Homeخبرونهد افغانستان په اړه د مسکو فارمټ ناسته د امیرخان متقي په...

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ ناسته د امیرخان متقي په ګډون جوړېږي

تاند (دوشنبه، د تلې/ میزان ۱۲ مه) ټاکل شوې ده چې نن (دوشنبې) د افغانستان په اړه د مسکو فارمت د مشورتي ناستو اتمه غونډه د امیرخان متقي په ګډون په مسکو کې جوړه شي.

د روسیې د باندنیو چارو وزارت مخکې لا ویلي و چې د افغانستان د پلاوي مشري به د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي کوي.

د باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي پرون (یکشنبې) مسکو ته روان شو چې نن د روسیې په کوربه توب د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ په غونډه کې ګډون وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، د هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغیزستان، پاکستان، روسیې، تاجکستان او ازبکستان ځانګړي استازي او جګپوړي چارواکي به په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د بیلاروس او مصر پلاوي به هم د مېلمنو په توګه په غونډه کې برخه واخلي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، غونډه به د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په وینا پیل شي. ټاکل شوې چې امیرخان متقي د غونډې په څنډه کې له لاوروف سره هم وګوري او د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې وکړي.

د روسیې په وینا، د مسکو فارمت غونډه به له افغانستان سره د سیمې د هېوادونو پر سیاسي او اقتصادي تعامل، د سیمه‌ییزې همکارۍ پر پیاوړتیا او د ترهګرۍ او نشه‌يي توکو د قاچاق پر وړاندې د ګډې مبارزې پر موضوعاتو تمرکز وکړي.

روسي چارواکو ویلي چې په دې ناسته کې به د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې پر روان کړکېچ هم تمرکز وشي. په کابل کې د روسیې سفارت د افغانستان پر خاوره د پاکستان پر بمباریو، چې ملکیانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې، اندېښنه ښوولې وه.

روسیه تر اوسه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی او په نړیوالو ناستو کې یې له طالبانو سره د تعامل او د اړیکو د پراختیا ملاتړ څرګند کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...