له کړکۍ یې سر راایستلی و. د جمپر زنځیر مې پورته کړ. په چرت کې شوم چې څرنګه یې په دې سړه هوا کې د دریم پوړ کړکۍ خلاصه پرې ایښې ده؟
دا سوال تر هغو په ذهن کې راتیریده او د ځواب موندلو په لټه کې وم چې کله د کوڅې د کوز سر د دوکان په لور د سګریټو د اخیستو په فکر چټک شوم.
ما نن سبا سګریټ کم کړې دي، یو سهار څکوم یو ماسختن. دوکاندار د سګریټو دوه ډبیه راته کیښودل، ما یو راواخیست، ده وخندل ماهم وخندل. له دوکانه چې راګرځیدم بیا مې په هاغه نجلۍ سترګې ولګیدې، دا لاهم په ورسۍ کې ولاړه وه. شمال یې اوږده ویښته دومره ببر کړی و چې د کړکۍ پله یې په بره نیوله. هاغه هیر شوي سوال مې بیرته د ذهن کړکۍ پرانیسته چې په سړه هوا کې یې څرنګه اورسۍ خلاصه کړې ده؟
ناببره مې پام شو چې په لایټر پسې جیبونه پلټم، راپه یاد شول چې لایټر مې په کور کې پرې ایښی دی، خو پوه نه شوم چې تر څه منځ مې د سګریټ له ډبي پلاستیک لرې کړی او سګریټ مې په شونډو کې نیولی دی. سګریټ مې بیرته په ډبي کې کیښود، سر مې وربند کړ، دې ته مې وکتل، دې خندل.
نه پوهیږم چې زما هیرجنې ورځې ته خندنۍ وه که بله خبره وه؟
دې سوال ته مې تر کوره کره ځواب پیدا نه کړ. په کور کې پوښتنې ډيرې شوې:
بل ډول یې نه خندل؟
ولې تر دومره ډیرو ولاړه وه؟
یخ یې نه کیده؟
په ما پسې یې خندل؟
سګریټ مې په شونډو کې نیولی و. د نن شپې سګریټ خو دې څکولی دی؟
سګریټ مې بیرته په ډبي کې کیښود، سر مې په بالښت ولګاوه.
د دروازې په زنګ راویښ شوم، وره ته ورغلم، یو چا کور غلط کړی و. سګریټ مې له ډبي راوایست، وخت یې و، کړکۍ مې پرانیسته سوړ شمال ته ټوخي پسې واخیستم.
پای