تاند (پنجشنبه، د تلې/ میزان ۱۶ مه) نړیوال بانک د بېوزلۍ په اړه په یوه راپور کې ویلي چې د منځني ختیځ او شمالي افریقا د سیمې شاوخوا ۴۸ سلنه بېوزله وګړي په پاکستان کې ژوند کوي.
دا په نړۍ کې هغه سیمې دي چې تر ټولو ډېر بېوزله پکې اوسي او د دې معنا دا ده چې د نړۍ تر ټولو ډېر بېوزله انسانان په پاکستان کې اوسي.
د راپور له مخې، په پاکستان کې بېوزله خلک په ورځ کې له درې ډالرو کم عاید لري. اوږدمهاله اقتصادي اصلاحاتو د کورنیو واقعي عاید کم کړی، چې په پایله کې یې بېوزلي زیاته او د کار فرصتونه کم شوي دي.
نړیوال بانک وايي، د ورځې درې ډالره د بېوزلۍ کرښه ټاکل شوې چې نژدې ۸۴۰ پاکستانۍ روپۍ کېږي. د ۲۰۱۸-۲۰۱۹ او ۲۰۲۴-۲۰۲۵ مالي کلونو ترمنځ له درې ډالرو د بېوزلۍ تر کرښې لاندې د خلکو شمېر ۶.۴ سلنه لوړه شوې، په داسې حال کې چې د ۴.۲ ډالرو د کرښې له مخې دا زیاتوالی ۳.۲ سلنه و.
د راپور له مخې، پاکستان په دې موده کې له څو پرلهپسې اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوی چې د کوویډ-۱۹ وبا او د ۲۰۲۲ کال ویجاړونکو سېلونو ترڅنګ، لوړ انفلاسیون، د اسعارو د ارزښت کمېدا او اقتصادي بحران هم په کې شامل دي.
نړیوال بانک وايي، په پاکستان او لبنان کې د تېلو بیې شاوخوا ۴۰ سلنه لوړې شوې دي. په متحده عربي اماراتو کې د ډیزلو بیه کابو ۷۰ سلنه او په پاکستان کې له ۴۰ سلنې زیاته لوړه شوې ده.
د نړیوال بانک پر اساس، د تېلو او نورو توکو د بیو لوړېدل د انفلاسیون د زیاتېدو، د حکومتونو د مالي امکاناتو د کمېدو او د خلیجي هېوادونو له خوا د استول کېدونکو پیسو د کمېدو سبب شوي دي. د پور اخیستلو لګښت او د خطرونو له امله د بیمې بیې هم لوړې شوې دي.
راپور زیاتوي چې جیبوتي، مصر، عراق، اردن، عمان، پاکستان، سوریه او یمن هغه اته هېوادونه دي چې تر ټاکل شوې معیارې کرښې څخه ښکته دي او په دغو هېوادونو کې د ګرځنده انټرنېټ کارونې کچه هم ټیټه ده.