که ملګري ته دې ټلېفون وکړې ورته ووايې؛ څنګه يې، هغه ځواب در کړي (په کور کې مسافر یم.) خبره یې د منلو نه ده، په کور کې مسافري نه کیږي، خو باور ځکه پرې کېدلی شي، چې مېرمن به یې له پلار یا بل خپل کره د شپو ورځو لپاره لاړه وي او دی به یوازې پاتې وي، دې ته په ادب کې پرډاکس(Paradox) وايي.
پرډاکس هغه بیان دی چې په ښکاره بې معنی یا متناقض ښکاري، خو که ورته ځېر شو، معتبره معنی لري. ادیب هغه مهال له پرډاکس( پاراډوکس) کار اخلي، چې غواړي، یوه مهمه خبره، په محدودو لفظونو کې وکړي.
حضرت خوشال بابا وايي
ستا په مخ کې ننداره د هغه مخ کړم
چې له ډېره پیداییه ناپدید شو
له پیداییه ناپدید کېدلو کې، که د منطق له مخې تناقض ( پیدایي او ناپدیدي د یو بل مخالفې کلمې دي) شته او په منطق کې غیب بلل کیږي، خو په هنر او ادب کې خورا لوړ کمال دی. ستر خوشال په دغه پرډاکس سره د عادي هنري بیان دود مات کړی دی، چې له دې لارې حقیقت او مهمه خبره وړاندې کړي.
له پیداییه ناپدید کېدل، ساده ښکاري، خو په حقیقت کې د خدای شتوالی ښيي. همدا وجه ده چې کلېنټ بروکس پرډاکس د شعر لپاره مناسبه ژبه بولي. هغه وايي، یو پوه ته پکار دي چې د حقیقت بیانولو لپاره بې پرډاکسه ژبه
وکاروي، خو شاعر چې کوم حقیقت بیانول غواړي، له پرډاکس پرته یې بیانولی نه شي؛ یعنې داسې بیان چې په ښکاره متناقض وي، خو که باطن یې وپلټو عین حقیقت وي. ۱
د پرډاکس همدغه کمال دی چې په اوسمهالې ادبي کره کتنه کې ډېر پامتدار دی، دا ځکه چې پرډاکس د پراخو بلاغي طرحو لپاره لویه لمن لري، په دې صنعت سره هر ډول حیرانونکی ادبي کږلاری او له دودیزو عقایدو او انګېرنو بغاوت ممکن دی، همدا وجه ده چې بروکز وايي، د شعر ژبه پرډاکسي ژبه ده. ۲
د پرډاکس ارزښت په دې کې دی چې ادیب د هغه له لارې پر خپله خبره ټینګار کوي، څه چې په پیل کې ناشوني ښکاري، په حقیقت کې شوني او د منلو وړ وي، په همدې وجه لوستونکي ته ټکان ور کوي، هیښوي یې.۳
رحمان بابا وايي،
کل وسواس له ډېر احتیاطه پیدا کیږي
زه له ډېرې هوښیاریه لېونی شوم
له هوښیارۍ لېونی کېدل، به ناشوني ښکاري، خو د منلو دي، ځکه ځینې خلک چې له اندازې ډېر محتاط وي، وسواسي کیږي او خبره یې تر لېونتوبه رسیږي. دا چې رحمان بابا لېونی شوی دی، که روغ پاتې دی، ځان ته خبره ده، خو په پورتني پرډاکسي کلام سره یې په خپله خبره ټینګار کړی دی، لوستونکی یې ډېرې توجو ته اړ کړی دی، خبره یې پرې منلې ده.
رحمان بابا په بل ځای کې وايي:
د غونچې په څېر په سل ژبو خاموش یم
لکه بوی هسې په پټه خوله ګویا یم
نوموړی په دغه بیت کې ځان له غونچې سره ورته بولي، چې سپېڅلې ده، په خلکو کې منلې ده. ور سره زیاتوي، چې د غونچې په څېر خلکو ته ګوري، په کار یې کار نه لري، هیڅ خبرې نه کوي، خو دا خبرې نه کول یې هم په دې معنا نه دي چې له خلکو بې پروا دی، بلکې شعر او کلام یې له غونچې د جوړېدونکي ګل د بوی په څېر دی چې په پټه خوله ټولو خلکو ته ځان رسوي، د خلکو زړونه تازه کوي او خلک په ځان خبروي.
په پورتنیو بیتونو کې له پیداییه ناپدید کېدل، له هوشیارۍ لېونی کېدل، په پټه خوله ګویا کېدل، داسې پرډاکسونه دي چې کلمې یې څنګ په څنګ راغلې دي. ادبپوهان وايي، که په کومو پرډاکسي ویناوو کې دوه تصویرونه یا دوه کلمې خوا په خوا راشي، چې په ښکاره او لفظ کې هم د یوې بلې په مقابل کې ولاړې وي نو دغه پرډاکس ته (Oxymoron) وايي، چې لغوي معنا یې (wisely foolish) یا روغ لېونی پرډاکس دی. ۴
که څه هم ادیبان وایي، چې روغ لېونی پرډاکس د دوو متضادو او ناهمغږو کلمو پرډاکس دی چې دواړه کلمې یې څنګ په څنګ راغلې وي او په ښکاره هم د یوې بلې مخالفې وي؛ لکه شپه ورځ، ښادي او غم، رڼا او تیاره او داسې نور، خو دغه کلمې هغه وخت پرډاکسي بلل کیږي چې په دوی کې یوه د بلې د پیاوړتیا لپاره وي، یا شاعر په یوه کلمه یا انځور د ټینګار لپاره بله کلمه راوړې وي، په دغو دوو متضادو کلمو کې به یوه مجازي وي او د بلې هغې په معنا به ټینګار کوي.
که داسې نه وي، هره کلمه ځان ته ځان ته خپلې معناوې ولري، نو پرډاکس یې بللی نه شو ، بلکې طباق یا مقابله ده لکه چې رحمان بابا وايي نشي د خانانو ملنګانو سره کلي چېرته عزیز خان چرته ملنګ عبدالرحمان په پورتني بیت کې خانان او ملنګان دوه متضادې کلمې دي، څنګه په څنګ هم راغلې دي، خو پرډاکس یې ځکه جوړ کړی نه دی چې یوه د بلې د معنا لپاره نه ده راغلې، نه یوه کلمه پر بله هغه ټینګار کوي، هره یوه جلا جلا معنا لري، چې دغه صنعت ته په ادب کې طباق وايي.
له پرډاکس سره د طباق او مقابلې توپیر په دې کې دی چې په وروستیو دوو صنعتونو کې دوه متضادې کلمې یا دوه مسرې راځي، خو هره یوه خپله خپله معنا لري، په طباق کې دوه متضادې کلمې وي او په مقابله کې د دوو مسرو ترمنځ په معنا کې تضاد وي. ښې بېلګې یې د نوښتګر شاعر دروېش دراني لاندې بیتونه دي.
له ما ګوښه دي له ما ډېر لرې ودان دي خلک
زه تورې خاورې یم او ستوري د اسمان دي خلک
زړونه یې وګوره چې تور نه وي د کفر په شان
مخ ته یې مه ګوره که سپین لکه ایمان دي خلک
په پورته بیتونو کې تورې خاورې د اسمان د ستورو، تور د سپین او کفر د ایمان په مقابل کې راغلي دي، چې طباق یا مقابله صنعتونه یې جوړ کړي دي. د پرډاکس بل ډول هغه دی چې په ټول بیت یا وینا کې خور ور وي، د روغ لېوني پرډاکس په څېر څنګ په څنګ په دوو متضادو کلمو کې راغلی نه وي. دغه پرډاکس په عامیانه خبرو کې هم وي. یو ملګری مې له یوه سوداګر سره منشي دی، پیسې لري، جیبونه یې ترې ډک وي، خو دا چې پخپله ښمر یې نه کوي، نو کله کله وايي، په شته پیسو کې تش لاس یم. دغه هم یو ډول پرډاکس دی، خو له څو کلمو (شته پیسې او تش لاس) جوړ دی چې په ښکاره د یوې بلې په مقابل (تضاد) کې هم نه دي.
پای
اخځونه
۱ جاذبه جادویی شعر حافظ، تحریر کارګاه خیال، صالح حسینی
۲ او ۴ حکایت شعر نویسنده رابین سکلټن برګردان مهر انګېز اوحدی
۳ Poetry and the Elements of Poetry, Laurence Perrine Southern
Methodist University