Homeخبرونهد یوه راپور پر سر له ترینګلتیا وروسته د یوناما نوې مشره...

د یوه راپور پر سر له ترینګلتیا وروسته د یوناما نوې مشره کابل ته رسېدلې او کار یې پیل کړی دی

تاند (یکشنبه، د تلې/ میزان ۲۶ مه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (یوناما) د یکشنبې په ورځ، د تلې په ۲۶مه، اعلان وکړ چې د دغه پلاوي نوې مشره رباب فاطمه کابل ته رسېدلې او رسماً یې خپل کار پیل کړی دی.

افغانستان ته تر سفر او د خپلې دندې تر پیل مخکې، رباب فاطمې په نړیوالو غونډو کې ګډون کړی او د یو شمېر هېوادونو له چارواکو سره یې لیدلي دي. هغې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې د متحده عربي اماراتو، هند، تاجکستان او د ځینو نورو هېوادونو له استازو سره په افغانستان کې د ثبات او د ښځو او نجونو د حقونو په اړه خبرې کړې دي.

فاطمه په دې دنده کې د قرغیزستان د پخوانۍ ډیپلوماتې روزا اوتونبایوا ځای ناستې شوې ده.

نوموړې لومړنۍ ښځه ده چې د ملګرو ملتونو د سولې جوړونې کمېسیون مشري یې کړې ده. هغې تر دې مخکې په جاپان کې د بنګله‌دېش د سفیرې او د کډوالۍ نړیوال سازمان د سیمه‌ییزې استازې په توګه هم دندې ترسره کړې دي.

رباب فاطمه د امریکا له تافتس پوهنتون څخه په نړیوالو اړیکو او دیپلوماسۍ کې د ماسټرۍ سند لري او په دیپلوماسۍ او ملکي خدمتونو کې تر ۳۰ کلونو ډېره تجربه لري.

اغلې فاطمه په داسي مهال په کابل کې د یوناما د مشرې په توګه دنده پیلوي چې د طالبانو حکومت د یوناما په وروستي راپور نسبتاً توند غبرګون ښوولی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (یوناما) په خپل درې‌میاشتني راپور کې، چې د پنجشنبې په ورځ د (اکتوبر ۱۵مه) خپور شو او د ۲۰۲۶ کال د جولای او سپټمبر ترمنځ موده رانغاړي، د خپلسرو نیونو او بندي کولو لږ تر لږه ۴۴۳ پېښې او له نارینه‌وو او ښځو سره د ناوړه چلند ۹۷ پېښې ثبت کړې دي. د طالبانو چارواکو د دغه راپور په غبرګون کې یوناما پر طرفدارۍ تورنه کړې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد یوناما په تبلیغاتو او د افغانستان د منفي انځور په وړاندې کولو تورنه کړې او ویلي یې دي چې دا اداره باید بې‌طرفه پاتې شي او پر کره معلوماتو تکیه وکړي.

په راپور کې د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونو، د دیني او ټولنیزو مقرراتو د پلي کولو په تړاو نیونو، پر خبریالانو فشارونو، د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې ملکي مرګ‌ژوبلې او له شیعه‌مذهبو سره د تړلو بنسټونو پر وړاندې اقداماتو ته اشاره شوې ده.

طالبان د یوناما پر بې‌طرفۍ نیوکه کوي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوناما د راپور په غبرګون کې ویلي: «یوناما د دې پر ځای چې د یوې بې‌طرفه ادارې په توګه د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د نژدېوالي او د ناسم پوهاوي د له منځه وړلو لپاره کار وکړي، په افغانستان کې د حکومت پر ضد تبلیغات کوي او هڅه کوي د هېواد منفي انځور وړاندې کړي. دا ډول چلند د دې سازمان له بې‌طرفۍ سره په ټکر کې دی.»

مجاهد ویلي چې د رسمي ادارو له خوا نیونې په افغانستان کې د نافذه قوانینو له مخې ترسره کېږي.

خو د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق ویلي، یوناما لږ تر لږه د خپلسرو نیونو او بندي کولو ۴۴۳ پېښې او د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د کارکوونکو له خوا د ناوړه چلند ۹۷ پېښې ثبت کړې دي.

د راپور له مخې، دغه پېښې د حجاب، ږیرې، وېښتانو د بڼې، په جماعت کې د لمانځه او موسیقۍ په اړه د مقرراتو د پلي کولو پر مهال رامنځته شوې دي.

یوناما د جولای، اګست او سپټمبر په میاشتو کې له ۵۰ ډېرې داسې پېښې هم ثبت کړې چې ښځې پکې د طالبانو د حجاب د لارښوونو د سرغړونې په تور نیول شوې، بندي شوې یا ورته خبرداری ورکړل شوی و. ډېری نیونې په هرات کې شوې دي، چېرته چې چادري د ښځو لپاره د حجاب لازمي بڼه بلل کېږي. په کابل او بدخشان کې هم ورته پېښې ثبت شوې دي.

په یوه پېښه کې یوه ۱۳ کلنه نجلۍ د حجاب د لارښوونې د سرغړونې په تور د شپې تر پایه په بند کې ساتل شوې او بله ورځ هغه مهال خوشې شوې چې پلار یې ورپسې ورغی.

په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت پلټونکو لس ښځې د چادري نه اغوستلو له امله نیولې وې. هغوی تر هغه وخته ساتل شوې وې چې د ښځو سرپرستانو او د سیمې استازو چارواکو ته ډاډ ورکړ چې ښځې به مقررات مراعات کړي.

په بله پېښه کې پلټونکو یو پلار هم د لنډ وخت لپاره نیولی و. نوموړی له خپلې ۱۲ کلنې لور سره د سودا اخیستو لپاره تللی و، خو لور یې بورقه نه وه اغوستې. هغه د خلکو په منځګړیتوب خوشې شو او پلټونکو ورته وویل چې د خپلې لور لپاره بورقه واخلي.

د نجونو پر زده‌کړو، د ښځو پر تګ راتګ او رسنیو محدودیتونه

د سپټمبر میاشتې په پای کې پنځه کاله پوره شول چې له شپږم ټولګي پورته نجونې له رسمي زده‌کړو منع شوې دي. د نجونو منځني ښوونځي د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې وتړل شول او له شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو بندیز د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې په رسمي ډول تایید شو. ښځې او نجونې د ۲۰۲۲ کال له ډسمبر راهیسې له لوړو زده‌کړو هم بې‌برخې شوې دي.

مجاهد د اګست په ۲۵مه په یوه مرکه کې ویلي و چې د نجونو د زده‌کړو موضوع لا هم نه ده حل شوې او دیني عالمان باید په دې اړه یوې ګډې پرېکړې ته ورسېږي.

په راپور کې د ښځو پر تګ راتګ هم محدودیتونو ته اشاره شوې ده. د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت پلټونکو ښځې روغتیايي مرکزونو او دوکانونو ته له محرم پرته له ننوتلو منع کړې دي.

د اګست په اتمه دوې ښځې په پروان کې یوه روغتیايي مرکز ته له ننوتلو منع شوې او د همدې میاشتې په ۱۷مه یوه ښځه په هلمند کې بازار ته له تلو ګرځول شوې ده.

محدودیتونه د ملګرو ملتونو دفترونو ته هم غځول شوي دي. د سپټمبر په اوومه یو کال پوره شو چې د طالبانو حکومت افغان ښځې، د ملګرو ملتونو ښځینه افغان کارکوونکې هم پکې شاملې دي، د هېواد په کچه د ملګرو ملتونو دفترونو ته له ننوتلو منع کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

سارا علي خان: کله مې چې د اداکارۍ پرېکړه وکړه، وزن مې ۱۰۰ کیلوګرامه و

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۲۹ مه) د بالیووډ اداکارې سارا علي خان ویلي، کله چې دې په فلمونو کې د کار کولو پرېکړه...