Homeخبرونههند او روسیې د افغانستان او پاکستان د وضعیت په اړه خبرې...

هند او روسیې د افغانستان او پاکستان د وضعیت په اړه خبرې کړې دي

تاند (پنجشنبه، د تلې/ میزان ۲۲ مه) د هند او روسیې لوړپوړو امنیتي چارواکو په نوي ډیلي کې د افغانستان او پاکستان د وضعیت په اړه د سلا مشورو اووم پړاو ترسره کړی او د سیمې پر وروستیو بدلونونو او د نړیوال امنیت لپاره یې پر اغېزو خبرې کړې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ ویلي، دا د افغانستان او پاکستان په اړه د هند او روسیې د ځانګړي میکانېزم اوومه غونډه وه. دا دوه اړخیز میکانېزم د دواړو هېوادونو ترمنځ د افغانستان او پاکستان د وضعیت په اړه د ارزونو د همغږۍ لپاره جوړ شوی دی.

د دې غونډې مشري د هند د ملي امنیت شورا مرستیال سلاکار پاوان کپور او د روسیې د امنیت شورا مرستیال سکرتر الکساندر وینیدیکتوف په ګډه کوله.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دواړو لورو د ګډو ګټو پر بېلابېلو موضوعاتو او د نړیوال امنیت لپاره یې پر اغېزو هر اړخیزې خبرې کړې دي. خو وزارت د افغانستان او پاکستان په اړه د بحث شویو ځانګړو موضوعاتو جزئیات نه دي ورکړي او نه یې د خبرو په پایله کې د کومې هوکړې د ترلاسه کېدو خبر ورکړی دی.

هند او روسیې همداراز د خپلې هغې ځانګړې او امتیازي ستراتیژیکې ملګرتیا په چوکاټ کې د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی چې دواړه حکومتونه یې یادونه کوي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په وینا، وینیدیکتوف په نوي ډیلي کې د خپل سفر پر مهال د هند د ملي امنیت له سلاکار اجیت دووال سره هم جلا لیدلي دي.

دا خبرې د افغانستان او سیمه‌ییز امنیت په اړه د هند او روسیې د پرله‌پسې سلا مشورو د لړۍ یوه بله برخه ده.

کپور او وینیدیکتوف تر دې مخکې د روان کال په مې میاشت کې د قرغیزستان په پلازمېنه بشکیک کې هم لیدلي وو. دا لیدنه د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د امنیت شوراګانو د سکرترانو د غونډې په څنډه کې شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لیکوال او ژورنالیست طالب منګل په ترافیکي پېښه کې په حق ورسېد

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۱۷ مه) لیکوال، ژورنالېست او په تېر جمهوري نظام کې د خوست د والي ویاند، طالب منګل په یوه...