یکشنبه, مې 12, 2024
Home+دارالمعلمين که د ښوونکو مسلکي پراختيا

دارالمعلمين که د ښوونکو مسلکي پراختيا

ليکنه: محمد شفيق شرفزی
د ښوونکو مسلکي پراختيا يو نړېوال منل شوی پروګرام دی، چې (Teacher’s Capacity Building) د ښوونکو ظرفيت لوړونه ورته هم وايي. د اکثرو هېوادونو د ښوونې او روزنې په بدنه کې د ښوونکو په روزنه کې ترې کار اخيستل کېږي. د يونسکو يو له اهمو برنامو څخه شمېرل کېږي. پدې سره د ښوونکي په دوامداره توګه مسلکي او رشتوي مهارتونه غښتلي کېږي. د ګران افغانستان د معارف په وزارت کې پدې ډول يو نوی ډيپارټمنټ د (ښوونکو مسلکي پراختيا) په نوم ايجاد شوی، چې د ښوونکو مسلکي او تخصصي ودې ته به کار کوي، روزونکي به يې د ښوونکو مسلکي پراختيا (دارالمعلمين) کادري استادان وي. او چارې به يې د معارف په اډانه کې د تعليمي نظارت د چتر لاندې په ۸ بېلابېلو رشتو کې د يادو استادانو لخوا پر مخ وړل کېږي.
دا هغه طرحه وه، چې د جمهوريت په وخت کې د پوهنې وزارت د تخنيکي متخصصينو لخوا ترتيب شوی وه، خو د ځينو ملحوظاتو په سبب نه عملي کېده. چې دا دی اوس به د عمل جامه ورواغوستل شي. دا يو ډېره جامع برنامه ده، پدې کلونه کلونه کار شوی او د نړېوالو نورمونو سره برابره جوړشوی ده، چې بايد د ښه مسلکي او په کارپوه کسانو لخوا عملي شي.
نوموړې برنامه تیره هفته د پوهنې وزير صاحب د ويډيويي کنفرانس له لارې د ولاياتو ټولو پوهنې ريسانو ته رسماً معرفي کړه. او د ژر پیلېدا هدایت ورته وشو. ددې حياتي برنامې د پرمخبيولو لپاره مناسب خلک د دارالمعلمينونو کادري پرسونل معرفي شو، چې په ټول هېواد کې به په ۷ زونونو، حوزوي او ولایتي ټيمونو او د ولسواليو ټيمونو لخوا په لاره اچول کیږي. هر زون به ټولټال د رشتو مطابق شل کادري غړي او لس تنه اداري او خدماتي پرسونل ولري، همدا رنګه به تعليمې حوزې او هره ولسوالۍ ۸ کادري غړي ولري، البته ټول کادري پرسونل به په څلورم بست کې په لاندې ډول تقرر حاصل کړي.
ریاضي او فزیک لپاره يو بست
کيميا او بيولوژي لپاره يو بست
ديني علوم او عربي ژبې لپاره يو بست
پښتو ژبې لپاره يو بست
دري ژبې لپاره يو بست
انګلیسي ژبې لپاره يو بست
اجتماعي علومو لپاره يو بست
تعليمي ادره، شوراګانو او سواداموزۍ لپاره يو بست، چې د هرې تعليمي حوزې لپاره اته کادري بستونه په نظر کې نيول شوي دي.
د پوهنې د نظارت واجد شرایط غړي, (چې په ياده طرحه کې يې ذکر شوی) به د ضرورت مطابق په دې پروګرام کې هم جذب شي، او نور به امارتي ښوونځيو ته د ښوونکو په صفت معرفي شي. همداشان به د دارالمعلمينونو غېر کادري، اداري او خدماتي پرسونل هم د ښوونځېو تشو بستونو ته وپېژندل شي.
داچې  د ټول هېواد د دارالمعلمينونو کادري استادان د څلورو زرو په شاوخوا کې دي، چې لدې پرته تر پنځه زرو پورې نورو کادرونو ته هم اړتيا شته، ترڅو د ټول هېواد تعليمي حوزې تر پوښښ لاندې راولي، چې دې کار لپاره به نوي کادرونه هم جذب شي.
هغه اوازې او ګونګوسې، چې د ځينو تلويزيونونو( افغانستان انټرنشنل) لخوا خپرېدې، چې ګواکې د ااا د پوهنې وزارت د تعليمي نظارت ۵زره مسلکي غړي له دندو ګوښه کړي يو پروپاګند، له حقيقت لرې او يوطرفه اوازې دي. نه به څوک له دندې ګوښه شي او نه داسې څه پلان شته فقط د دندو د موقعيت تغير دی او بس. د دارالمعلمينونو کادري استادان به د تعليمي نظارت تر چتر لاندې د ښوونکو مسلکي او تخصصي چارې په دوامداره توګه (Teacher Sustainable Development) د داخل خدمت په بڼه په اړوند ټولګي او ښوونځي کې او يا هم د سيمينارونو په داېرولو سره سمبالوي، او د تعليمي نظارت او د دارالمعلمينونو غېر کادري غړي به ښوونځيو ته معرفي کېږي. بايد وويل شي، چې په دې لړ کې به تر پنځه زرو پورې نور کادرونه جذب شي تر څو د هېواد ټولو ولسوالیو ته پوره خدمات ورسېږي.
دا يوه داسې شاهکار دی، چې د ګران هيواد ښوونکي به له مسلکي او تخصصي اړخه تر ډېره پياوړي کړي. زه د پوهنې جليله وزارت دا هڅه ستايم او بشپړ ملاتړ يې کوم.
د ګران افغانستان د معارف د ښکلا په هيله.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب