Homeخبرونهاروپايي ټولنه: د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونه له طالبانو سره...

اروپايي ټولنه: د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونه له طالبانو سره د اړیکو عادي کېدل ستونزمنوي

تاند (پنجشنبه، د تلې/ میزان ۲۲ مه) په کابل کې د اروپايي ټولنې استازولۍ ویلي، د افغانستان لپاره د دې ټولنې ځانګړي استازي توماس فریلسن کابل ته د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې یو ځل بیا له طالب چارواکو سره د ښځو او نجونو په وړاندې د لګول شویو محدودیتونو په اړه د بروکسل اندېښنې شریکې کړې دي.

توماس فریلسن ټینګار کړی چې پر ښځو د طالبانو محدودیتونه د دوی له حکومت سره د اړیکو د عادي کېدو د لارې یو لوی خنډ دی.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ د خبرپاڼې له مخې، فریلسن د اکتوبر له ۱۲مې تر ۱۴مې کابل ته سفر کړی او له طالب چارواکو، د دیپلوماتیکو استازولیو له غړو، د ملګرو ملتونو او اسلامي همکاریو سازمان له استازو، سیمه‌ییزو شریکانو او د افغانستان د مدني ټولنې له یو شمېر فعالانو سره لیدلي او خبرې کړې دي.

اروپايي ټولنې ویلي، په دغو لیدنو او خبرو کې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت د بحث اصلي موضوع وه.

د دې ټولنې په وینا، توماس فریلسن د ښځو د مدني ټولنو له بنسټونو سره په لیدنه کې د ښځو پر ژوند د لګول شویو محدودیتونو له پایلو خبر شوی او له طالب چارواکو سره یې په خبرو کې په دې اړه د اروپايي ټولنې جدي اندېښنې بیا څرګندې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو لیدنو کې د افغانستان او سیمې امنیتي وضعیت هم څېړل شوی دی.

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د ښه والي یادونه کړې ده خو په عین حال کې یې داعش او نورو ترهګرې ډلې د امنیت لپاره ګواښونکې بللې دي.

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي له طالبانو غوښتي چې د خپلو هغو ژمنو عملي کولو ته دوام ورکړي چې له مخې یې د افغانستان خاوره باید د نورو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي.

اروپايي ټولنې په خپله خبرپاڼه کې د نشه‌يي توکو پر ضد د طالبانو د هڅو هرکلی کړی، خو د کوکنارو د کښت د بیا زیاتېدو په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې ده.

دې ټولنې د بزګرانو لپاره د عاید د دوامدارو او بدیلو سرچینو پر رامنځته کولو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د دا ډول پروګرامونو ملاتړ کوي.

د فریلسن په سفر کې د افغانستان او پاکستان اړیکې هم څېړل شوې دي. د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ټینګار کړی چې د دواړو لورو د امنیتي اندېښنو د حل لپاره باید د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ خبرې بېرته پیل شي.

هغه همدارنګه د کړکېچ پر کمولو او د ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو پر خوندي ساتلو ټینګار کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لیکوال او ژورنالیست طالب منګل په ترافیکي پېښه کې په حق ورسېد

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۱۷ مه) لیکوال، ژورنالېست او په تېر جمهوري نظام کې د خوست د والي ویاند، طالب منګل په یوه...