Homeخبرونهد امریکا جاسوسي سپوږمکۍ په مرموز ډول ټوټه ټوټه شوې

د امریکا جاسوسي سپوږمکۍ په مرموز ډول ټوټه ټوټه شوې

تاند (یکشنبه، د تلې/ میزان ۱۳ مه) د امریکا یوه پټه جاسوسي سپوږمکۍ د ځمکې له سطحې سلګونه کیلومتره پاس په مرموز ډول ټوټه ټوټه شوې ده.

د امریکا فضايي ځواک وايي، د «USA-32» په نوم دغه سپوږمکۍ د سپټمبر په ۱۳مه د همغږه نړیوال وخت له مخې د شپې شاوخوا ۹ بجې او ۱۳ دقیقې په ټیټ ځمکني مدار کې ماته ماته شوې ده.

دغه سپوږمکۍ په ۱۹۸۸ کال کې، د سړې جګړې په وروستیو کلونو کې، فضا ته وتوغول شوه او باور کېږي چې د شوروي اتحاد د رادارونو او نورو برېښنايي نښو د څارنې لپاره کارول کېده.

سپوږمکۍ د ځمکې له سطحې شاوخوا ۷۷۵ کیلومتره پاس ټوټه شوې او د هغې پاتې شوني د امریکا پوځ څاري. چارواکي وايي، تر اوسه بلې فضايي وسیلې ته کوم سمدستي ګواښ نه دی رامنځته شوی، خو د سپوږمکۍ د ټوټه کېدو علت لا هم معلوم نه دی.

کارپوهان وايي، کېدای شي د دې سپوږمکۍ، چې شاوخوا څلور لسیزې پخوانۍ ده، د بیټرۍ یا د فشار لرونکې برخې خرابېدا د دې پېښې سبب شوی وي. د فضايي کثافاتو له یوې ټوټې یا کوچنيو اجرامو اسماني ډبرو) سره د ټکر احتمال هم شته، خو تر اوسه داسې څرګند شواهد نه دي خپاره شوي چې وښيي USA-32 د سپوږمکیو ضد وسلې په وسیله په نښه شوې ده.

د سپوږمکۍ له ټوټه کېدو یوه ورځ وروسته، د امریکا د هوايي ځواک وزیر ټرای مینک ومنله چې امریکا په مدار کې د فضايي کنټرول وسلې لري، چې د دښمن د اقداماتو پر وړاندې د امریکايي ځواکونو د دفاع لپاره کارېدلی شي. د امریکا د فضايي ځواک مشر ډګلاس شیز هم یوه ورځ وروسته ورته خبره وکړه.

خو د دغو وسلو د موجودیت او د USA-32 د ټوټه کېدو ترمنځ د تړاو هېڅ شواهد نشته.

امریکا، چین او روسیې په تېرو کلونو کې ښودلې چې د سپوږمکیو ضد وړتیا لري. د فضايي دفاع ځینې نور سیستمونه هم کولی شي بې له دې چې سپوږمکۍ له منځه یوسي د هغو په فعالیتونو کې خنډ رامنځته کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...