پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهد طالبانو استخبارات او کورنیو چارو وزارت د بریښنا پورونه را ټولوي

د طالبانو استخبارات او کورنیو چارو وزارت د بریښنا پورونه را ټولوي

تاند:( پنجشنبه ، د غویي ۸ )  د افغانستان د برېښنا شرکت طالب چارواکي وايي، چې د خپلو پورونو د راټولولو لپاره يې يوه کمېټه جوړه کړې ده.

د دغه شرکت عملياتي رئيس ویلي، دغه کمېټه د ياد شرکت، طالب استخباراتو او کورنيو چارو وزارت له استازو جوړه شوې ده.

برېښنا شرکت وايي، چې په ۱۴۰۱ کال کې د دغه شرکت عوايد هم زيات شوي دي.

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، تمه کېږي چې په روان ۱۴۰۲ لمريز کال کې د ماهيپر توربين بيا ورغول شي او د دغه بند ظرفيت ۲۵ ميګاواټو ته لوړ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې خلک د بریښنا شرکت د فعالیتونو له ښه والي د خوښۍ ترڅنګ د پوروړو، په خاص ډول له زورواکو په پور را ټولولو کې د طالب رژیم له هڅو خوښ بریښي.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...