جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+افغانان باید موجوده بحران په فرصت بدل کړي

افغانان باید موجوده بحران په فرصت بدل کړي

شاه محمود میاخېل
د حل لاره د یو واقعې لوی جرګې راغوښتل دي.
د هوښیارو ملتونو او مسوولینو دنده او مسوولیت دی چې بحرانونه په فرصت بدل کړي. د اوس وخت لپاره د یوې واقعي لوی جرګې راوغوښتل اړین دي چې هم د پاکستان په وړاندې ملي انسجام رامنځته او هم د افغانستان د راتلونکې نظام د مشروعیت لپاره د ملي اجماع له لارې زمینه مساعده شي.
په هغه حاکمیت کې چې ملت خپل ځان ونه ګوري، یوازې په احساساتو او کاذبو روایتونو افغانان نشي کولې چې د یو ملي حکومت په عدم موجودیت کې د افغانستان د ملي ګټو نه په پراګنده ډول دفاع وکړې شي.
د افغانستان لوی مشکل او د ټولو مرضونو اصلي تداوي، د داخلي ستونځو حل کول، د یو بل منل او د نفې او انحصار سیاست له منځه وړل دي. دا ستونځه بې له یو اساسي قانون درلودلو نه تر سره کیدلې شي.
زه پوهیږم چې د طالبانو حاکمیت د لوی جرګې، اساسي قانون، د خلکو حقه حقوقو او سیاسي فعالیت مخالف دي خو واقعیتونه دا دي چې لکه څوک د طالبانو حاکمیت نشي نفې کولې، دا هم واقعیت دی چې طالبان د ملت غوښتنې هم نشي نفې کولې او ملت باید په ټولو مسایلو کې د نظر، تاید او وینا حق ولري.
که طالبانو لهدیوې خوا په تیرو پنځو کلونو کې نسبې امن راوستې و که څه هم د هغه امن په هکله ډیرې پوښتنې شتون لري خو د خلکو رواني،  بشري او د افغانستان سیاسي امنیت ته سخته تاوان رسولې دی.
په دې هم پوهیږو چې طالبانو د افغانستان نه یو لوی زندان جوړ کړې او دوام د دغه حالت به نیابتي رقابتونو او جګړو ته زمینه مساعده کړي لکه چې د تیر اونۍ حالاتو وښودله. افغانان هم مړ دي او هم پړ دي.
دا چې اکثرو افغانانو د هیواد نه بهر او داخل د افغانستان کې په یو اواز د طالبانو سره د ټولو مخالفتونو با وجود، د پاکستان د تیري او یرغل په وړاندې ودریدل او خپل اواز یې اوچت کړ، حال دا چې د طالبانو یو شمیر مشران لا تر اوسه غلي دي، افغانانو وښودله چې د ملي ګټو په وړاندې دوی متحد کیدلې شي.
که څه هم زه پوهیږم چې افغانانو همیشه فرصتونه په بحران بدل کړي خو که یو ځل دا فرصت بیا هم په بحران بدل شي او طالبان د تیر په څیر په خپلو کړنو ودریږي، عواقب به یې د ټولو لپاره ډیر خطرناکه وي او مسوولیت د موجوده او راتلونکو ټولو ستونځو او مصیبتونو به د طالبانو په غاړه دی.

1 COMMENT

  1. سلام
    یو ولس د طوفان یا سېلاب حیثیت لری کله چې سېلاب راشی یو تکړه بزګر هغه مدیریت کولی شی.
    ۴۰ یا ۴۵ ولس ته یو ښه لیدرشېف، یوه معنا لرونکې ستراتیژۍ
    او یوڅه اقتصاد په کار دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب