Homeخبرونهازبک پلاوي په غزني کې تاریخي ځایونه ولیدل

ازبک پلاوي په غزني کې تاریخي ځایونه ولیدل

تاند (پنجشنبه، د تلې/ میزان ۱۶ مه) د ازبکستان یوه دیپلوماتیک پلاوي د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اسلامي او فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا په هدف د غزني ولایت ته سفر وکړ او تاریخي ځایونه یې ولیدل.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ازبکستان د سفارت د مرستیال بهادر تاشمانوف په مشرۍ دغه پلاوي، چې د ازبکستان د مسلمانانو د ادارې د مرستیال شیخ حمیدجان حشمت بیکوف په ګډون یې سفر کړی، د غزني له والي ملا ولیجان حمزه، سیمه‌ییزو چارواکو او د علماوو شورا له غړو سره لیدلي دي.

د خبرپاڼې له مخې، پلاوي په غزني کې یو شمېر تاریخي ځایونو هم ولیدل، چې د اسلامي نړۍ د نومیالي شاعر حکیم سنایي غزنوي مقبره، د ابوریحان البیروني زیارت، د سلطان محمود غزنوي مقبره، باباجي جومات او د غزني منارونو سیمه په کې شامل دي.

د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس ملا حمدالله نثار پلاوي ته د دغه ولایت د فرهنګي شخصیتونو او تاریخي سیمو په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي چې دا لیدنه د سیاحت د ودې او د غزني او ازبکستان د خلکو ترمنځ د فرهنګي اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره یو ښه فرصت دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د نومیالي شاعر عبدالباري جهاني دیارلسمه شعري «پیمان» خپره سوه

په ۳۶۳ پاڼو او پنځو برخو کي د نومیالي افغان شاعر عبدالباري جهاني دا شعري ټولګه د پیمان په نامه د نوموړي د وروستیو...