Home+موږ رمه او زموږ شپون| عتیق ناشنا

موږ رمه او زموږ شپون| عتیق ناشنا

په دې وروستیو ورځو کې پر افغانستان حاکم امیر خپلو اتباعو (هغو کسانو چې له امیر سره بیعت کړی) ته وینا کې ډیر څه رانغښتي وو چې یوې برخې یې زما په څیر کنجکاو افغانان سوچ کې اچولي دي، هغه د ښاغلي دا ټکي چې خپل ځان شپون ګڼي او له افغانانو څخه په مجموع او له خپلو اتباعو څخه بالخصوص ساتنه له پسو څخه د شپون د ساتنې په څیرخپل مسؤولیت ګڼي ولي په عیني وخت کې یو ډول د پسه په څیر بې له پوښتنې د ړوند تابعیت غوښتنه کوي.

که څه هم کیدای شي د امیر مقصد د خپل مسؤولیت او حساب ورکولو مثال ورکول وو او په عربي دود او پخوانیو عربي محاورو کې دغه ډول مثال راوړل معمول وو؛ په نني عصر او افغاني ټولنه کې چې له عربو سره دودیز توپیر لري انسانان له پسو سره تشبیه کول د سړي په زړه کې ډار را پاروي؛ ځکه چې داسې نه چې  امیر که زړه یې وغواړي له موږ څخه د لاندي (وچه) غوښه جوړه کړي او که زړه یې تنګ شو موږ چیرې لیوانو ته پرې نږدي او که سم سپي له لیوانو څخه زموږ د ستانې لپاره ونه ګوماري، د رمي سپي موږ ونه داړي او که موږ له ولږې یا تندې شکایت وکړو موږ په لښتو او لغتو شنه نه کړي.

په وګړو کې د رمي د پسونو په څیر فکر او عمل کول د ټولنې لپاره ډیر خطرناک وي، ځکه له انسان څخه د حق غوښتلو او د حق لپاره د غږ پورته کولو توان اخلي او وګړي  د رمې د پسونو په څیر د هر ناروا په مقابل کې چوپ پاتیکږي. د ښځو د زدکړو په څیر مسأله یې یوه نمونه ده. امیر نه غواړي چې د دې مسألې په اړه دې عام وګړي نظر څرګند کړي او یا دې د هغې ښیګڼو او بدیو په اړه وغږيږ ځکه چې دا د رمې د پسونو مسوولیت نه دی چې له چوپانه وغواړي چې کومې ورشو ته یې د څرلو لپاره بوځي او یا له کومې ویالې اوبه وڅښي بلکې شپون پوهیږي چې کوم ځای د رمې د څرلو لپاره مناسب دی او کوم ځای کې باید پسونو اوبه وڅښي او همدارنګه کوم وخت د پسونو تازه زیږیدلي ورغومي د قرقل لپاره حلال کړي او پوستکی ترې وباسي او کله یې د لوی اختر د قربانۍ لپاره بازار ته وړاندې کړي.

زه ټینګ باور لرم چې د رسول الله (ص) د “كُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ” حدیث هیڅکله د شپون او په رمه کې د پسونو ترمنځ اړیکې نه ترسیموي بلکې په کورنۍ، کلي، قبیلې، ټیم، ګروپ، ټولي او ټولګي کې چې هر څوک هر څومره مسؤولیت لري د خپل مسؤولیت په واړندې جواب ویوونکي ګڼي. په اسلامي نصوصو کې د ړوند تقلید څخه سخت ممانعت شوی دی.

لنډه دا چې که امیر غواړي چې د شپون په څیر د الله او د هغه د بنده‌ګانو په مقابل کې خپل ځان مسؤول او حساب ورکوونکی وګڼي ډیر ښه، خو داسې نه چې امیر او یا د ده ځیڼي ړانده تقلید کوونکي ولس د پسونو د رمې په څیر وګڼي او د حق خبرې کولو او له حق غوښتلو څخه یې محروم کړي. د امیر او وګړو ترمنځ رابطه باید د ټولنیز میثاق، متقابل احترام، انساني عزمت او عقیدوي او افغاني ارزښتونو په اساس ولاړه وي نه د یو جابر، مطلق العنان او مستبد واکمن او مظلوم، محروم، بې خولې او بې ژبې وګړو ترمنځ د ظلم او اجبار پر بنسټ ولاړه رابطه وي.

و ما علینا الا لبلاغ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ونسان ون‌ګوګ یو انځور په ۱۹۰.۴ میلیون ډالرو وپلورل شو

تاند (جمعه، د لړم/ عقرب ۲۹ مه)د هالنډي انځورګر ونسان ون‌ګوګ د «غوړېدونکو څېړیو ونو» په نوم انځور د نیویارک په ساتبیز لیلام‌ځای کې...