Homeخبرونهپه پېښور کې د ښوونځي د چت نړېدو له امله ۳۰ تنه...

په پېښور کې د ښوونځي د چت نړېدو له امله ۳۰ تنه مړه شوي

خبریال: داوود جبارخېل: د پېښور په دیر کالونۍ سیمه کې د «الخیر سکول سیسټم» د ښوونځي د چت د نړېدو له امله د ۲۹ ماشومانو په شمول ۳۰ تنه مړه شوي او شاوخوا ۴۰ زده‌کوونکي او ښوونکي ټپیان شوي دي.

پېښه د سهار په ۸ بجې او ۴۸ دقیقې وشوه.

د لېډي ریډینګ روغتون د ویاند محمد عاصم په وینا، د پېښې له رامنځته کېدو وروسته لسکونه زده‌کوونکي او ښوونکي روغتون ته انتقال شوي دي، چې له ډلې یې ځینو کسانو د درملنې پر مهال ساه ورکړې ده.

د روغتون چارواکي وايي، د نورو ټپیانو درملنه روانه ده او ځینو ټپیانو ته لومړنۍ طبي مرستې ورکړل شوې دي.

له بلې خوا، د ریسکیو ادارې ډلې د ښوونځي د نړېدلې برخې په خاورو او خځلو کې د نورو کسانو د بند پاتې کېدو د احتمال له امله د لټون او ژغورنې عملیاتو ته دوام ورکوي.

د چارواکو په وینا، لا هم امکان شته چې د ودانۍ تر خاورو لاندې نور زده‌کوونکي یا کارکوونکي بند پاتې وي؛ له همدې امله د مرګ‌ژوبلې د زیاتېدو اندېښنه هم شته.

د پېښې له امله په سیمه کې ګڼ خلک راټول شوي او د ژغورنې ډلې د درنو وسایلو په مرسته د ودانۍ د کنډوالو په لرې کولو بوختې دي.

تر اوسه د چت د نړېدو اصلي لامل په رسمي ډول نه دی څرګند شوی. چارواکي وايي، د پېښې له بشپړې ارزونې وروسته به د ودانۍ د نړېدو د علت په اړه نور معلومات وړاندې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا اعدام ودروئ!

ډایلاګ: نانا پاټیکر- ژباړه: غني حسن تاسو نن ټول راغلي یاست، چي زما د مرګ ننداره وکړئ!  اوس به ما په دار وځړوي؛ ژبه به...