یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+په دې ورځ په شیکاګو کې ستر اور بل شو

په دې ورځ په شیکاګو کې ستر اور بل شو

تاند- له نن څخه ۱۵۲ کاله پخوا د ۱۸۷۱ د اکتوبر په ۸ مه د امریکا په شیکاګو ښار کې ستر اور ولګېد. دې اور، چې د (Great Chicago Fire) په نوم مشهور دی، دوې ورځې دوام وکړ خو د ښار لویه برخه یې په ایرو بدله کړه.

په دې اور کې شاوخوا ۳۰۰ تنه مړه شول.

د نولسمې پېړۍ په نیمايي کې د شیکاګو وده کمسارې وه. په ۱۹۵۰ کې د دغه ښار د نفوس شمېر نژدې ۳۰ زرو ته ورسید او درې لسیزې وروسته د دې درې برابره شو.

د ښار لمنو ته ارزانه ترانسپورت د منځوۍ طبقې خلک خپاره کړل، خو د ښار مرکزي برخې ته نژدې د بېوزلو د اوسیدو په سیمو کې د نفوس ګڼوالی لا زیات شو. په دې سیمو کې ودانۍ لرګینې وې. نو د اورلګېدو چانس ډیر و، خو هیچا فکر نه کاوه چې داسې اور به لګېږي لکه څرنګه چې د ۱۸۷۱ د اکتوبر په دې ورځ ولګېد.

دې اور د شیکاګو ښار مرکزي او شمالي برخې یو مخ ویجاړې کړې او په مجموع کې یې د شیکاګو ښار ۹ کیلومتر مربع ساحه ورانه کړه. د دې پېښې له کبله د شیکاګو تر ۱۰۰ زره ډیر اوسیدونکي بې کوره شول.

ویل کېږي چې اور د شپې په ۹ بجې د الري د کورنۍ په یوه کونۍ کوډله کې پیل شو.

د شیکاګو اور ۱۷ زره ۴۵۰ کورونه وسوځول، چې د ښار په درو کې یوه برخه وو او ټولټال یې ۲۰۰ میلیون ډالره تاوان پېښ کړ.

شیکاګو اوس د الینویس ایالت تر ټولو ستر او ګڼ نفوسه ښار دی. په امریکا کې دا ښار له نیویارک او لاس انجلس وروسته درېیم ګڼ نفوسه ښار بلل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب