چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeادبلنډه کیسهخيرن زړونه/ نسيمه باري

خيرن زړونه/ نسيمه باري

کله چي زرغونه لږ  پیغلوټې سوه، نو د هغې مشر  ورور  کمال  يې له مکتب سره مخالفت  وښود، ويل زموږ په خپلوانو او تربورونو  کي تر اوسه پوري چا پیغله نجلۍ مکتب ته نه ده استولې. که موږ  دا کار وکړو، نو تربورونه به پیغور راکړي او بله خبره دا ده چي  مکتب نجوني بې لاري کوي، موږ ولي په لوی لاس خپله د پلروونو او نیکونو خولۍ پر مځکه وغورځوو، خو د زرغونې پلار يې په خوله کي خبره وروچه کړه، ويل زه تر تا د تربورونو او خلکو په رواج ښه پوهیږم  او په غيرت کي هم تر تا پاته نه يم. زرغونه زما لور ده او ما تربيه کړې ده. که  د يوې نجلۍ کورنۍ تربيه سمه وي، نو د مکتب لپاره له کوره وتل هيڅ بد اغیز نه  ورباندي کوي.

زرغونه په يوولسم ټولګي کي وه چي ناروغه سوه. ورځ  په ورځ  کمزروې  کیده او رنګ يې تک ژيړ واوښت. اکثره وخت به يې د نس له درده شکايت کاوه، خو نس يې مور ته نه ورښکاره  کاوه. يو څه وخت يې د نس دردونه  وګالل، خو نور  يې ځان نه سوای ټينګولای، په بستر کي پرېوته او يوه اوونۍپرله پسې مکتب ته نه ولاړه. په دې وخت کي يې پلار يو ليري ځای ته په سفر تللی و.  مور يې کمال ته د زرغونې د ناروغۍ وويل، کمال  د لغاز  او کنايې په ډول وويل: ډاکټر ته څه ضرورت دی،پرېږده چي مکتب خلاص کړي، پوهنتون  ووايي او ډاکټره سي، بيا به  د ځان علاج خپله وکړي، يوازي د ځان علاج خو څه کوې، د ټول کور  او کلي په ښه به ورسي.  مور چي يې له کمال څخه ناهيلې سوه، نو خپله يې چادري په سر واغوسته او زرغونه  يې يوه نژدې کلينيک  ته بوتله.

کله چي ډاکټر د زرغونې نس لڅ کړ، نو ګوري چي نس يې غټ سوی دی، داسي ښکاري لکه د دريو يا څلورو مياشتو کوچنی چي لري. له دې سره سم  د زرغونې د مور بڼه والوته، خولې پر راماتي سوې، نژدې وه چي ضعف ورباندي راسي.  ډاکټر ويل  د ناروغ  د  اميدوارۍ څوومه مياشت ده؟ په دې وخت کي د زرغونې مور په ژړا سوه، ويل څه شی؟   لور  مي کوچنی لري؟  کوچنی له کومه سو؟ دا خو پیغله ده؟  ډاکټر سر وښوراوه، ويل موري لږ حوصله وکړه،  دا دی  معاينات  او ټلويزيوني عکس  ورته ليکم، وروسته  به  معلومه سي چي څه خبره ده؟  تر دې وروسته زرغونه او مور يې يوه لابراتوار  ته ولاړې.  لابر اتوار  والا ورته  وويل چي د نتيجې لپاره سبا سهار راسئ.

زرغونه  او مور چي يې کور ته راغلې، نو مور يې پر زرغونې سترګي راغټي کړې، ويل کمال زوی خو مي ښه ويل چي مکتب نجوني بې لاري کوي، تا خو هغسي زموږ  پزه راپرې کړه، هغسي دي  د سپين ږيري  پلار  شمله ورټيټه کړه. تا څنګه داسي کار کاوه ها؟ تا زموږ  د کور عزت ته هيڅ پام و نه کړ؟ راته ووايه له کوم هلک څخه اميدواره سوې ها؟ له دې سره  سم  يې زرغونې ته ورحمله کړه او د سر تر وېښتانو يې ونيوله. زرغونې په منډه قران شريف راواخيست، ويل زما دي د خدای په دغه  کلام قسم وي که مي له هيچا سره زنا کړې وي، دومره صبر خو وکړه چي د معايناتو نتيجه معلومه سي، بيا که دي هره سزا راکوله زه يې منم.  په دې وخت کي د څنګ په کوټه کي د کمال ټوخی واورېدل سو. د زرغونې مور  ژر  ژر  خپلي اوښکي په پلو پاکي کړې او له کوټې څخه ووته.

د زرغونې مور سهار وختي له خپل لس کلن زوی جميل سره لابراتوار  او بيا ډاکټر ته  ولاړه. ډاکټر چي د معايناتو او تلويزيوني عکس  راپورونه  وکتل، ويل د ناروغ په تخمدان  کي تومور  پيدا سوی  دی

–  څه شی!  تومور؟

–  هو تومور

–  کوچنی خو به  نه  لري؟

–  نه کوچنی نه لري، بيخي د کوچني خبره نه ده، د تخمدان تومور يوه غټه دانه ده چي کټ مټ داسي معلومیږي  لکه  ښځه چي کوچنی لري

–  الهی شکر چي عزت  مو خوندي سو، ښه نو ډاکټر صاحب د تومور علاج کیدای سي که نه؟

–  هو علاج يې کیدای سي، تاسي ناروغ درسره راولئ، په دې اړه به وروسته پوره معلومات  درکړم.

د زرغونې مور په منډه کور ته راغله، په څیره کي يې خوشالي  له ورايه ښکارېده، د معايناتو کاغذان يې په لاس کي نيولي او سيده د زرغونې خوني ته ورغله، ويل زرغونې لوري  ډاکټر ويل دا تومور دی او علاج  يې هم کیدای سي، خو ګوري چي زرغونه په وينو لړلې پرته ده او پر نس يې څو ټپونه معلومیږي. مور يې هغه په غیږ  کي راپورته کړه، د زرغونې شاوخوا ويني ډنډ ولاړي دي او دا په تکليف سا اخلي.د  مور يې تر خوله يوه سوې چيغه ووته،  ويل لوري مور دي  تر تا قربان سي دا څه دروسوه؟  دا کوم ظالم په چړو ووهلې؟ زرغونې په بنده بنده ژبه وويل: کممممم، کمال. په دې وخت کي يې د معايناتو کاغذونو ته مړې سترګي ورواړولې او  پر شونډو يې يوه ترخه موسکا ښکاره سوه.  همدا يې د ژوند اخيري کتل او موسکا وه، سترګي يې همداسي روڼي پاته  سوې.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب