Home+لوګی (لنډه کیسه) لعل پاچا ازمون

لوګی (لنډه کیسه) لعل پاچا ازمون

د کابل خونړۍ پېښې یو انځور
په سترګو کې یې لوګي کړۍ کړۍ زنځیر وغځاوه، پر سپېرو شونډو یې ژبه راښکله، لاس یې د څنګ ملګري ته وغځاوه:
ـ یو دود راکړه.
ځواب یې وا نه ورېد، بیا یې غږ وکړ:
ـ تا ته وایم یو دود راکړه، کنه!؟
بیا هم بې ځوابه پاتې شو، لکه تودې تبې چې نیولی وي، اوسپنیز کټ یې وشرنګاوه، یو دم یې سر را پورته کړ، سترګې یې په یو سپین چپني منډلي سړي ولګېدې چې ښی لاس یې په ږیره راښکه او ده ته یې سر ښوراوه. ګل په مخ  لاس راښکه، د سترګو د لوګیو په کړیو کې یې د څنګ ملګری و نه لید، سر ته ولاړ ناشنا سړي ور ته وویل:
ـ له ډېران او لوګي نه مو خلاص کړې.
ګل سر وښوراوه، ورو ورو راپاڅېد، اخوا دېخوا یې وکتل، ګوري چې دده په څېر ډېری ترخه لوګي وهلي پر اوسپنیزو کټونو پراته دي او خپلو ګوتو ته ګوري. ګل هم خپلو ګوتو ته ځېر شو، شک ور ولوېد، ګوتې یې سترګو ته نږدې کړې:
ـ دا زما دي؟
اوتر اوتر یې یو خوا بل خوا وکتل، ویې لیدل چې ټول دده په څېر خپلو ګوتو ته ګوري، د یوه په لاس کې یې هم دود و نه لید. بیا یې ځان وپوښت:
ـ دا زه دلته څه ته پروت یم، چا راوستی یم، دا ګوتې خو زما نه دي؟
بیا یې ګوتې سترګو ته نږدې کړې.
ـ زما ګوتې خو تورې وې؟! دا څنګه سپینې شوې دي؟ هغه شنه شنه نوکان!! هغه څه شول؟
د کوټې چت ته یې وکتل، پر سپینه روجايي لاس راښکه، بېرته یې بالښت ته ډډه ووهله، لاندنۍ شونډه یې په غاښونو ټینګه کړه:
ـ اف دا زما ځای چا بدل کړ؟
سر ته ولاړ سپین چپني ور ته وویل:
ـ  که خیر وي، اوس رغېږې.
ګل لکه مار په کټ کې تاو راتاو شو، دواړه لاسونه یې تخرګونو ته تېر کړه:
ـ اف وسوم، ما ته … ما ته …
هیچا ځواب نه ورکاوه. ګل واوښت را واوښت، د لاس په ګوتو یې خارښ نه کرارېده، بیا یې چغې کړې:
ـ وسوم وسوم…
دا ځل یې سر ته دوه درې نور سپین چپني ودرېدل. همدا یوه خبره یې ور ته کوله:
ـ لږ صبر وکړه، ښه کېږې.
ګل له دوی مخ واړاوه او د څنګ پر ملګرو یې غږ وکړ:
ـ لږ راکړئ، وسوم.
هغوی خپلو تشو ګوتو ته کتل. ګل ډېرې نارې سورې وکړې، خو چا یې غږ ته د پخوا په څېر د مرستې لاس ور و نه غځاوه.
سپین چپنو ور ته وویل:
ـ یو څو ورځې به وکړېږې خو بیا رغېږې!
ګل بیا خپلو ګوتو ته وکتل، د ګوتو په سرونو کې یې په اور سوې نښې ولیدې، پر شونډو یې وڅټلې، خو هغه پخوانی خوند یې پکې و نه موند.
دا ځل یې سر ته په سپینه جامه کې یو بل سړی ولاړ و، پر اوږده ږیره یې لاس راښکه:
ـ اوس به که خیر وي، ددین په رڼا مو سترګې رڼې شي.
پر ګل او شاخوا ته پرتو کسانو باندې به چې لږ خارښ ولګېد، نو سپين چپنو  به دستي اوبو لاندې ودرول او بیا به یې یو څه درمل ور ته ورکړه.
د هر یو په سترګو کې د ترخو لوګیو کړۍ تاوېدې، همدا یو غږ به یې کاوه، زموږ ژوند تریخ لوګی و، خو هغه سپینه پګړۍ پر سر سړی به راغی او ور ته به یې وویل:
ـ توبه وباسئ، اوس د خدای او رسول لارې ته برابر شوئ.
د دوی سترګې په ترخه لوګي پسې ختلې وې، هر یو به خپلو ګوتو ته کتل او د ترخه لوګي ننداره به یې پکې کوله، ګوتې ورځ په ورځ سپیندې او د تریخ لوګي کړۍ یې له سترګو شړلې. ګل په زړه کې کرل او رېبل چې یوه ورځ به دی په سپینو ګوتو د مرغلرې په تورو څڼو کې سره ګلان ږدي او د خپلې لور په زېړو اننګو کې به پرته اوښکه پخپلو سپینو ګوتو وچوي.
د ګل په زړه کې دې هیلې وزرې غوړولې او خپلو ګوتو ته به یې کتل، د ګوتو په کتو کتو کې پرې خارښ ولګېد،  خارښ یې له بدنه سره لمبه تاوه کړه، سرې لمبې په تورو لوګیو کې تر څنګ پراته ملګري او سپین چپني خو پرېږده چې خپلې ګوتې هم ترې پوپناه کړې.
۲۰۲۶/ ۲۷/ ۳ بلامسبوري ـ مېرېلنډ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عارف و نه هم احمدظاهر فراموش نمی شوند| پوهاند دودیال

( به مناسبت وفات عارف هنرمند نامدار ایران و یک اقتراح) شادروان احمد ظاهر و عارف کیا هردو دوستداران زیادی داشتند. هردو تقریباً در یک...