تاند (دوشنبه، د تلې/ میزان ۱۳ مه) د تایباد ولسوال حسین جمشیدي وايي، د افغانستان د اسلامکلا په ګمرک کې د اورلګېدو د وروستۍ پېښې له امله د ۱۷ باروړونکي وسایط وسوځېدل چې د هغو له منځه اته د ایران او نهه د افغانستان وو.
جمشیدي د یکشنبې په ورځ د دوغارون د ځمکني سرحد د تنظیم کمېټې په غونډه کې وویل، دا پېښه د تلې په اتمه رامنځته شوه او د اورلګېدنې کره علت لا هم نه دی معلوم او څېړنې یې روانې دي.
د هغه په وینا، د تایباد ښاروالۍ او د دوغارون سرحدي ترمینل د اور وژنې او خوندیتوب ځواکونو په هڅو، پراخ اور د پېښې په لومړیو ساعتونو کې ووژل شو.
د تایباد ولسوال د دوغارون سرحدي سیمې د خوندیتوب د بنسټونو د کمزورتیا په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل چې هره ورځ له ۲۵۰۰ ډېرې لارۍ د دې سیمې په سرحدي تمځایونو او اقتصادي ساحو کې تګ راتګ کوي. د نوموړي په وینا، د سوداګریزو او ترانزیتي فعالیتونو د لوړې کچې له امله، د بحرانونو د مدیریت لپاره د مناسبو بنسټونو نشتوالی د پېښو پر مهال جدي ستونزې رامنځته کولی شي.
جمشیدي ټینګار وکړ چې په دوغارون سرحد کې باید د غیرعامل دفاع جامع طرحه عملي شي. هغه وویل، که څه هم دغه ستراتیژیکه لار له ۱۰۷ کلونو ډېره سابقه لري، خو لا هم د پېښو د مخنیوي او مدیریت په برخه کې د تجهیزاتو او امکاناتو کمښت شته چې باید د اړوندو ادارو په همکارۍ حل شي.
د تایباد چارواکي وویل، د دوغارون په دولتي او خصوصي تمځایونو کې موجود تجهیزات د پراخو پېښو، په ځانګړي ډول د لویو اورلګېدنو د مخنیوي لپاره بسنه نه کوي. د هغه په وینا، د خوندیتوب د امکاناتو لوړول، د دروازو زیاتول او د عملیاتي ساحو تنظیمول باید د اړوندو ادارو په لومړیتوبونو کې شامل شي.
جمشیدي زیاته کړه چې هر کال د اورلګېدو لږ تر لږه یوه پېښه د دوغارون په سرحدي سیمه کې ثبتېږي چې تر اوسه د تایباد او دوغارون د اور وژنې ځواکونو په امکاناتو او د لږ زیان په بدل کې مدیریت شوې ده، خو اوسني امکانات د پراخو پېښو د مخنیوي توان نه لري.
هغه وویل، دوغارون د ایران په ختیځ کې له مهمو اقتصادي مرکزونو او له افغانستان سره د سوداګریزو راکړو ورکړو له ستراتیژیکو لارو څخه دی. د نوموړي په وینا، په دې سیمه کې خوندیتوب، د پېښو مخنیوی او د بحرانونو د مدیریت د بنسټونو پیاوړتیا لازم دی او هر ډول غفلت یې د لویو زیانونو سبب کېدای شي.
دوغارون سرحدي ترمینل او سوداګریزه ـ صنعتي ازاده سیمه له تایباد ښار څخه ۱۸ کیلومتره واټن لري او د ایران او افغانستان ترمنځ د مالونو د ترانزیټ له مهمو لارو څخه شمېرل کېږي.