Homeخبرونهافغان جاپان روغتون: نېمایي مراجعین مو په کرونا ناروغۍ اخته دي

افغان جاپان روغتون: نېمایي مراجعین مو په کرونا ناروغۍ اخته دي

تاند:( پنجشنبه ، د غویي ۸ )   په کابل کې د افغان جاپان روغتون چارواکي وایي، چې په وروستیو کې یې د مراجعینو د کرونا مثبتې پېښې زیاتې شوي دي.

د دغه روغتون مشر زلمي رښتين ويلي: ((د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د کورونا پېښې د زياتېدو په حال کې دي. پخوا به چې ۴۰ تنو مراجعه کوله، دوه تنه به يې په کورونا اخته وو، خو اوس که ۳۰ تنه مراجعه کوي، ۱۵ يې په کورونا اخته وي.))

د افغان جاپان روغتون مشر په همدې حال کې ډاډ څرګندوي ،چې په ياد روغتون کې د کورونا ناروغانو د درملنې لپاره ټول امکانات شته دي.

روغتیایي چارواکو په داسې حال کې د کورونا د زياتوالي خبر ورکړی،چې د عامې روغتيا وزارت له خوا د خپرو شويو شمېرو پربنسټ، شاوخوا ۱۲ ميليونه کسانو د کورونا واکسين کړي دي.

د دغه وزارت وياند شرافت زمان ويلي ،چې د ۲۰۲۳ م کال له لومړيو د کرونا ناروغۍ د مثبتو پېښو شمېر له ۱۶۰۰څخه تر ۱۷۰۰ پورې رسېدلي و، خو په تېره يوه مياشت کې دا شمېر تر ۲۵۰۰ ډېر شوي دي.

په ورته مهال، یونیسف ادارې ویلي چې په افغانستان کې تر ۷ میلیونو پورې کسان د کرونا پر ضد واکسین شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...