بوډا سړي لیکل بند کړل. کاغذ یې په پاکټ کې بند او پرې ویې لیکل: نږدې ملگرو ته.
پورته شو او د کټ په لور یې ورو او کمزوري ګامونه واخیستل، وغزید او خپل ځوان خادم یې د زنگ پواسطه راوغوښت.
په کمزوري غږ یې څه ورته وویل. خادم ووت او دروازه یې بنده کړه. بوډا تر ډیره په چت کې سترگې گنډلي وې. یو وخت یې ورو ورو سترگې پټې کړې.
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
شپه پخه وه، دروازه ورو ورو وټکیده. ډاکټر او میرمنه یې چې سره یو ځای په خواږه خوب ویده و، راویښ شول. ډاکټر وویل چې شاید کوم ناروغ وي، زه ورځم. ته ویده شه.
دروازه یې خلاصه کړه او یو ځوان هلک یې تر مخه ولید. له جوړ پخېر وروسته هلک وویل: خپل بوډا ملگري غوښتی یې، حالت یې اندیښمن ښکاریدو.
ډاکټر وپوښت: څه وایې؟ زه ځان تیاروم، بیا به دواړه یو ځای لاړ شو. »
ځوان وویل: نه. ته درځه، زه یې نور ملگري راغواړم. »
ډاکټر په منډه لاړ، خپله بکسه، کوټ او عینکې یې راواخیستې. د راوتو په وخت کې یې ښځې ته د کوڅې په پای کې د خپل بوډا ملگري د ناروغی په هکله وویل او تېز روان شو.
کله چې د بوډا کور ته راورسید، گوري چې د دروازې تر مخه یې کوم کس ژاړي، ډاکټر ټکنۍ شو. له سړي یې وپوښتل چې څه شوي؟ سړي په سلگو کې دننه اشاره کړه. ډاکټر په بېړه دننه لاړ. بوډا یې ولید چې یوې خواته کوږ شوی دی. په بیړه یې نبض وکوت، لگ یې وښوراوه او په سینه یې زور پرې وکړ، خو پوه شو چې کار یې ختم دی. باندې شور شو، هماغه ځوان او ورسره دوه نور کسان د بوډا کوټې ته راننوتل. ځوان د بوډا په لیدلو سره وارخاطا شو. ډاکټر په اشارې پوه کړ چې پور یې پرې کړی. په ژړا یې پیل وکړ. ښه شېبه یې وژړل او بیا یې وویل: «موږ دواړو ته له پلاره کم نه و، واړه یې را لوی کړو. هېڅ د پردیتوب احساس مو ندئ کړئ. زموږ لپاره پریښته و. »
پدې ویلو سره د باندې ووت.
دوه نورو راغلو سړیو کې یې یوه ځان سوداگر وښود چې له پنډوالي یې همداسې ښکاریده او بل یو لیکوال و چې د ښه ظاهر درلودونکی خو ډنگر و.
درې واړو مړ شوی بوډا ښه یاد کړ. ښه شیبه یې د ده د مهربانۍ او زړه سواندۍ کیسې وکړې. پدې هم وغږیدل چې ولې یې واده ونه کړ او ولې یې خپل ژوند په یوازیتوب کې تېر کړ.
لږ ځنډ وروسته سوداگر یو ناڅاپه وویل: «ولې یې موږ درې واړه دلته راغوښتي یو؟»
ډاکټر وویل: «شاید کوم څه یې را ته ویل، خو وخت یې ونه موند. »
لیکوال چې د بوډا په چوکۍ ناست و، په مېز باندې پروت پاکټ ته یې پام شو. را وایې خیست؛ ورباندې لیکل شوی لیک یې ولوست، بیا یې وویل: موږ ته دئ.
ډاکټر په بېړې وویل:« ته یې خلاص که چې څه یې لیکلي. »
لیکوال لیک را واخیست او په ویلو یې پیل وکړ:
” زما گرانو او خوږو ملگرو!
کله چې تاسې دا لیک لولئ نو هغه وخت شاید زه تللی وم او تاسې به مې په دې ناوخته کې په تکلیف کړي وئ. تاسې درې واړه زما ډیر درانه او ښه ملگري پاتې شوي، ما سره مو ښه چلند کړی او نازولی مو یم. تاسې شاید ووایئ چې څنگه نازول؟ دا خبره مبهمه پاتې شوي. ما خپل ټول عمر په یوازېتوب کې تیر کړی او د ژوند ملگري مې نده لرلي. دا چې ولې، پدې زه خپله هم نه پوهیږم. خو له خپل تیر ژونده راضي یم. د ډاکټر د ملگرتیا پدې منندوی یم چې زما د روغتیا پوښتنه یې کړي. ښځې یې زه په تېر وخت کې خوښ ساتلی وم. پسته غیږه او نرم اواز به یې هېڅکله هېر نکړم. هغه غرمې خو به هېڅ هېرې نکړم چې دی به په کور نه و او ما به ددي په غېږ کې ارام خوبونه کول.
د سوداگر د میرمنې به څه ووایم. مسته، جذابه او په عین حال کې محتاطه هم وه. د سوداگر مصروفیت ما ته دا موقع په لاس راکوله چې ددي د لاس خواږه خواړه وخورم او تر څنگ یې له مستیو خوند واخلم. ښه ساعت ورسره تیریدو خو یوه ورځ یې د بل لپاره دوکه راسره وکړه، نو ځکه مې له زېنو لاندې را گوزار کړه. سوداگر یار ته صبر غواړم.
د لیکوال د ښځې به درته څه صفتونه وکړم، همدا دوه کاله وړاندې یې هم په مینه پاللم، تر دې چې کور ته به هم دي راتلله. ښکلي ویښتان لري. د لیکوال یار قسمت پدې ښه دی چې ښځه یې تقریباً هر کمال لري. ما ته یې نازونو او نخرو ډیر خوند راکاوه.
اوه لکه چې زیاتی مې وکړ. ملګرو، تاسې زما ښه یاران پاتې شوي یئ، اوس یې وخت و چې تاسې ته د خپلې خوږې ملگرتیا په هکله ووایم او مننه درڅخه وکړم. ښه ژوند ولرئ. ”
د لیک په پای ته رسیدو سره سوداگر وازه خوله حېران ولاړ و.
ډاکټر داسې غلی و ته وا چا ترې سا غلا کړي او لیکوال د لیک په چتولو سره د بوډا په بې روحه کالبود کې سترگې خښې کړي وې.
قدرمنه
کیسع دې ښه ترجمه کړې ده. بل ځل چې څه شی ترجمه کړې نوم دې د لیکوال نوم يې لیکه.