Homeخبرونهد پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویاند وايي، له افغانستان سره د...

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویاند وايي، له افغانستان سره د شخړې د پای ته رسولو لپاره رغنده خبرې روانې دي

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۲۵ مه) د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې دا هیواد له افغانستان سره په کرښه کې د روان کړکېچ د سوله ییز حل په هدف په رغنده خبرو بوخت دی.

شفقت علي خان په اسلام اباد کې خبریالانو ته وويل، د طالبانو له لوري د اکتوبر له ۱۱مې تر ۱۵مې پورې «د سرحدي سيمو “پاروونکي بريدونه” د اندېښنې وړ دي، خو پاکستان د هغو مخه ونیوله».

وياند زياته کړه چې طالب ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوۍښتې ده.

دا په داسي حال کې ده چې د ملګروملتو د راپور پر اساس، پاکستان پر ملکي سیمو بریدونه کړي چې له کبله یې ۱۸ ملکیان وژل شوي او ۳۴۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان جنګي الوتکو په سپین بولدک کې پر یوه بازار په برید کې خلکو ته زیاته مرګ ژوبله واړوله. د ځايي چارواکو په وینا په دې برید کې ۴۰ ملکي افغانان وژل شوي دي.

خو شفقت علي خان نن ادعا وکړه: «زموږ ځوابي اقدام د ترهګرو عناصرو پر ضد و، نه پر ملکيانو»، او زياته يې کړه چې د طالبانو په غوښتنه د اکتوبر په ۱۵مه د ماښام له (۶ بجې) څخه ۴۸ ساعته اوربند نافذ شوی دی.

دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان حکومت وايي چې د اوربند غوښتنه پاکستان کړې وه.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت دا هم وویل چې دواړه هېوادونه دا مهال د سولې د يوې هوکړې د موندلو لپاره مثبتې خبرې اترې کوي.

وياند خان زياته کړه چې پاکستان له تېرو څلوېښتو کلونو راهيسې تر څلورو ميليونو زياتو افغان کډوالو ته پناه ورکړې ده او اوس د نړيوالو اصولو او کورنيو قوانينو له مخې د بهرنيانو شتون تنظيموي.

هغه وويل: «پاکستان غواړي افغانستان يو سوله‌ييز، باثباته او هوسا هېواد وي»، او هيله يې څرګنده کړه چې افغانان به يوه ورځ د استازي او د ټولو قومونو د ګډ حکومت تر سيورې لاندې په ازادۍ او سولې کې ژوند وکړي.

وياند همدارنګه د هند او افغانستان د وروستي شريک بيان پر محتوا جدي اعتراض څرګند کړ، ويې ويل چې د دې بيان د جمو او کشمير په اړه څرګندونې د ملګرو ملتونو د پرېکړو او نړيوالو قوانينو څرګنده سرغړونه ده.

ده د افغانستان د بهرنيو چارو وزير دا ادعا هم رد کړه چې ګواکې ترهګري د پاکستان داخلي ستونزه ده، او څرګنده يې کړه چې اسلام‌اباد لا دمخه د هغو فعالو ترهګرو ډلو تفصيلات له کابل سره شريک کړي چې د ده په وینا د افغانستان له خاورې فعاليت کوي.

ټاکل شوې چې افغانستان او پاکستان د اوربند پر غځېدو په دوحه کې خبرې وکړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...