تاند (پنجشنبه، د تلې/ میزان ۲۲ مه) په کندهار او پروان ولایتونو کې په دوو جلا خونړیو ترافیکي پېښو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پروان ولایت ځايي چارواکي وايي، د غوربند سیند ته د یوه موټر د لوېدو په پېښه کې لږ تر لږه شپږ کسان مړه شوي او دوه ماشومان ورک دي.
د پروان د امنیې قوماندانۍ ویاند فضلالرحیم مسکینیار ویلي، دا پېښه د پنجشنبې په سهار، د تلې په ۲۳مه، د شینواري ولسوالۍ د باغ افغان په سیمه کې شوې ده.
د هغه په وینا، سراچه موټر له غوربند څخه د کابل پر لور روان و، چې په لاره کې له سړک څخه واوښت او سیند ته ولوېد.
مسکینیار زیاته کړې چې تر اوسه د موټر چلوونکي په ګډون د څلورو کسانو مړي له اوبو راایستل شوي او د دوو ورک شویو ماشومانو د موندلو هڅې روانې دي. د نوموړي په وینا، احتمال شته چې د سیند اوبو ماشومان له ځان سره وړي وي.
له بلې خوا په کندهار کې سیمهییزو سرچینو ویلي، په دغه ولایت کې شاوخوا شلو کسانو ته مرک ژوبله اوشتې ده.
پېښه د یوه ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي بس او ټېلر ترمنځ د ټکر له کبله رامنځته شوې، چې ۵مسافر په کې مړه او ۱۵نور ټپیان شوي دي.
د سرچینې په وینا دا پېښه نن سهار وختي د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ د اعظم کلا په سیمه کې شوې ده.