شنبه, جولای 27, 2024
Home+واڅلاف هاول څوک و؟

واڅلاف هاول څوک و؟

تاند- نن اکتوبر ۵ مه د چک جمهوریت د ډرامه لیکوال، شاعر، سیاستوال او لومړني ولسمشر واڅلاف هاول (Václav Havel) د زوکړې ورځ ده.

هاول، چې له ۱۹۸۹ تر ۱۹۹۲ پورې د چکسلواکیا (اوس دوه هیوادونه دي) او له ۱۹۹۳ تر ۲۰۰۳ پورې د چک جمهوریت ولسمشر و، د ۲۰۱۱ د دسمبر په دې ورځ د ۷۵ کلونو په عمر مړ شو.

هاول د یوه شتمن زوی و چې په ۱۹۴۸ کې په چکسلواکیا کې د کمونیستي حکومت له واک ته رسیدو وروسته د هغه رستورانونه او نوره شتمني ضبط شوه.

دی په کوچینواله کې تر ډېر فشار لاندې و. حتي زده کړو ته نه پرېښودل کېده. په دې خاطر چې کمونیستانو د بورژوا (پانګوال) زوی باله، د هغه د زده کړو مخه یې ونیوله خو په خواریو یې نه یوازې د شپې له لوري منځنۍ زده کړې وکړې بلکې پوهنتون ولوست.

ده په ۱۹۵۹ کې د تیاتر د پردې تر شا کار وموند او ژر یې له یوه بل لیکوال ایوان ویسکوچلي سره په ګډه د ډرامو په لیکلو پیل وکړ. تر ۱۰۶۹ پورې هاول د ډرامو یو مستقل لیکوال شو.

هاول د اصلاحاتو لپاره پر له پسې مبارزه کوله. دی په ۱۹۶۸ کې د ازادیو لپاره د هغو مبارزو برخوال و چې د پراګ په پسرلي مشهوره شوي دي.

د شوروي اتحاد له لوري د چکسلواکیا له نیولو وروسته د هاول ډرامې منع او پاسپورت یې ضبط شو.

د ۱۹۷۰ یمې او ۱۰۸۰ یمې لسیزو په لړ کې په ځلونو ونیول شو او (له ۱۹۷۹ تر ۱۹۸۳ پورې) ۴ کاله یې په دې خاطر په محبس کې تېر کړل چې په چکسواکیا کې یې د بشري حقونو لپاره فعالیت کاوه.

د هاول لومړنۍ ډرامه، چې یوازې ده لیکلې، Zahradní slavnost نومېږي چې په ۱۹۶۳ خپره شوې ده.

هاول د کمونیستي رژیم له پرزېدو وروسته په ۱۹۸۹ م کال د چکسلواکیا لومړنی ناکمونیست ولسمشر شو.

د چکسلواکیا له بېلېدو وروسته په ۱۹۹۳ کې د چک جمهوریت لومړنی ولسمشر غوره شو. دی په ۱۹۹۸ کې د دوهم ځل لپاره ولسمشر انتخاب شو خو په دې دوره کې یې روغتیايي وضعیت ښه نه و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب