تاند (یکشنبه، د تلې/ میزان ۲۷ مه) د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) ویلي، چې د درېیو ځوانو او هیلهمنو افغان لوبغاړو — کبیر آغا، صبغتالله، او هارون — د وژل کېدو له امله ژوره خواشینې او سخته غمجنه ده. دا درې واړه لوبغاړي د افغانستان د پکتیکا پ ولایت ولسوالي کې د پاکستان په وروستي هوايي برید کې شهیدان شول.
دا ځوانان د کرکټ دله یوې دوستانه لوبې وروسته د کور په لور روان شوي وو، چې برید پرې وشو. په دغه برید کې څو تنه نور ملکي وګړي هم ووژل شول.
د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي په خپله اعلامیه کې ویلي«د کرکټ نړیواله شورا دا تاوتریخوالی په کلکه غندي او وایي، دا برید د هغو کورنیو، ټولنو او د کرکټ د نړیوالې کورنۍ لپاره دروند زیان دی چې له خپلو زلمو استعدادونو بېبرخې شوې دي — زلمیان چې یوازینی هدف یې د خپلې خوښې لوبې، یعنې کرکټ، ترسره کول وو.
موږ د افغانستان له کرکټ بورډ سره خواخوږي څرګندوو او د هغوی په غم کې ځان شریک بولو.»
د کرکټ دنړیوالي شورا (اي سی سی )دغم شریکي ځخه مننه، خویوشي بایدهمیشه په نظر ونیسی اوونیسو چي دااونوري بمباري ړندي ندي داخورادقیقی دي پاکستان دجوړیدوڅخه تراوسه یوه ثانیه هم دافغانسان سره په دوستي کي ندي تیرکړي حتی یودکرکټ ستوری ئی پر موږ ندی پیرزو داعمرونه ئی کله مخ سپین کړي ،کله ئی زرغون اوکله ئی بیادپخواني شورویانونودخوښیو لپاره پرمخ سوررنګ مښلی وي ،کله داسلام بیرغ جوړکړي اوخوراخواربوښکي ترلاندي ولاړوي اودنیاوالوته ځان مظلوم ښکاره کړي چی داټوله ددنیا دغولولو اوپه خاص ډول دافغانستان دغولولودپاره استعمال کړیدي اولائی استعمالوي نوپه کارداده چي بایدهرګام په خورااحتیاط ورسره پورته سي پرهره خبره ئی څوڅوځلي فکروسي تاسوولیدل چي یوه وزیرئی ږغ پورته کړاوویل ئی ناست دلته یاست اوچکچکي دافغانستان وخواته کوي.موږیوه پخواني اصطلاح لروچي وایی اذلي دښمن نودااوس بدبختانه موږته په اذلي دښمن بدل سوی دی ،ددښمن سره بایدپه احتیاط ګذاره وسي.