چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهله یوې میاشتې راهیسي هیواد ته د الوتکو تېل وارد شوي نه...

له یوې میاشتې راهیسي هیواد ته د الوتکو تېل وارد شوي نه دي

تاند (جمعه، د ثور ۳مه) د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه (ACCI) وايي، له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې افغانستان ته د الوتکې سونګ وارد شوي نه دي.

دې خونې اندېښنه وښوده، ویې ویل چې د طالبانو حکومت باید دا ستونزه هواره کړي او له ترکمنستانه دې وغواړي چې افغان سوداګرو ته اجازه ورکړي چې له دغه هېواد ته تېل وارد کړي.

 د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولانو زیاته کړه، له ترکمنستان سره د تېلو د پېرلو تړون قرارداد شوی او پیسې هم لېږدول شوي خو دا هېواد افغانستان ته د تېلو د ننوتلو اجازه نه ورکوي.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دوى دغه ستونزه څېړلې او غواړي، چې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت له لارې یې هواره کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې د چارواکو په وینا، ترکمنستان نه یوازې د الوتکو د تیلو د داخلیدو اجازه نه ورکوي، بلکې د خوراکي توکو په لیږد کې هم ستونزې پېښوي او دوی غواړي چې د سوداګرۍ او صنایعو اخونه دا موضوع له ترکمنستان سره شریکه کړي.

1 COMMENT

  1. دا خبیث سفر سوډر ولي له افغانستان سره تربګني شروع کړه؟ روپۍ یې هم جیب ته اچولې او سودا هم نه ورکوي ! دغه خو بدماشي ده .😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب