Home+مکان په کيسه کې | اجمل ښکلی

مکان په کيسه کې | اجمل ښکلی

په کيسه کې مکان هغه ځای دی، چې پېښه پکې ترسره کېږي، کرکټر پکې اوسېږي، کار کوي، يا هسې ورغلی وي، دا نو ښايي يو هېواد وي، يو ښار وي، يو کلی وي، په ښار کې ځانګړې ناحيه وي، دوکان وي، دفتر وي يا پارک او د غره لمن وي(پسرلی، ۱۴۰۳، ۱۶۵).

څرنګه چې په واقعي مکان کې يو يا څو کسه په يوه ځای کي وي، يوه پېښه پر مخ وړي، داسې په کيسه کې هم پېښه د کرکټرونو په مټ په يوه مکان کې پر مخ ځي. د ريالستيکو کيسو مکان په اصل کې د واقعي مکان کاپي ده، مثلا سرک، جومات، بازار، خونه، کلی او نور؛ خو په ناريالستيکو کيسو کې ښايي د ټولې کيسې لوی يا يو کوچنی مکان له واقعي مکان نه مختلف وي، مثلا پاس فضا وي، يا خيالي ډيجيټل نړۍ وي.

زمان او مکان په ناول کې د ټاکلي ټولنيز، اقتصادي، سياسي او عقيدوي چاپېريال بڼه روښانه کوي، چې پر بنسټ يې لوستونکي ته د کرکټر د اعمالو مثبت او منفي اړخونه په ښه توګه په ګوته کېږي(آريا، ۲۰۱۹، ۱۳۳)، دا ځکه چې له يوې خوا يوازې بشري غږيزه ژبه نه، بلکې شاوخوا مکاني او زماني نښې هم د کرکټرونو د شخصيت، خبرو، فرهنګ او پېښو په پېژندلو کې لاس لري او له بلې خوا د انسان ادراک د مکان له مخې وي او پېښې د مکان او زمان په لوښي کې رامنځته کېږي.

مکان د څومره والي له پلوه ګڼ ډولونه لري؛ خو په ټوله کې د ډلبندۍ (Categorization) د تيورۍ له مخې په درو کې راخلاصه کېدای شي، يو لوی مکان، دويم منځنی او درېيم کوچنی مکان. په کيسه پوهنه کې ورته بالعموم د مکان پر ځای د موقعيت(Location) نومونه کارېږي او په درو پوړونو باندې يې وېشي، چې لوی ته صحنه(Setting)، منځني ته ځای(Place) او کوچني ته فضا(Space) وايي. پر دې بنسټ، کيسه پوهان د دې درېواړو توپير کوي، البته صحنه له ځای او فضا دا توپير لري، چې په دې کې مهال او موقعيت سره يوځای کېږي.

 ايمل پسرلي(۱۴۰۳، ۱۶۹) د اجمل پسرلي په حواله لومړنی او وروستی مکان راخيستی او لومړي ته يې جغرافيايي موقعيت او وروستي ته يې فيزيکي مکان ويلی دی. دا درې مکانه په کيسه کې کارونه لري. جغرافيه يا لوی مکان لکه کابل، لغمان، دويم منځنی لکه کلی، ښار، پوهنتون او وړوکی لکه خونه، ټولګی، دهلېز، بڼ، د بام سر او ځنګل. په کيسه کې پر پېښو وروستي دوه مکانه ډېر اغېز لري، همدا لامل دی، چې منځنی او کوچنی مکان په کيسه کې ډېر کارېږي. لوی مکان چې پراخه دی او څنډې يې سره لرې دي، انسان يې په سخته درک کوي، منځنی تر لومړي اسانه خو تر درېيم سخت او وروستی، چې منسجم او وړوکی وي، د ګشټالټ د اصول پر بنسټ په اسانه د درک وړ وي او د کيسې پېښو ته د نېژدېوالي له امله د کيسې په عيني کولو کې موثر وي، لکه د نصير احمد احمدي په خونکار ناول کې چې په يوه صحنه کې خونه، په بله کې بڼ او په ترتيب نور وينو.

دا درېواړه موقعيتونه په کيسه کې له يو بل سره سلسله مراتبي تړاو لري، مثلا پېښه په يوه خونه کې واقع شوې، خونه په يوه کلي کې ده او کلی په يوه لويه جغرافيه کې يا پرعکس ښودانه کوي. د احمدي په زرو ناول کې د نورستان جغرافيه وينو، په دې جغرافيه کې ځنګلونه دي او ځنګلونه کورونه لري، چې بېلابېلې فيزيکي او فرهنګي نښې يې لوستونکي ته د دې درېواړه مکانانو تصور ورکوي.

مطلب دا چې په کيسو کې د مکان دوه ډوله معرفي وينو: يو، مستقيمه، چې ليکوال د پېښې زمان و مکان مستقيم معرفي کوي. دوه، نامستقيمه، چې زمان و مکان پکې نامستقيم معرفي کوي(آريا، ۲۰۱۹، ۱۳۵).

د مستقيمې معرفې بېلګه يې: په ټولګي په يو بل پسې په اوو کتارونو کې لس لس څوکۍ ايښې وې، محصلان د استاد لکچر ته غوږ وو. استاد د به کله د دريځ تر شا کله تختې ته ودرېد او په يو څه ليکلو به لګيا شو.

د نامستقيمې معرفې بېلګه: زرين لا په څوکۍ نه و ناست، چې استاد مخ ورواړاوه، چې ته نن بيا ولې ناوخته راغلې؟ زرين په خوا کې ټولګيوال ته وکتل؛ خو هغه مخامخ په تخته په ليکل شوي خط کې سترګې وګنډلې…..

مستقيمه معرفي بالعموم په ډرامو کې کارېږي، ځکه هلته کرکټر مستقيما له لوستونکي يا نندارچي سره ښکېل وي او د راوي ځای پکې نه وي؛ نو مکان له پېښې جلا معرفي کېږي؛ خو له نامستقيمې معرفۍ نه تر ډېره په کيسو کې استفاده کېږي، چي د صحنې او پېښې عناصر او لوري له ځان سره د لوستونکي ذهن ته د مکان تصور هم د لوستونکي ذهن ته لېږدوي. پاس په نامستقيمه معرفۍ کې استاد او شاګردان، څوکۍ او تخته د ټولګي د کوچني مکان تصور راکوي. په نامستقيمه معرفۍ کې زياتره د مکان له ثابتو يا همېشنيو نښو استفاده کېږي؛ خو په مستقيمه معرفۍ کې پخپله مکان معرفي کېږي، نو له لنډمهالو نښو هم استفاده کېږي، مثلا په يوه ټولګي کې د توکڼۍ(تفدانۍ) يا په خونه کې د تختې شتون.

په کيسو کې مکانونه بالعموم د پېښو د نوعيت له مخې ټاکل کېږي، مثلا يوه بوږنوړې پېښه په هديره يا شاړ کور کې پېښېږي او قتل په يوازې ځای کې.

د مکان يا موقعيت له پلوه د زړو او ماډرنو کيسو يو لوی توپير دا دی، چې په زړو کيسو کې مکان تر ډېره د يوه بهرني توک په توګه د پېښې لوښی ګڼل کېده؛ خو په ماډرنو او پوسټ ماډرنو کيسو کې مکان داخلي توک دی او د کرکټر ذهنيت ښيي، مثلا په نويو کيسو کې يوه خونه مازې خونه نه ده، بلکې د کرکټر روان او تفکر انځوروي، يوه ګډوډه خونه د کرکټر په خوی او ذهني ګډودۍ يا اضطراب دلالت کوي، د دې يوه بېلګه د کافکا د محاکمې کيسه ده، چې صحنې يې د کرکټرونو له روان سره مستقيمه اړيکه لري. په ماډرنو کيسو کې پخوانۍ زمانه هم د مکان په ډول راښکاره کېږي لکه د بنګالۍ ليکوالې تهميمه انم په ناول(The golden age) کې د بنګله دېش د خپلواکې د مبارزې د مهال انځور د مکان په ډول وينو. په ماډرنو کيسو کې ډيجيټل نړۍ هم د يوه مکان په بڼه راښکاره کېږي او د مجازي او رښتيني مکان ګډون پکې وينو، همداسې پکې يو ځايي مکان د نړيوالتوب په موخه د يوه فرهنګي ارزښت، د ځواک د يوې سرچينې او نورو په بڼه راځي، بل دا چې په ماډرنو کيسو کې مکان هم د مهال غوندې خطي نه وي، دوه مکانه لکه د يوه ښار لومړنۍ او ماډرنه بڼه هممهاله په مخ ځي. د رسنيو او ډيجېټل توکيو پرمختګ د کيسو صحنې هم اغېزمنې کړې، رالنډې کړې او ويډيوګيم د صحنو غوندې کړې دي او دا په ماډرنو کيسو کې د مکان بله ځانګړنه ده. په ټوله کې ماډرن کيسه راته مازې دا نه وايي، چې پېښه چېرته روانه ده يا کرکټرونه چېرته دي، بلکې د راته وايي، چې پېښه څه ده او کرکټرونه څرنګه ژوند کوي.

څرنګه چې مکان يوې پېښې ته لوښی برابروي؛ نو د کيسې درې توکي ورسره اړيکه، چې ځايزمان(صحنه)، منظرکښنه او تصوير دي. ځينې ليکوال صحنه او تصوير د منظرکښنې برخې بولي او په منظرکښنه کې يې مطالعه کوي. دلته به په ترتيب سره په درېواړو خبرې وکړو:

۱. ځايزمان(صحنه)

 صحنه هغه ځای دی، چې کيسه پکې پېښېږي، په بله ژبه هغه ځمکه ده، چې د ناول څېرې پکې خپل رول ترسره کوي يا هغه مهالي او توني لوښی دی، چې په يوه ناول کې د عمل پېښې څرګندوي(سيدي، ۱۳۸۹، ۸۵).  صحنه راته وايي، چې پېښه چېرته او کله پېښېږي. صحنه خيالي يا واقعي وي او د کيسې په اوږدو کې بدلېږي.

د اسدالله غضنفر په اند، هره کيسه د صحنو مجموعه ده…. صحنه(Setting) د داستاني عمل(action) زمان او مکان ته وايي(پسرلی، ۱۴۰۳، ۱۸۸). د استاد غضنفر خبره که د صحنې په اړه لا دقيقه کړو؛ نو ويلی شو: صحنه د زمان او مکان پيوستون ته وايي. يوه پېښه په واقعيت کې هم د زمان او مکان له پلوه بېله نه وي، بلکې هممهاله په يوه زمان او مکان کې واقع کېږي:

سرک کنډوکپر او ځای ځای يې اوبه ولاړې وې، چې مچۍ پرې تاوېدې. سړي د نخودو کوچنی پلاستيکي قاب خوله ته ورنېژدې کړ، په پلاستيکي سيپۍ يې درې دانې نخود خولې ته کړل، له هغې خوا يې د “واااه” کلمه له خولې راووته….

دا صحنه د سرک په سر او د ورځې پېښه شوې، چې د نخودو پلورونکی، کراچۍ او نور ليکلي نا ليکلي توکي يې د کرکټر له خوا د نخودو د خوړو عمل يا پېښې ته بستر جوړوي.

په پېښه کې د زمان او مکان يادونه په دې هم اړينه ده، چې په ځينو وختونو کې دغه عناصر سېمبوليکه مانا ورکوي. ځينې داستان ليکونکي په دې نظر دي، چې ځينې ساړه او مرطوب باغونه ښايي د قتل غوښتنه وکړي او ځينې زاړه او خالي کورونه د دروندوالي او سپېرو ارواوو د موجوديت مانا ورکړي. همدارنګه سپېرې او تشې کوڅې د غم او جنګ مفهوم ښيي(آريا، ۲۰۱۹، ۱۴۸).

په دې ډول ويلی شو، چې ۱. مکان له زمان سره په ګډه کرکټرونو ته بڼه ورکوي، چې په کوم ډول ځای کې څه ډول کرکټر پکار دی، ۲. له مکان سره په ټکر کې د کرکټر په غوښتنو، لېوالتياوو او شخصيت پوهېږو، ۳. لانجې ته تجسم ورکوي، ۴. په کيسه کې موډ يا وضعيت پيدا کوي، چې کوم مکان د خوشحالۍ، کوم د وېرې(لکه شاړ کور) او يا بل ايجاب کوي، ۵. پلاټ او پېښه پکې پر مخ ځي او محدوديتونه او امکانات رامنځته کوي، مثلا په يوه سرک د دوو کرکټرونو د جګړې امکان ۶. کيسه سېمبوليکه کوي يا مرکزي پيغام ته لوری ورکوي، ځکه نښې لري لکه ځنګل د پخوانۍ او ښار د نومهالۍ(موډرنيزم) د سېمبول په توګه.

څرنګه چې صحنه د مهال او ځای له پيوستون نه راپيدا کېږي؛ نو د دې دواړو د رنګارنګۍ له امله ګڼ ډولونه لري؛ خو په ټوله کې سيدي(۱۳۸۹، ۸۸) په درو ډولونو کې راټوله کړې ده:  ۱. طبيعي: لکه ځنګل، غر، ډاګ، اوبه ۲. ټولنيزې منظرې لکه کور، کلی، سرک، پارک، ښار او ۳. خيالي: لکه په سپوږمۍ يا بله کومه سياره کې ژوند.

۲. منظرکښنه

منظرکښنه د صحنې پر خلاف يوه پروسه ده، چې د ليکوال له خوا په کيسه تطبيقېږي. صحنه د کيسې په داخلي توکيو کې راځي او منظرکښنه په ليکوال پورې اړه لري.

د ناول يا کيسې پېښه يا پېښې چې په کوم زمان او مکان کې پېښېږي، د هغه ځای او وخت د تصوير وړاندې کولو ته منظرکشي وايي(آريا، ۲۰۱۹، ۱۴۳).

ښاغلی آريا(پاسنی اثر) منظرکښنه د بياني او ترسيمي په دوو ډولونو وېشلې، چې د احمدي غوندې ليکوال يې په کيسه کې د تصوير ډولونه بولي او لومړي ته ساکن، مړ او تشريحي او دويم ته متحرک يا ژوندی تصوير وايي(احمدي، ۱۳۹۰، ۵۵)، چې د تصوير په برخه کې به پرې خبرې وکړو.

۳. تصوير:

د لوستونکي پينځو حواسو ته د صحنې د توکيو او مهال او مکان داسې راجع کول، چې هغه يې د خيال په سترګو وويني او غوږونو واوري.

احسان الله درمل(۱۳۹۷، ۲۸۷) د رضا براهني د (طلا در مس) اثر په استناد ليکي، چې لېوس په خپل کتاب “شعري انځور” کې ايماژ يا تصوير هغه عکس بولي، چې له کلماتو څخه د انسان په ذهن کې پيدا کېږي او لارنس پرين شعري انځورګرۍ ته د ژبې په مرسته د حسي تجربو تجسم او نمايش وايي. تصوير په شعر او کيسه دواړو کې د تخيل زېږنده دی او دواړه د تجسم ګډه موخه لري؛ خو کيسه، په تېره رياليستکه هغه، چې د رښتينې نړۍ غوندې وي، تصوير يې د لومړني تخيل او شعر چې بالعموم له ظاهري نړۍ نه مختلف وي، تصوير يې د دويمي تخيل زېږنده وي.

تصوير کيسه پوهانو په ساکنو او متحرکو وېشلی دی. احمدي لومړي دول ته په منفي مفهوم مړه او دويم ډول ته په مثبت مفهوم متحرک ويلی دی؛ خو دواړه ډوله تصويرونه د کيسو د صحنو او پېښو د غوښتنې پر بنسټ رامنځته کېږي.

مرحوم احمدي(۱۳۹۰) لومړی ډول په ساکن تصوير کې راولي، ځکه چې د ذهن په پرده مو د صحنې ولاړ تصور جوړېږي؛ خو دويم ډول بيا په متحرکو کې راولي، ځکه چې د صحنې ټوکونه(اجزا) پکې د فعلونو په مرسته په خوځنده بڼه انځورېږي. د ساکن او خوځند تصوير دواړو بېلګې به د احمدي له پاسني اثر نه راواخلو:

۱. وړه کوټه وه، سپين دېوالونه يې لرل، پر غولي سره غالۍ هواره وه، د کوټې مينځ کې يو وړوکی مېز تر سترګو کېده، د مېز پر سر له اوبو ډک جګ او يو ګيلاس ايښي ول. په مخامخ دېوال يو لوی ساعت راځوړند و. د ساعت تر څنګ کړکۍ ښکارېده، چې خړه پرده پرې ځوړنده وه. کړکۍ ته مخامخ پر يوه کټ يو سړی پروت و…

۲. د ساعت زنګ وشرنګېد، سړي سترګې رڼې کړې، وښورېد، د کټ له سپرنګونو څخه غنجا پورته شوه، سړی کېناست. کړپ شو، د کړکۍ پله له دېوال سره ولګېده، باد په خړه پرده کې سره راټول شو. سړي د مېز له سره جګ ورپورته کړ، ګيلاس له رڼو اوبو ډک شو….

په ساکنو تصويرونو کې بالعموم له وجودي يا حالتي فعلونو لکه ول، ښکارېدل، لرل نه کار اخيستل کېږي. په لومړۍ بېلګه کې همدا فعلونه وينو. په متحرکو تصويرونو کې هغه فعلونه کارېږي، چې له عمل يا پېښېدو سره اړيکه ولري (لکه په دويمه بېلګه کې پورته کېدل، شول، ښورېدل، کول، ډکېدل)  او يا د پېښو طبيعي غږونه (لکه دويمه بېلګه کې د کټ د سپرنګونو غنجا او له دېوال سره د کړکۍ د پلې د لګېدو کړپ):

د شعر او کيسې د تصوير توپير دا دی، چې په شعر کې تصوير د تشبيه، استعارې، کنايې، پاراډوکس په مټ جوړېږي او مجازي بڼه لري؛ خو په کيسه کې د يوې صحنې د تصوير جوړولو دوه لارې دي، يوه مستقيمه لار، لکه  پاس د متحرک تصوير په ډول کې د سړي د سترګو د رڼولو بېلګه او بله يې نامستقيمه لار ده، لکه پاس د باد د لګېدو په اړه د ليکوال دا نامستقيم روايت، چې کړپ شو، د کړکۍ پله له دېوال سره ولګېده.

پايله

په ټوله کې مکان د مهال غوندې مهم توک دی، چې د دواړو له پيوستون نه صحنه پيدا کېږي او په صحنه کې د کرکټرونو له خوا يوه پېښه پيدا کېږي. د کيسې مکان بالعموم په رياليستيکو کيسو کې د واقعي مکان غوندې وي؛ خو په ناريالستيکو هغو کې بيا ښايي خيالي او مختلف وي. په ماډرنو کيسو کې موقعيت د کيسي داخلي توک دی او د کيسې په موډ، پيغام باندې اغېز لري او د کرکټرونو په شخصيت او روان دلالت کوي.

ماخذونه

آريا، نثار احمد. ۲۰۱۹. د ناول ليکنې تيوري. کابل: سروش کتابپلورنځی.

احمدي. نصير احمد. ۱۳۹۰. راځئ کيسه وليکو. پرليکه: د لر او بر کتابتون

پسرلی، ايمل. ۱۴۰۳. د کيسه ليکنې کورس. جلال اباد: مومند خپرندويه ټولنه.

درمل. احسان الله. ۱۳۹۷. شعرستان. کابل: سروس خپرندويه ټولنه.

سيدي، سيد نظيم. ۱۳۸۹. ناول او په پښتو کې د هغه پرمختيايي بهير. جلال اباد: مومند خپرندويه ټولنه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...