یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهیعقوب مجاهد وايي، امنیتي ځواکونو ګڼ شمېر تاجک او پاکستاني سختدریځي نیولي...

یعقوب مجاهد وايي، امنیتي ځواکونو ګڼ شمېر تاجک او پاکستاني سختدریځي نیولي او وژلي

تاند (شنبه، د جدې ۱۰ مه) د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزیر ملامحمدیعقوب مجاهد وايي، د افغانستان امنیتي ځواکونو یو شمېر تاجکستاني او پاکستاني اتباع، چې د دیني عالمانو، ولسي شخصیتونو، جوماتونو او طالب چارواکو په بریدونو کې یې لاس درلود وژلي او ګڼ نور ژوندي نیولي دي.

ښاغلي مجاهد نن (یکشنبه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، په تېرو ۱۲ میاشتو کې لسګونه تاجکستانیان او تر ۲۰ ډېر پاکستانیان د افغان امنیتي ځواکونو له لوري د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.

ده همداراز وویل چې یو شمېر تاجکستانیان او سلګونه پاکستانیان په تېرو ۱۲ میاشتو کې په بېلابېلو پېښو کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي.

د طالبانو دفاع وزیر د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو وغوښتل چې خپلې پولې په ځیر کلکې وڅاري.

ده په عین حال کې وویل چې په تېر میلادي کال کې د داعش حملې په سلو کې ۹۰ کمې شوي دي.

داعش، چې یو شمېر طالب چارواکي یې د پاکستان له ملاتړه برخمن بولي، عموماً پر اسانو هدفونو لکه جوماتونو، ښوونځیو، ملکي خلکو په تېره بیا شیعه ملایانو بریدونه کوي.

د طالبانو دفاع وزیر د ملي مقاومت او نورو مخالفو ډلو په اړه وویل:«د شر و فساد په اړه باید دومره ووایم چې د هغوی حضور یوازې په مجازي نړۍ کې دی. په افغانستان کې د پښو ایښودو ځای نه لري.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب