یکشنبه, مې 5, 2024
Homeکالمونهترکاڼي د بيزو کار نه دی

ترکاڼي د بيزو کار نه دی

ډاکټر فرقان احمد توقير

واک، مقام او چوکۍ عجيب شيان دي، روغ جوړ سړی به وي، له سده به يې ايستلی وي، تر دې چې که لږ ورته ځير شې، نورمال يې نه‌شې ګڼلای، لکه رواني ناروغ درته ګډ وي.

که نه جګ جوړ سړی او د مودو ملګری به دې وي، ناسته پاسته ان ملاسته به يې درسره ګډه وي، خو چې پر چوکۍ ور وغورځېده، لکه مار اووه پوستکي به يې غورځولي وي، کلونه به مو په يوه تالي کې خوړلي وي، خو اوس به په غبرګو پښو په هغه تالي کې درته ولاړ وي.

چې ورته ځېر شې، ته به وايې مسخه شوی، په بله بڼه او څېره يې به مومې ان چې په خبرو او اکټونو به يې هم د دغسې بدلانه سيوری غوړېدلی وي.

زه د خپل همدغسې يوه ملګري چارواکي ليدو ته ورغلم، په دې کې لومړنۍ ستونزه دا وي چې تر وزارت به ګردچاپېره ګرځې دروازه به نه‌شې موندلای، چې و دې موندله او په دروازه کې ولاړ عسکر ته ووايې؛

له وزير صاحب سره وينم، کښته پورته درته وګوري چې جناب جلالتماب دې څنګه و نه ويل؟ تر دې وروسته دې په خپله سر په دې ښه خلاص کړي چې دا موشاده وګوره او له وزير صاحب سره ملاقات؟

ما تر دې وړاندې له وزير لاندې د يوه پخواني ملګري کور ته په ورتلو، په دروازه کې ولاړ عسکر ته هغه په نامه ياد کړ، وسله‌وال له نفرت او کراهته په ډکو کتو راته وويل؛ … له تا زو کړی؟

په زړه کې را وګرځېده، راشه ورته ووايه چې دا ښاغلی له ما سره دومره خرابه سوانح او دوسيې لري چې ستا به يې هم له يادولو د سر سپږې تښتېدلې وي.

دا هسې منځ‌پېښه وه، له ببرو او ژورو کتو وروسته څو لنډې اوږدې پوښتنې درته کتار کړي چې په ځوابونو دې ښه ستومانه کړي. په مخابره کې چا ته وايي، يو کس راغلی وایي ترکاڼ يم، له وزير صاحب سره وينم. ما ويل ترکاڼ نه فرقان. ويل دواړه يوه خبره ده، دی نه پوهېده چې ترکاڼي د بيزو کار نه دی.

له هغه لوري له يو څه ځنډه وروسته ورته وويل شول، له تلاشي وروسته يې را پرېږده.

ما ته د تالاشي د دې نوي دود له مخې وويل چې مخ دېوال او شا ده ته واړوم، دا ډېره بې‌کاره تالاشي ده چې امريکايانو دود کړې ده.

په ۲۰۰۲م کې چې کراره کراري وه، طالب په لروين «ذره‌بين» نه‌شوای موندل کېدای، بهرنيانو د مزو اخيستو له‌پاره تالاشي او د دغسې تالاشيو عکسونه اخيستل. دوی به لويو لارو او واټونو ته په راوتلو موټران ودرول، له مساپرو به يې په ليکه کې دغسې تالاشي اخيستله.

يو سړي ته چې له ما وړاندې و، امريکايي پوځي موټر ته د مخ اړولو وويل، خو سړي له دغسې تلاشي نټه وکړه، امريکايي همدغسې تلاشي ته ټينګ و، بالاخره سړي منډه کړه، امريکايي پسې ډزې کړې، دوړې شوې، چيغې شوې، مالومه نه‌شوه ولګېد که وژغورل شو؟

يوه سړي چې په دغسې تلاشيو کې د ګوتې ورکولو خبره کوله، ما ورته وويل؛ ګوتې به يې نه ورکولې، هسې به يې په خطايي لاس پرې لګېدلی وي، خو دی په ګوته ټينګ و.

له ما يې هم پر همدغه نوي موډ تلاشي واخيسته، ښه وه ګوته پکې نه وه، داسې نه چې بله ورځ يې څوک په سوانح کې راپسې راپورته کړي.

بيا به يې په کږو وږو وسپنيزو کټارو ورسيخ کړم، لکه په دوبي کې چې اميګريشن ته ولاړ وې، هلته ښه ده سړی د مخکېني په پله ګام اخلي، خو دلته سړه سنا وه چې له امله يې څو واره په غلطو کټارو له ور برابرېدو په بېرته ګرځېدو ته اړ شوم.

دې لالهاندي ووېرولم چې هسې نه له څارونکي برجه مې د ځانمرګي په ګومان په نښه کړي.

پوه نه‌شوم وزير په څووم پوړ کې و، دغه برخه لکه حرم‌سرای د وزارت له نورې ودانۍ په ځانګړې دروازه او حدود اربعه کې جلا شوې وه.

دلته يې له ما موبايل واخيست، له سره يې تالاشي کړم او بيا يې د يوه ژڼکي په ملتيا د وړاندې تلو اجازه راکړه.

په يوه خونه کې له کښېناستو وروسته يې بلې کوټې ته بوتلم، هلته يې يوه پياله شين سوړ چای او يو چاکلېټ راته کېښود. چاکلېټ نه، خو چای راته لکه په پخوانيو ازموينو کې د حتمي سوال ځواب ښکاره شو چې په معده او کولمو کې د خطرناکو توکيو پته ښه لګولای شي.

وړم کال يې د ډيلي په يوه روغتون کې له کتنو وړاندې په ما په زوره همدغسې يو محلول څښلی و. له دې پس بلې او هغه وروسته د بلې کوټې وار را ورسېد، تر هغې چې توبه مې قبوله او د وزير صاحب په حضور د مشرف کېدو وار را ورسېد.

ايله دلته څرګنده شوه چې تر دې ځايه د ترکاڼ په نامه را رسېدلی يم چې وزير صاحب د خپلې نوې ماڼۍ له‌پاره له پېښوره را غوښتی و.

وايي د کوم لوړ پوړي چارواکي ليدو ته يې د پوهنتون ټولګيوال ورغلی و، هلته يې له خولې د ده د کش و فش په ليدو «بیشک بچیش» ختلی و چې خړپ په چپلاخه يې هرکلی وشو. ته نه پوهېږې چې د يوه هېواد د اټارني جنرال پر وړاندې ولاړ يې؟

د ولسي جرګې يوه پخواني وکيل به ويل چې له ظاهر شاه سره يې يو ساعت، دوه ساعته خبرې کړې، داسې او هغسې يې ورته ويلي دي.

يوه ملګري ورته کړه، د ليدو او ملاقاتونو دې منم، خو د هغسې او دغسې خبرو دې نه‌شم منلای چې دا يو دوه ساعته به تا ټول د حضور اعليحضرت همايوني او نورو القابو په يادولو تېر کړی وي.

له ما هم د چپلاخې له وېرې د خپلې مدعا پر ځای د ملاقات وخت د جناب جلالتماب په ويلو تېر شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب