځای زرغونه او پاکه انرژي وکاروي او په دې وروستيو کالونو کې يې په دې برخې کې بېساری پرمختګ کړی دی.

برېښنايي موټرونه تر اوسه ډېرو هيوادونو کې نشته او ښايي د ځينو هيوادونو خلک يې له نوم سره هم اشنا نه وي، خو په پرمختللو او ځينو پرمختيايي هېوادونو کې يې شمېر په ډېرېدو دی او اټکل کيږي، چې د روانې پېړۍ تر پایه په ګڼو هېوادونو کې ياد موټرونه وکارول شي، خو په ځينو هيوادونو کې د برېښنايي موټرونو له نوښت سره هممهاله، د بېچلوونکي(self-driving)موټرونو تخنيکي چارې هم د چټک پرمختګ په حال کې دي.

انسانانو به پخوا په ځېنو علمي او خيالي فلمونو کې داسې حالات ليدل، چې بېچلوونکي موټرونو به پرسړکونو ازاد او خوندي تګ راتګ کاوه او خلکو ته به یې خدمات وړاندې کول، خو اوس هغه خيال په حقیقت بدل شوی او انسانان همدغه بېچلوونکي موټرونه په خپلو ورځنيو چارو کې کاروي.

زه د ۲۰۲۳م کال د فبرورۍ په ۱۶مې نېټې په يوه کاري سفر د چين په پلازمېنې بېجينګ کې د بای دو شرکت د اپولو (Apollo) صنعتي مرکز د بېچلوونکو موټرونو نندارتون ته تللی وم، چې پکې د بېچلوونکي تخنيک په سيسټم سمبالې ټکسۍ، بسونه، د شيانو د پلور موټرونه، د سړکونو د پاکولو موټرونه او د شيانو د لېږد رالېږد موټرونه نندارې ته اېښودل شوي وو.

دغه شرکت له ۲۰۱۳م کال راهيسې د بېچلوونکي تخنيک په څيړلو او کارولو پيل کړی او تر اوسه يې د اپولو (Apollo) په عنوان د دغه تخنيک ۳۴۷۷ د امتیازي حق کورنۍ (patent family) تر لاسه کړي او نړيوال مخکښ ځای يې خپل کړی دی.

دغه شرکت ۶۰۰ بېچلوونکي موټرونه لري او د علمي ازمويښت د مزل عمومي اوږدوالی يې له ۴۵ ميليونوکيلو مترو اوښتی دی او د ازموينې ۹۶۷ اجازت نامېلري.

زما په ذهن کې د دغه موټر د تګ پر مهال د خونديتوب پوښتنه ګرځېده او ښايي ډېرو کسانو ته هم همدا پوښتنه ودريږي؟

بای دو شرکت په دغو موټرونو کې د رادار سيسټم ځای پر ځای کړی، چې پر مټ يې د تګ راتګ په بهېر کې ترافيکي حالات مالومېدای شي. که پر سړک ترافيکي ستونزې، لار بنديز يا کوم خطرناک حالتموجود وي، نو د دغه موټر سيسټم يې ډېر چټک مالوموي او له ستونزو تېريږي. د بای دو شرکت د کارکوونکي په وينا، (که د خلکو د درک يا انعکاس وخت شاوخوا ۳۰۰ ميلي ثانيې وي، نو د دغه سيسټم د انعکاس وخت به يوازې ۲۵۰ ميلي ثانيې وي.)

د اپولو (Apollo) دغه سيسټم د موټر موخې ته د مزل انلاين نقشه طرحه کوي.

د بای دو شرکت د اپولو (Apollo) بېچلوونکي ټکسۍ سوداګريز سيسټم اوس د چين د پلازمېنې بېجينګ، شانګهای او ګوانګ جو په شمول کابو لسو ښارونو کې کارول کېږي.

د مالوماتو له مخې، د ۲۰۲۲م کال تر درېيمې ربعې پورې، د اپولو شرکت د بېچلوونکي ټکسۍ سوداګريز سيسټم کې د مشتريانو د سپارښتنو عمومي شمېر له يو ميليون او څلور سوه زرو څخه پورته و او اټکل دا دی، چې دغه شرکت به په ۲۰۲۳م کال کې د چين په قلمرو کې ۲۰۰ بېچلوونکي موټرونه په کار واچوي او خپل نړيوال ځای به نور هم ټينګ کړي.

د دغسې عصري تخنيکونو په مټ د خلکو په ژوند او د موټر په توليدي چارو کې انقلاب او بدلون رامنځته کيږي.

دا هر څه له اسمانه نه راغورځي، بلکې د عصري علومو او د زده کړو په مټ رامنځته کيږي.

1 COMMENT

  1. ښه معلوماتی لیکنه ده. خبره دا ده چی ځینی علمی پرمختګونه که څه هم حیرانوونکی دی ( چی حیرت به ئی د کلونو په تیریدو پڅ سی ) خو زیان ئی دا دی چی بشری قوه ( د کار هیله) خنثی کوی او د بیکاری د کچی د لوړیدو لامل ګرځی حال دا چی نن سبا ( کار ) ډیر ارزښت لری.
    د بده مرغه نن سبا بشری ټولنه د سرمایه داری سیسټم د خیرنو او ظالمانه کړنو قربانی سویده او د جګړو او لوږی او ناروغیو د سیوری د خپریدو لامل هم د سرمایه دارانو د شیطانی اشتها د شرّ ږیږنده ده البته کمونیزم هم د سرمایه داری سیسټم بدیل نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب