Homeخبرونهپه اسلام‌اباد کې د FIA مرستیال ډایرکتر وتښتول شو

په اسلام‌اباد کې د FIA مرستیال ډایرکتر وتښتول شو

داود جبارخیل

څلورو نامعلوم وسله‌والو  د پاکستان د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FIA)  د جرمونو د پلټنې د ملي ادارې (نیشنل سایبر کرایم انویسټیګیشن ایجنسي (د عملیاتو مرستیال محمد عثمان د اسلام‌اباد په H-13 زهره هایټس سیمه کې د خپل کور له مخې ته وتښتولوتښتاوه.

د تښتول شوي امنیتي چارواکي مېرمن روزینه عثمان د شمس کالوني تاڼې ته په خپل شکایت کې ویلي چې وسله‌وال په یوه موټر کې راغلل او د هغې مېړه یې د وسلې په زور له کوره وایست او له ځان سره بوت.

پولیسو د پېښې په تړاو د نامعلومو کسانو پر ضد دوسیه (ـمقدمه) ثبت کړې او د تښتونې د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي. چارواکي وایي محمد عثمان د حساسو قضیو پر څېړنه بوخت و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...