Home+پر " طلوع افغان" مین | محمدابراهیم سپېڅلی

پر ” طلوع افغان” مین | محمدابراهیم سپېڅلی

یو خواپاکی سپین ږیری په اوونۍ کې درې ورځي خپلو لمسیانو د کندهار په اطلاعات او کلتور ریاست کي د ” طلوع افغان” مدیریت ته په ویلچر کي راوستی.
زه تازه د دې تاریخي ورځپاڼي مرستیال مقرر سوی وم. سپین ږیري یوازي د ورځپاڼي د نوې ګڼې تر لاسه کولو په موخه د راتګ زحمت کښی.

هغه مهال (١٣٨١ – ١٣٨٢ لمریز) طلوع افغان د یو وار پر ځای په اوونۍ کي (یکشنبه، سې شنبه او پنجشنبه) سهار وختي د ورځپاڼي په نامه له چاپه راوتله.

سپین ږیری نه یوازي د اخبار د لوستلو مینه وال ؤ، بلکي پر بېلا بیلو ادبي او ټولنیزو موضوعګانو یې لیکني او ان ځیني وخت یې پر کره کتنه هم قلم چلوی.
دغه سپین ږیری نصرت نیازی نومېدی، چي د ژوند ډېره برخه یې د کتابونو او طلوع افغان ورځپاڼي له پلورلو سره تېره کړې ده.

که څه هم په کندهار ښار کي ارګ بازار په کتابپلورنځیو مشهور ؤ، خو د دوستانو د معلوماتو له مخي نوموړی په کندهار کي لومړی څوک ؤ،چي د ښار په زړه “شهیدانو څلور لاري” ته نژدې یې ” نصرت کتاب پلورنځی” پرانیست.

دده په کتاب پلورنځي کي د اسلامي کتابونو تر څنګ دعصري علومو کتابونو برخه هم زیاته او اکثره وخت به ځوانان د کتاب رانیولو او کرایه کولو لپاره ور تلل.
دده په زیار دغه چاپ سوي کتابونه مالیدلي دي

١، “اهاړ” د خوږ ژبي شاعر بریالي عبدالغفار شعري کلیات
٢،”د خندا پلوشې” د ادبي ټوکو ټولګه
٣، ” د کندهار نشریحې”

نوموړی ما داسي وخت وپېژندی،چي ناجوړۍ اود عمر زیاتوالي کمزوری کړی ؤ، مګر د مطالعې او لیکلو زغم یې درلود، خو ډېر مجلس او پوښتني پر غمېدلې.

زه وایم کاشکي مي له دغه مشر قلموال سره تر مخه شناخت درلودای، چي ده بیا د نورو مشرانو لیکوالانو او شاعرانو په اړه ډېري خاطرې راسره شریک کړي وای!!
مرحوم نصرت نیازي د طلوع افغان ورځپاڼي یو شمېر زاړه کلیکسیونونه هم درلودل، چي بیا یې د کندهار عامه کتابتون ته د خپلي درملني لپاره په مناسبه بیه له ضایع کېدو څخه وژغورل.

طلوع افغان ورځپاڼه له تېرو ١٠٥ کالو راهیسي” ١٣٠٠لمریز” په کندهار کي چاپ او خپریږي.

نوټ ، پورته عکس د ١٣٨٢لمریز کال د “وري میاشتي” په ١٣مه نېټه د طلوع افغان په مدیریت کي اخیستل سوی دی.
١٥ اکټوبر ٢٠٢٦
بن ښار

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا اعدام ودروئ!

ډایلاګ: نانا پاټیکر- ژباړه: غني حسن تاسو نن ټول راغلي یاست، چي زما د مرګ ننداره وکړئ!  اوس به ما په دار وځړوي؛ ژبه به...