زلمی نصرت
دنمارک
افغانستان نن داسې ستر او تاریخي فرصتونو ته اړتیا لري چې یوازې اقتصاد پیاوړی نه کړي، بلکې د هېواد د بېلابېلو سیمو او خلکو ترمنځ گډې گټې، اړیکې او متقابلې اړتیاوې هم رامنځته کړي.
د ټاپي پروژه، د قوشتېپې کانال او د واخان له لارې له چین سره د افغانستان نښلول له همدې کبله یوازې اقتصادي او زیربنایي پروژې نه دي؛ دا هغه سترې پروژې دي چې کولای شي د افغانستان اقتصادي، ترانزیټي او سیمهییز راتلونکی له یوه نوي مسیر سره وتړي.
ټاپي افغانستان د سیمې د انرژۍ له سترې شبکې سره نښلوي، قوشتېپه د هېواد د اوبو، کرنې او اقتصادي ظرفیتونو د پراختیا لپاره نوې دروازې پرانیستلی شي، او واخان افغانستان د چین او د سیمې له پراخو سوداگریزو او ترانزیټي مسیرونو سره نښلوي.
د دغو پروژو تر ټولو مهم اړخ دا دی چې د افغانستان د بېلابېلو سیمو گټې له یو بل سره او د سیمې د هېوادونو گټې له افغانستان سره تړي. کله چې یوه سیمه د بلې سیمې له اقتصاد، بازار، اوبو، انرژۍ او ترانزیټ سره تړلې وي، د گډو گټو ساحه پراخېږي او د جغرافیایي واټنونو پر ځای د اقتصادي او ټولنیزو اړیکو پلونه جوړېږي.
همدا گډې گټې د ثبات او ملي یووالي لپاره یو مهم بنسټ جوړولای شي.
هغه کسان چې د افغانستان د تجزیې او جغرافیایي وېش نظریې مطرح کوي، باید دې واقعیت ته هم پام وکړي چې د افغانستان راتلونکی یوازې په شعارونو نه جوړېږي. لارې، بازارونه، اوبه، انرژي، سوداگري او گډ اقتصادي منافع هغه عوامل دي چې خلک او سیمې په عملي توگه سره نښلوي.
له همدې امله، د ملي پروژو پر وړاندې هر ډول مخالفت باید د احساساتو پر ځای د هېواد د اوږدمهاله اقتصادي او ټولنیزو گټو له زاویې وکتل شي. نقد او اختلاف د هر چا حق دی؛ خو د افغانستان د خلکو د گډو گټو د پراخېدو او د سیمو د لا زیاتې همکارۍ مخنیوی، نقد نه بلکې دښمنانه دریځ دی.
نن که د افغانستان د بېلابېلو سیمو خلک په گډو اقتصادي پروژو، سوداگریزو لارو، انرژۍ اوبو او ترانزیټ کې گډې گټې پیدا کړي، سبا به د یو بل برخلیک لکه اروپایې هیوادونو لا ډېر خپل وبولي.
افغانستان په دیوالونو نه، بلکې په پلونو پیاوړی کېږي.
په وېش نه، بلکې په گډو گټو وده کوي.
په واټنونو نه، بلکې په اړیکو راتلونکی جوړوي.
که موږ داسې افغانستان غواړو چې له سیمې سره وصل، اقتصادي پیاوړی او له دننه منسجم وي، نو باید د هغو پروژو ملاتړ او پراختیا ته جدي پام وشي چې خلک، سیمې او گډې گټې سره نښلوي.
د افغانستان راتلونکی په گډو گټو کې دی؛ او گډې گټې د یووالي تر ټولو قوي اقتصادي بنسټ جوړوي او افغانستان ته د یو قوی ملت په لور سمت ورکوي.
همدا رنگه،که د افغانستان د تجزیه غوښتونکو او د ملي یووالي دښمنانو تورمخې کول غواړو، نو لازمه ده چې، د ملي پروژو او د هېواد د ابادۍ ملاتړ وکړو.
ملي پروژې، ملي یووالی، قوي افغانستان.
په اخر کې غواړم خپله خبره داسې پای ته ورسوم:
زما یو دوست رانه پوښتنه وکړه چې:
د امریکا، اسرائیلو او ایران جگړې، د روسیې او اوکراین جگړې او په پاکستان کې د روانو حالاتو په اړه ستاسې نظر څه دی؟
زما ځواب:
لومړی باید ووایم چې زما شخصي نظر پر نړیوالو حوادثو هیچ نوع اغېز نه لري؛ خو که د افغانستان له زاویې ورته وگورو، زما په اند، په اوسنیو نړیوالو او سیمهییزو تحولاتو کې ځینې داسې فرصتونه رامنځته شوي چې افغانستان یې باید د خپل ملي ثبات، اقتصادي ودې، یو والي او د زیربناوو د پراختیا لپاره په هوښیارۍ وکاروي.
که سیمهییز او نړیوال ځواکونه په بشپړ ډول ارام او وزگار وای، ښایي د افغانستان د سترو ملي پروژو پر وړاندې یې د گډو گټو پر بنسټ د مخالفت او فشار لپاره ډېر فرصت درلود، لکه پخوا.خو نن چې د نړۍ او سیمې ستر لوبغاړي له خپلو جدي امنیتي، سیاسي او اقتصادي بحرانونو سره بوخت دي، افغانستان کولای شي د دې فرصت څخه د خپلو اوږدمهالو ملي گټو لپاره استفاده وکړي.
په دې مانا، که دوی ارامه وای، د TAPI، قوشتېپې او چین سره د واخان د اتصال لاره به کلونه نور هم شاته کیدل!
لنډه دا چې افغانستان باید د نورو هېوادونو له جگړو خوشحاله نه شي؛ بلکې له رامنځته شوو فرصتونو څخه د خپل هېواد د ابادۍ اقتصادي ځانبساینې او سیمهییز اتصال لپاره گټه واخلي. که نن د ملي پروژو بنسټونه ټینگ نه کړو، کېدای شي سبا بیا ورته فرصت په اسانۍ پیدا نه شي.
زموږ هدف باید د نورو کمزوري کېدل نه، بلکې د افغانستان پیاوړي کېدل وي.