Homeخبرونهد نړۍ دوو تر ټولو زړو ژوندیو سړو یو بل ته د...

د نړۍ دوو تر ټولو زړو ژوندیو سړو یو بل ته د کلیزې ځانګړې مبارکي ورکړه

تاند (پينجشنبه، د تلې/ میزان ۱۶ مه) د نړۍ دوو تر ټولو زوړو ژوندیو سړو د خپلو ۱۱۴ او ۱۱۳مو کلیزو په مناسبت یو بل ته مبارکي ورکړې ده.

د ګینس د نړیوالو ریکارډونو له مخې، د برازیل ژوا مارینهوتو نیتو ۱۱۴ کلن شوی، په داسې حال کې چې د استرالیا کِن ویکس خپله ۱۱۳مه کلیزه لمانځلې ده.

د نړۍ په دوو بېلابېلو وچو کې مېشتو دغو دوو زړو کسانو د ویدیو له لارې یو بل ته د کلیزې مبارکي ویلې ده. په دغو ویدیويي تصویرونو کې دواړو د یو بل لپاره د مبارکۍ کارتونه په لاس کې نیولي ښکاري.

ژوا مارینهوتو نیتو د ۲۰۲۴ کال په نوومبر کې، هغه مهال چې ۱۱۲ کلن و، د نړۍ تر ټولو زوړ ژوندی سړی وپېژندل شو او له هغه وخت راهیسې دا ریکارډ له ده سره دی.

د نړۍ تر ټولو د زړې ژوندۍ ښځې لقب بیا اېتل کاتر لري، چې څو میاشتې وړاندې ۱۱۷ کلنه شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د نومیالي شاعر عبدالباري جهاني دیارلسمه شعري «پیمان» خپره سوه

په ۳۶۳ پاڼو او پنځو برخو کي د نومیالي افغان شاعر عبدالباري جهاني دا شعري ټولګه د پیمان په نامه د نوموړي د وروستیو...