ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلي په ۱۳۸۶ لمریز کال کې د قطغن د پخواني اجتماعي ژوند په اړه ځينې یادښتونه ولیکل. هغه مرحوم د دغو یادښتونو د لیکلو په وخت اتیا کلن و او دا یې د ژوند وروستی نثري اثر دی چې په تاند کې برخه برخه خپریږي. څرنګه چې متن شپاړلس کاله پخوا لیکل شوی دی نو که لیکوال مثلا دوه اویا کاله پخوا یادوي، منظور ورنه اوس طبعا اته اتیا کاله پخوا زمانه ده.
ډېر پخوا به حاجیان د وچې له لارې پلي تلل، بیا چې انګریزانو د مجهزو بحري جهازونو په ذریعه بحري سفرونه اسانه، ارزانه او بې خطره کړل، افغانانو به د حج د مراسمو د تر سره کولو په غرض د هندوستان بندرونو ته ځانونه ورسول، په بحري جهازونو کې به یې سفر کاوه. نو چې یو حاجي به د حج د فریضې د ادا کولو په نیت له کوره ووت، په یوه، یوه نیمه میاشت کې به ایله کعبې شریفې ته ورسېد، څو به د حج مراسم پای ته رسېدل او دوی به بیا اوږدو مزلونو ته ځانونه جوړول،شپې ورځې به ورباندې ووتلې.خلاصه له کوره وتلی حاجي صاحب به ایله په پنځمه شپږمه میاشت په خیر اوعافیت راورسېد.
کله چې هوایي سفرونه میسر شول، د څو میاشتو سفر په یوه میاشت بې تکلیفه سفر بدل شو.
د پلي سفر ډېره زمانه وتلې ده. په هغو دې مورخین غږېږي. زه به د خپلې زمانې د حاجیانو له سفره یو برسېرن حال درکړم. برسېرن په دې معنا چې بدبختانه زه تر اوسه په دې نه یم بریالی شوی چې د حج د سفر ستونزې وګالم او هغه روحي تسکین حاصل کړم چې له دې مبارک سفر څخه د یوه حاجي په نصیب کېږي.
دا خو مې وویل چې تر فضایي سفر پخوا به مو حاجیانو د بحر له لارې ځانونه مکې معظمې ته رسول. تر بیا رارسېدلو به یې کورنۍ او خپلوانو ډېر اوږد انتظار ورته ګاللی و، خلکو یې نسبت اوسنو حاجیانو ته ډېر احترام کاوه. دې احترام له انتظاره سیوا نور علتونه هم لرل. مثلا
۱ – اوږدې مسافرۍ ، د وچې او اوبو مزلونو او هلته له ډېرې مودې پاته کېدو وروسته راتګ به خامخا د حاجي په صحت اثر کړی و، زېړ زبېښلی به راورسېد چې خلکو ته به نوراني ښکارېده.
۲ – څرنګه چې هغه وخت هر شتمن دومره اوږدو مزلونو ته زړه نه شوای تړلی، نسبتا لږ شتمن به حاضرېدل چې دې ستونزو ته زړه ونیسي، نو خلکو به ډېر ایمانداره او مومن ګڼل.
۳ – په عربستان کې اقامت به نور هم معنوي انسان ترې جوړ کړی و.
۴ – چې بېرته به راغی د څو میاشتو مسافري او د وچې او بحري مزلونو ډېرې خاطرې به یې لرلې چې په میاشتو میاشتو به یې اورېدونکي مشغول ساتلی شوای.
۵ – څرنګه چې د حاجي صاحب سفر د خدای په لاره کې و، خلکو ته د ده هره ستونزه هغسې ښکارېده لکه اولیاګانو چې د خدای په لاره کې زغملې وي.
شاید نور سببونه او عوامل به هم وو چې په درنه سترګه ورته کتل کېدل.
حاجي صاحب به د خلکو درناوي نور هم نېک او دروند کړ او ده به خپل دغه حیثیت چې په برخه شوی و، په اسانه له لاسه نه ورکاوه.
په هغو وختونو کې عربستان د اوس غوندې د سرو زرو په کان نه و اوښتی، نه د تېلو ګڼو چینو د ډالرو سین د دوی په وچو ډاګونو سپور کړی و، د عربو عواید دغه د حاجیانو ورتګ او څو شپې هلته پاته کېدل وو او بس. له دې امله چې به کله حاجیان بېرته راستنېدل یو نیم عرب ملا صاحب به هم ورسره راغی، دلته به ورته وطني حاجیانو ښه چنده ټوله کړه، چې بېرته به د عربستان هوا ورباندې لګېده، جېبونه به یې ډک شوي وو.
اویا،دوه اویا کاله پخوا یو عرب ملا صاحب د کندز له حاجیانو سره راغی. په کندز کې حاجیانو بسپنه ورته وکړه، د هغه وخت دیارلس، څورلس زره روپۍ یې ورته ټولې کړې. هغه وخت چې شل،دوه ویشت ډوډۍ په یوه افغانۍ پلورل کېدې، دیارلس،څورلس زره افغانۍ کافي سرمایه وه، خو له بده مرغه غله ورباندې خبر شوي وو،یوه شپه یې عرب خوار شهید کړ او پیسې یې ورڅخه یوړې. هغه شهید ملا صاحب یې د کندز د زاړه ښار په خوا کې شخ کړ چې ترننه پورې هغې سیمې ته حاجي شهید وایي، هره چهارشنبه یې ښځې زیارت ته درېږي، دعاوې ورته کوي.
ډېر کلونه وروسته چې اریانا شرکت په دې وتوانېد چې د حاجیانو لویه برخه ورسوي، د مځکې له لارې هم د بسونو او وړو موټرو په ذریعه د ایران، عراق او کوېت له لارې حاجیان مکې شریفې او مدینې منورې ته رسول کېدل. په دې توګه د حج سفر اسانه شو. میاشت به لا نه وه وتلې چې حاجي صاحب به روغ جوړ، سور سپین خپل کور کلي ته راورسېد. د خلکو اقتصاد هم نسبت پخوا ته ښه شوی و، د حج لپاره به ډېرو خلکو نومونه ثبتول. په دغو کې داسې حاجي صاحبان هم پیدا شول چې هڅه یې کوله هر کال حج وکړي.
څرنګه چې په وچه هم تګ ممکن شو او حاجیان به له ډېرو ایراني او عربي ښارونو تېرېدل راتېرېدل، ځینو کسانو ته معلومه شوې وه چې څه شی په کوم ښار کې ښه فروش لري، هغه مالونه به یې له ځان سره وړل. په دغه ډول به د لارې د سر په خرید و فروش کې د حج مصارف ورته د سرکار له جېبه شول.
زموږ په چاردره کې دوه تنه وو، نومونه یې نه اخلم،اوس مړه دي، خدای دې پرې ورحمېږي، دوی دواړه هم په حجونو اموخته شول. دوه،درې کاله یې په مختلفو طریقو حج ته لاره وکړه.د وچې په لاره به تلل.د حج مصرف، د ساعتونو،تسپو او سوغاتونو بیه او بلکې لا نوره ګټه به هم ورته پاته کېدله. یو کال دولت جدي اعلان وکړ چې چا یو ځل حج کړی وي، دویم ځل نه شي تلای. دوی دواړو له اعلان سره سره د حج هڅه پیل کړه. کابل ته لاړل چې څه لاره پیدا کړي، چې ویې کتل هیڅ لاره نه وه، بېرته راوګرځېدل. ما دا یو وپوښت چې څرنګه شو؟ ده وویل، لاره به خدای جوړه کړي خو دا زما ملګری یو مرض لري چې چېرته اوبه وویني، دی باید اودس تازه کړي. په کابل کې یې چېرته په خلوت ځای کې د اوبو نل تر سترګو شوی و، د اوداسه لپاره یې واسکټ د ونې په څانګې پورې ورته راځړولی و، دی په اوداسه لګیا و، کوم غله واسکټ ترې وړی دی. په واسکټ او هغه څو روپو دې هغه توره بلا پسې وي، له بده مرغه زموږ دواړو تذکرې او نور اسناد ورسره ورک شول. اوس راغلو چې د تذکرو او نورو مثنا واخلو، که خدای کول کار کېږي.
دوه درې ورځې وروسته مې بیا ولیدل. مثناګانې یې اخیستې وې، کابل ته روان وو. څو ورځې وروسته خبر شوم چې دواړه عربستان ته لاړل. حیران شوم چې دوی خو د یوه حج په ځای درې څلور حجونه کړي دي،څنګه یې اجازه موندلې ده؟
چې کله بېرته راورسېدل، د حج مبارکي مې ورکړه، له حاله مې وپوښتل،ویې ویل،په کابل کې مو اعلان واورېد،بله چاره نه وه، ځکه په پاسپورټ او تذکرو کې مو له نومونو سره حاجي لیکل شوي وو، د رادیو اعلان مو تېر کړ چې زموږ تذکرې او پاسپورټونه ورک شوي دي، که چا موندلي وي، په درې څلورو ورځو کې دې یې راوړي او خپله شېریني دې واخلي.بیا راغلو د څو روپیو په ښندلو مو د تذکرو او پاسپورټونو مثناګانې داسې لاس ته کړې چې له نومونو سره مو د حاجي عنوان نه و لیکل شوی،هیسته څوک خبرېدل چې مونږ حاجیان یوو که نه یوو.